د طالبانو حکومت د کابل د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ يورته کړ. په دغه غونډۍ د افغانستان درې رنګه رپول شوی بیرغ تېر حکومت ته هندوستان ډالۍ کړی و. د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل سپین بیرغ ورپاوه، هغه کړنه چې د ګن شمېر هېوادوالو له غبرګون سره مخ شوه. د طالبانو دغې کړنې ته افغانان په غبرګون کې وايي، د افغانستان درې رنګه بیرغ په هېڅ یوې ډلې او ګوند پورې اړه نهلري او طالبان باید له ملي بیرغ سره داسې چاند ونهکړي. Читать дальше...
یوه ډله امریکايي مېرمنې چې له یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې دي، د نجونو د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کوي. دوی چې د بېلابېلو غیر دولتي بنسټونو غړې دي، زدهکړو ته د ټولو نجونو پرېښودل، له افغانستان سره د بشري مرستو د ډېرېدو او د افغانستان بانک د کنګل شویو مالي شتمنیو لپاره له طالبانو او امریکایانو سره په خبرو بوختې دي. یادو مېرمنو افغانستان ته د سفر پر مهال له ځینو سازمانونو او روغتیایي کلینیکونو هم لیدنه کړې او له یو شمېر کورنیو او د طالبانو حکومت له سیمهییزو چارواکو سرهیې لیدلي. سونیتا ویسوانات... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور نوميالی سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي دی. نوموړی د هغو پاکستانيو هنرمندانو له ډلې دی چې د مارچ پر ۲۳مه ورته حکومت د ښې کارکردګۍ پر اساس صدارتي جايزې ورکړې. خو سرحدي وايي، دی اندېښمن دی چې که حکومت ورسره د سيمې ځوانانو ته د ساريندې ورزده کولو په چارو کې مرسته و نه کړي، نو ښايي دا ساز نور فنا شي. د سرحدي دا خبرې او په سارينده غږولې خينې نغمې يې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د بريتانيا د دفاع وزارت نن (د مارچ په ٣١مه) اعلان وکړ چې روسي ځواکونه د يو شمېر محدودو قطعاتو له شاتګ سره سره د کيف په ختيځ او لوېديځ کې دېره دي. دغه وزارت وویل، احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د کیف په څنډو کې درنه جګړه وشي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم تېره شپه په یوه وېډیويي وینا کې وویل چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د روسي ځواکونو یوه غونډه وه او د نویو بریدونو لپاره تیاری نیسي. زلنسکي زیاته کړه چې دی د روسیې پر هغو ژمنو باور نهلري چې ګواکې خپل پوځي فعالیتونه کموي. په عین حال... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لومړني ډیپلومات ګومارنې ته رسماً اعتبار ورکړی. روسیه دغه اقدام سره له دې کړی چې طالبان تر اوسه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. لاوروف چې ننیې په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې دغهراز وویل چې د طالبانو د حکومت دغه ډیپلومات ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تېره فبرورۍ میاشت کې رسماً اعتبار ورکړی او له هغې راهیسې هغه هلته فعال دی. لاوروف دغهراز له نړیوالې... Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د مارچ پر ۳۱مه د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې کېږي چې څه باندې ۲۸ زره نوماندان ورته ولاړ دي. دا لومړی ځل دی چې په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، کورمې او اورکزو کې بلدياتي انتخابات کېږي. په دې اړه نور تفصيل د مشال راډيو په ويډيويي راپور کې وګورئ چې ځلاند يوسفزی يې وړاندې کوي.
د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف خلاف له اپوزيشن سره يو ځای شويو ځينو ګوندونو واضحه کړې چې په زور د خلکو غيبولو د مسلې حل باید د راتلونکي حکومت په لومړيتوبونو کې وي. د متحده قامي مومنټ مشر خالد مقبول صدیقي د مارچ پر ۳۰مه له پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) سره د وزیراعظم عمران خان پر ضد د درېدو په لړ کې د لوظنامې لاسليکولو پر وخت وويل چې د دې ملګرتیا یو شرط دا دی چې راتلونکی حکومت به په زور د خلکو تری تم کولو ته د پای ټکی ږدي. نوموړي زیاته کړه: "موږ ټول به په شریکه د لادرکه خلکو لپاره خپل کوښښ په ملي مبارزې بدلوو. Читать дальше...
د سیند صوبايي حکومت له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر په موقت ډول له زندانه خوشې کړی دی. د کراچۍ زندان د پولیسو مشر حسن ستو نن (مارچ ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل چې علي وزیر د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت په امر له کراچۍ څخه اسلام اباد ته لېږي چيرې چې به نوموړی د وزیراعظم پر ضد د بې باورۍ تحریک په اړه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې برخه اخلي. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوشمېر حکومت مخالفه مشرانو د مارچ پر ۲۵مه سپيکر اسد قيصر ته ليک لېږلی وو چې د اسمبلۍ... Читать дальше...
د چین ولسمشر ويلي چې د یوه سوله ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی. شي جین پينګ دا خبره د مارچ پر ۳۰مه د افغانستان په اړه هغې غونډې ته کړې چې د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران وربلل شوي او چين يې کوربه توب کوي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د مارچ پر ۳۰مه او ۳۱مه د چين د انهوی ولايت په تونزي ښار کې ترتيب شوې ده. شي د غونډې ګډونوالو ته په يوه ليکلي بيان کې ويلي چې افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی. Читать дальше...
