د لوېديځ نورستان په دواب ولسوالۍ کې زیاتو بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي. د نورستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس مولوي سمیع الحق حقبیان د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېره شپه د لوېديځ نورستان د دواب ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا درو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولې دي. هغه زیاته کړه: "د نورستان دواب ولسوالۍ اړوند و سېمو کې بېګاه شپه ۹ بجې سېلابونه راوتلي. په جونیا دره، کولم دره، بجګل او کورګل ساحو کې د خلکو په سلګونو جریبه... Читать дальше...
په کندهار کې د درملو جوړلو د یوې لويې فابریکې د جوړېدو چاري بشپړېدونکي دي چې د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پرې شوې او پر یوه وخت به په زیاته کچه درمل چمتو کولای شي. دغه فابریکه د ډبلیو اچ يا نړیوال روغتیا سازمان او جي ام پي په نړیوال معیار جوړېږي. نور جزييات د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:
د اروپایي کمېسیون مشر چارلس میچل نن په وار له مخه نه اعلان شوي سفر د اوکراین پلازمینې کییف ته ورسېد. د دې سفر هدف پر اوکراین د روسیې د بې دلیله برید په وړاندې د اوکراین ملاتړ دی. ښاغلي میچل په ټویټر کې یو عکس خپور کړی دی چې د کییف د ریلګاډي په تمځي کې یې اخیستی دی او ترې لاندې یې لیکلی دي، نن په کییف کې، د ډیموکراتیکې او خپلواکې اروپا په زړه کې.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره وایي، پر اوکراین د روسیي ځواکونو د برید له پیله تر اوسه د اوکرایني کډوالو شمېر تر پنځه میلیونه واوښت. دا له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته په اروپا کې تر بل هر وخت ډېر کسان دي چې کډوال کېږي. د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې( یو این ایچ سي ار) نن خبر ورکړ چې څه باندې پنځه میلیونه او څلور دېرش زره اوکرانیان د فبروري له څلرویشتمې راپدېخوا خوا له خپل هېواده وتلي دي. د ملګرو ملتو په وینا د اوکراین په داخل کې بیا نژدې اووه اعشاریه یو میلیون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
خوستۍ نجونې او ښځې هغوی لپاره د زده کړو او کار د مناسبو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي. هغوی همداشان غواړي، د هغو نجونو او ښځو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، چې دا مهال د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوې دي. د تېر کال په اګست کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغان نجونو پر مخ د اوم ټولګي څخه د پورته صنفونو زده کړې بندې شوې دي. خوستیو نجونو او ښځو یادې څرګندونې نن د اپریل په ۲۰مه د النور د روغتیايي زده کړو په انسټیټوټ کې د شمولیت په خاطر د کانکور د ازموینې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې. Читать дальше...
په افغانستان کې له پېښو د خبریالانو په خبري پوښښ ورځ تر بلې محدودیت زیاتېږي. یو شمېر خبریالان چې پرون د کابل د ۱۸مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونځي او یو ښوونیز مرکز د چاودنو خبري پوښښ ته ورغلي وو، له دوی سره د طالبانو د چلند او د پېښې د خبري پوښښ د مخنیوي په اړه غږېږي. د راه فردا تلویزیون خبریال رضا شهیر وايي، طالبانو ترې کېمره واخيسته او هغه مهال چې په خپل ټیلفون یې تصویرونه اخىستل، طالبانو وهلي او څو ساعته یې بندي کړي و. هغه وویل: "کله چې دوی زما تصویرونه واخستل، په دوه میله وسلې یې یو ځل په کېڼه پښه او بیا په ښې پښه ووهلم. Читать дальше...
د کابل اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې تېره ورځ تر چاودنو وروسته د ممتاز ښوونیز مرکز مسئولين وایي، چې طالبانو بنديان کړي وه. پرون سه شنبه د کابل د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د دریو پر لپسې بمي چاودونو وروسته د ممتاز په نوم د یو ښوونیز مرکز چې دغه مرکز ته څېرمه هم یوه بمي چاودنه شوې، مسولین وايي، چې د طالبانو له لوري بندي او تر تعقیب لاندې نیول شوي دي. د دې مرکز یو استاد شریف لعلي ازادي راډیو ته وویل، چې د ممتاز ښوونیز مرکز مشر، مسئول مدیر محمد امین جویا او یو استاد د طالبانو له لوري بنديان شول چې بیا... Читать дальше...
د شهباز شريف په مشرۍ حکومت له بېلابېلو سياسي ګوندونو جوړ دی. دوی د اپرېل پر۱۰مه د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزيراعظم عمران خان د تحريک انصاف حکومت تر ختمولو وروسته د اېتلافي حکومت پر جوړولو سلا شول.
