د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د افغانستان روغتیايي سیستم ته پاملرنه ونهشي، د روغتیا په برخه کې به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ شي. دغه سازمان اټکل کړی چې ۱۸،۱ میلون وګړي په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. دغه سازمان اعلان کړی چې روان میلادي کال کې نږدې ۲۵ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. پرون د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف استازو، د روغتیا برخې ملاتړو او د افغانستان د عامې روغتیا استازو او یو شمېر بشردوستانو... Читать дальше...
ترکمنستان او ازبیکستان د منځنۍ اسیا دوه هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نورو هېوادونو په مقایسه متفاوتې اړیکې لري. څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ترکمنستان پلازمېنه عشقاباد کې یې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر فضل محمد صابر معرفی کړی دی. همدارنګه ازبیکستان مخکې له دې چې افغانستان کې طالبان بیا واکمن شي، له طالبانو سره اړیکې پاللي او اوس هم ظاهرا داسې ښيي چې ګوندې له طالبانو سره په یو شمېر شریکو اقتصادي پروژ و کې همکاري کوي. د... Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) وايي، افغانستان باید له یاده ونهایستل شي. د دې سازمان مشر انتونیو تورینو د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې ننیې خپره کړې په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان خلکو ترڅنګ ودرېږي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي تورینو ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ اوسمهال له سختو ناورینونو سره مخ ده، خو بیا هم افغانان لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې چې ټول په ګډه باید په دې برخه کې ټولیز اقدامات ګړندي کړي او ملیونونو افغانانو ته هیلهمندي ور په برخه کړي، هغه ښځې او نجونې چې په ناحقه تر ټولو زیاتې ځورېږي. Читать дальше...
د تیر کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدو راهېسې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی. ملګرو ملتونو په وروستیو کې په وار وار ویلي چې دا مهال افغانستان کې ګڼ خلک له لوږې سره مخ دي. نړیوالې ادارې وايي چې سلګونه زرو افغانانو په وروستیو څو میاشتو کې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي. بلخوا د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، وايي چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې چې منورشاه د اسوشیېټېډ پریس د ویډیو په مټ جوړ کړی دی.
یو شمېر افغان مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د تعلیم په اړه کمپاین پیل کړی. دغه کمپاین چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی، یو شمېر مېرمنې د لنډو وېډیوګانو په جوړولو سره له نړېوالې ټولنې غواړي ترڅو په طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په برخه کې فشار راوړي. سمیرا خموش یو له هغه مېرمنو ده چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په کمپاین کې یې برخه اخیستې. اغلې سمیرا وايي، په طالبانو د نړیوالو لهخوا د فشارونو په خاطر یې په دې کمپاین کې برخه اخیستې ده. سمیرا خموش زیاتوي: "هېڅ یوه... Читать дальше...
حسنی او حفصه دوه خویندې دي چې پر بېوزلۍ سربېره یې تعلیم ته دوام ورکړی او د پاکستان پر کچ په بېلابېلو سپورټي سیالیو کې هم ګډون کوي. د هغو نجونو پلار په پېښور کې باډیوې جوړوي. دواړه خویندې هره ورځ له پلار سره په کار کې هم مرسته کوي. حسنې او حفصې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې په سیالیو کې د سرو او سپینو زرو مېډالونه وګټل. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې د درې مشکوکه وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.
د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د نه باور تحریک په اړه د بحث پیلولو پر ځای غونډه د اپرېل تر درېیمې وځنډوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري په نجونو د زدهکړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی. دغه وزارت تازه له طالبانو غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زدهکوونکو زدهکړو ته اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې متحده ایالات د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی او تر هغې د طالبانو په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو، جرمني، بریتانیا او قطر په کوربهتوب د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره د څه باندې دوه ميلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. هماغسې چې اټکل کېده په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره د ۴ ميلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه پوره نهشوه. ملګرو ملتونو پرون ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو د ۲ ميلیارده او ۴۴۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې تر هغه هدف چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ټاکلی و، لږي. Читать дальше...
د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا "په پاکستان کې پرمختګونه له نېږدې څاري. موږ د پاکستان د اییني بهیر او د قانون واکمنۍ درناوی او ملاتړ کوو خو تر هغو چې د تورونو خبره ده، هغه هېڅ واقعیت نه لري."
په فلپاین او کینیا کې ځینې ښځې له پلاسټيکو جامې او خښتې جوړوي. دوی وايي چې له دې لارې د چاپیریال خوندي کولو هڅه کوي.