د روژې میاشتې په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې بیې کنټرول او د احتکار مخه ونیسي. د کابل ښار د اتمې ناحیې د خوراکي توکو د پلور یو بازار ته راغلي یو شمېر خلک وايي چې روژې ته د تیاري په خاطر په سودا پسې راوتلي دي، خو له دې ډلې حسیبالله شکایت لري چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. دی زیاتوي: "د روژې میاشت یوه مبارکه میاشت ده، په نورو هېوادونو کې چې کله روژه راځي د توکو بیې راټيټېږي، خو په... Читать дальше...
طالبان وایي نړیوال دې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال دې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې د سیاسي مسایلو نهقرباني کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیارکي ویلي چې راټولېدونکې مرستې به په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت په واک کې نهورکول کېږي او د مرستندویه مؤسسو له لارې به په مستقیم ډول تر عامو اړمنو افغانانو رسېږي. ټاکل شوې نن په سویس کې ملګري ملتونه د بریتانیا،... Читать дальше...
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د روژې په میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د پوځ په وینا، لږترلږه ۶ سرتېري یې د وسلهوالو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ او د هغه د همکارانو د ځپلو په هدف به د دوی پسرلني عملیات د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي. د راتلونکې اوونۍ یکشنبه یا دوشنبه به د روژې لومړي ورځ وي. Читать дальше...
په ننګرهار کې د اومو موادو د بیو د لوړېدو او له پاکستان څخه د چرګانو د وارداتو له کبله اکثره فارمونه بند شوي او شااوخوا یو نیم زر کسان وزګاره شوي دي. په ننګرهار کې د چرګانو د فارمونو اتحادیه وايي چې د اقتصادي بحران او د موادو د بیو د لوړېدو له کبله د دغه ولایت لږترلږه ۴۰ سلنه فارمونه سقوط شوي دي. د ننګرهار د چرګانو د فارمونو اکثره خاوندان وايي چې فارمونهیې بند کړي او کارګر یې رخصت کړي دي. خو د دغه ولایت د چرګانو د فارمونو د اتحادیې رئيس حسیبالله ترهکي ازادي راډیو ته وویل چې په سلو کې ۴۰ فارمونه تړل شوي دي. Читать дальше...
د بشري حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته د نجونو د نهپرېښودو په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو دې بندیز ولګول شي. دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې له طالب مشرانو سره دې له داسې غونډو ډډه وشي چې هغوی ته اعتبار ورکوي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو له مخکېنیو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنهکړه چې زدهکړو ته دوام ورکړي. طالبانو د خپلې دې پرېکړې د دفاع لپاره کوم دلیل نهدی ویلی.... Читать дальше...
د چین ولسمشر وایي، د یوه سولهییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی. شي جین پېنګ وایي، افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی. شي جین پېنګ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې نن به هم چین د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه وي. نوموړي دغه څرګندونې په یوه لیکلي بیان کې نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې کړې دي. په دغه غونډه کې چې د چین په جنوب ختیځ انهوی ولایت کې جوړه... Читать дальше...
د افغانستان د ښځو فټبال لوبډلې په کډوالۍ کې په لندن کې خپلې سیالۍ پيل کړې دي. دوی وايي د وطن یاد یې خوشحالي او ارام ته نه پرېږدي خو کوښښ کوي چې د فټبال له لارې د خپل هېواد نوم لوړ وساتي. طالبانو د حکومت تر نيولو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر لوبو بندېز لګولی چې له امله یې ډيری لوبغاړې هېواد پرېښودلو ته مجبوره شوي دي. تفصيل په دې ويډيويي راپور کې
ټاکل شوې ده چې نن د سویس په جنوا کې د افغانستان د مرستو نړیوال کنفرانس په انلاین بڼه پیل شي. دا کنفرانس چې ملګري ملتونه، جرمني، بریتانیا او قطر یې کوربهتوب کوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترش له لوري پرانیستل کېږي. ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستو په ننني کنفرانس کې د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیونه ډالره مرستې غوښتنه کړې ده. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا له یوه هېواد سره د بشري چارو په خاطر د ملګرو ملتونو له لوري تر ټولو لویه غوښتنه ده، خو د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیرک وايي چې تر اوسه پورې یوازې د ۱۳ سلنې مرستې ژمنه شوې ده. Читать дальше...
ګارډین له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډین "له افغانستان سره د بشردوستانه ژمنو" پر ننني کنفرانس یوه لیکنه کړې ده. دا کنفرانس په جنوا کې ترسره کېږي او د حکومتونو مشران له افغانستان سره پر مالي او بشري مرستو خبرې پهکې کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش دا مجازي یا انلاین کنفرانس داسې مهال پرانیزي چې د افغانستان حاکمانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تر دوهم اعلان پورې ځنډولي دي. ملګري ملتونه له جرمني، بریتانیا او قطر سره په ګډه د دې کنفرانس کوربهتوب کوي او داسې مهال جوړېږي... Читать дальше...