د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید په لېسه او په ممتاز ښوونیز کورس کې د تېرې ورځې د پېښې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ د ځان او خپلو ماشومانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي. عبدالوهاب نومېږي او د خپل ۱۸ کلن وراره میلاد علیزاده په اړه خبرې کوي. نوموړی د سه شنبې په ورځ د عبدالرحیم شهید په لېسه کې په لومړۍ چاودنه کې ووژل شو. میلاد علیزاده د دولسم ټولګي زده کوونکی او د کورنۍ تر ټولو مشر اولاد وو، چې له خپل معیوب پلار، مور او دوو کوچنیو خویندو سره يې د کابل په لویدیځ کې ژوند کاوه. عبدالوهاب وایې: "پرون... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر ښوونیزو مرکزونو پرونۍ حملې وحشتناکه ګڼلي وايي، پر پوهنې برید د یوه هېواد پر راتلونکي برید دی. په کابل کې په دوو ښووونیزو مرکزونو د پرونیو بریدونو یوه ورځ وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان دا حملې زړه بوږنونکې بولي. د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدربار ازادي راډیو ته وویل، د دشتبرچي سیمې اوسېدونکي چې اکثریت یې هزاره ګان دي، له تاوتریخوالي سره مخ دي. نوموړې وويل: "په دشت برچی کې پر ښوونځي او ښوونیز مرکز پرونی برید واقعاً ځوررونکی دی. د زدهکړو پر... Читать дальше...
پر ټولنیزو رسنیو څو بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پرون سه شنبه د کابل په لویدیځ کې له بریدونو وروسته د قربیانیانو ځینو کورنیو او وینې ورکوونکو کسانو سره د طالبانو له لوري تاوتریخوالی شوی دی. پر فېسبوک بیا دا ويډيو زیاته لاس په لاس کېږي. دا ویډیو هم د همدې روغتون مخې ته د ګڼو راټولو شویو خلکو او طالبانو نښته ښيي. ویډیو اخیستونکی شخص په دې ویډیو کې وایي، چې دا نښته د طالبانو او د برید د قربانیانو د کورنیو تر منځ ځکه رامنځته شوې چې طالبان روغتون ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. په یوه... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د څانګې مشر رمیز الاکبروف د اپرېل پر ۱۹مه په یوه بیان کې ويلي، د افغانستان ولس "لا له وړاندی ۴۰ کلنې جګړې ځپلی، د دې هېواد ښوونځي بايد د ماشومانو او د هغوی د زده کړو لپاره خوندي ځايونه" واوسي.
د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وویل چې د چاغي د پېښې په اړه یې د سیمې له چارواکو رپورټ غوښتی چې پکې راغلي چې یو ډرېور په ایراني ګاډي کې له افغانستانه وراوښتی وو او چې کله ورته ځواکونو د درېدو اشاره وکړه نو هغه امر و نه مانه چې په ځواب کې یې سرحدي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.
دغو اوکرایني پوځیانو د ماریوپول په یوه صنعتي ودانۍ کې داسې مهال سنګر نیولی چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونه ګړندي کړي دي. د روسیې دفاع وزارت وایي، د بشرپالنې د اصل پر بنسټ یې ځواکونه یو ځل بیا وړاندیز کوي چې په اوکراین کې ملتپاله او بهرني جنګیالي دې نن له ماسپښین وروسته جګړه ودروي او وسلې پر ځمکه کښېږدي. بل لورته اوکرایني پوځیانو نن وختي ویلي، روسیي ځواکونو ماريوپول کې د ازوفستال په نوم د فولادو پر هغې کارخونې بریدونه جاري ساتلي چې اوکرایني سرتیري او عام خلک په کې ځای پر ځای دي. د اوکراین... Читать дальше...
په نورستان کې چارواکي وايي، تېره ورځ د وانت وایګل ولسوالۍ د بر وایګل کلي کې دوه کورنۍ چې دښمني يې درلوده يو پر بل بریدونه کړې چې پکې له دواړو خواو دري تنه وژل شوي دي. د نورستان ولایت مطبوعاتې مسول سیف الدین لټون ازادۍ راډیو ته وویل: «دا یوه شخصې دښمنې ده چې له دواړو خواو پکې دري تنه وژل شوي دي.لومړی د یوې کورنۍ غړی چې پخوا يي ورور وژل شوی و، د هغه د قتل پر تور يي د مقابلې کورنۍ پر یوتن برید کړی او هغه يي وژلی، کله چې د وژل شوي تن کورنۍ خبریږي هغوی راځي برید کوونکی او بل ورور يي وژنې. دا دواړه پېښې پرون شوې. Читать дальше...
د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمینځ اړيکې تر هغه وروسته لږ څه سړې شوې چې د اپرېل پر ۱۶مه پاکستانیو ځواکونو په خوست او کونړ کې بمباري وکړه. د ځايي چارواکو او عيني شاهدانو په وينا، په دې حملو کې تر ۴۵ زیات ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. په دې کې یې یوه بمباري په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پر کورونو شوې وه. تر پېښې وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد احضار کړ او ورته يې احتجاج وکړ. اسلام اباد وروسته په بیان خپرولو سره د حملې ذکر و نه کړ البته و یې ويل چې د افغانستان د خودمختارۍ او خپلواکۍ احترام کوي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د روسیو ځواکونو بمبارۍ یو ځل بیا زیاتې شوې دي، په خارکیف کې روغتیاپالان د خپل ژوند له پروا کولو پرته د بریدونو پرمهال ژوبلو ته طبي مرستې رسوي. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیو ځواکونو په بمبارۍ کې د خارکیف په یوه ودانۍ کې پینځه کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو څخه د جوړ دې رپورټ برخې ښايي ځینو خلکو ته ځوروونکې وې.
په بنو کې د شمالي وزیرستان د مداخېلو خلکو پر خوست د پاکستانیو ځواکونو د بمبارۍ ضد پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی دا احتجاج د اپرېل پر ۱۶مه تر هغې بمبارۍ وروسته وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول. د اپرېل ۱۹مې پر ماخوستن ناستې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ورغلی وو. نوموړي په وینا کې پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ چې د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي. د پاکستان حکومت د پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې... Читать дальше...
یو شمېر سوداګرو او د فابریکو څښتنانو د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره وکتل. په دې لیدنه کې سوداګرو او د فابریکو څښتانو په خامو موادو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ویزو د اخیستلو په برخه کې د ستونزو د حل او فابریکو ته د دوامداره برېښنا د ورکولو غوښتنه وکړه. دې سوداګرو او پانګه والو په دې لیدنه کې ویلي دي، که ستونزې یې حل شي، کار او تولیدات به یې لا ډېر شي. د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به یې هڅې وکړي.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک وايي، د سوداګرو او پانګه والو لپاره یې بهر ته د پیسو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي. د دې بانک ویاند محمد صابر مومند ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د دې پرېکړې پر بنسټ سوداګر او پانګه وال کولای شي د خوراکي توکو، طبي او کرنیز درملو، سون توکو، عصري ماشینونو او ټکنالوژیکي وسایلو د اخیستو لپاره د بانکي سیستمونو له لارې پیسې بهر ته ولېږي. د ښاغلي مومند په وینا په بهر کې محصلانو ته هم د ټلګرافي یا ټي ټي سیستم له لارې پیسې لېږل کېدای شي. ښاغلی مومند... Читать дальше...
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ترڅنګ، په افغانستان کې شته اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې ځیني خصوصي یا شخصي ښوونځي هم د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شي. ساحل د پنځم ټولګي زده کونکی یو له هغو لسګونو زده کونکو دی چې د اقتصادي ستونزو له امله یي په دې ورستیو کې خصوصي ښوونځی پریښی او دولتي ته تللی. ښاغلی ساحل وايي: "د دې لپاره، چې پلار جان مې زمونږ میاشتنی فیس نه شو ورکولای مونږ له خصوصي ښوونځي دولتي ته راغلو." ساحل وايي، په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، نن له غرمې وروسته ۱۲:۱۲ پره يوه شخصي موټر د چسپکې ماين چاودنه شوې چې پکې يو کس ژوبل شوی دی. د ځدارن په وينا د چسپکې ماين دا چاودنه، د کابل ولايت د قوای مرکز سيمې ته نزدې کندهاري مارکېټ سره شوې. د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی. دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د کابل ولايت دشت برچي سيمه کې پر يوه ښوونځي درې چاودنې وشوې چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ژوبل شول.
په پېښور کې د بینکونو (بانکونو) کارکوونکو د خالي (شنبې) د ورځې د چوټۍ ختمولو پرضد احتجاج کړی دی. دوی د اپرېل پر ۱۹مه د مظاهرې پرمهال مشال راډیو ته وویل، که حکومت یې د خالي چوټي بحال نه کړه نو پرضد به یې په اسلام اباد کې احتجاج کوي. دوی وویل، نړیوال بازار هم د شنبې او یکشنبې (اتوار) پر ورځو تړلی وي، نو په دې صورت کې د بانکونو پرانیستو ضرورت نه شته. دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپل انتخاب وروسته په لومړۍ وینا کې د خالي د ورځې د چوټۍ ختمولو اعلان کړی وو. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پخواني حکومت ویلي ول چې د پي اېم ډي اې جوړولو موخه په سم ډول د رسنیو او د ټولنیزو شبکو انتظام دی او د بیان پر ازادۍ د بندیز لګولو معنا نه لري.
د عراق په دویم لوی ښار موصل کې تر روژه ماتي وروسته خلک له کورونو بهر وځي او د تفریح له پروګرامونو، مذهبي موسیقۍ، کیسو اورېدو او له خوراکونو خوند اخلي. د موصل اوسېدونکي وايي چې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو او پوځي عملیاتو له وجې یې ښار زیانمن شوی وو خو اوس یو ځل بیا د ژوند رنګونه پکې لیدل کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.