د امریکا د کانګرس غړي، د کانګرس دواړو جرګو ته د ولسمشر بایډن د کلنۍ وینا پر مهال، د اوکراین خلکو او دولت ته د درناوي په دود پر پښو ودریدل. بایډن په دې وینا کې د روسي ځواکونو په وړاندې د اوکراین د خلکو او ولسمشر ویلادیمیر ځېلینسکی مبارزه د نړیوالو لپاره الهام بښوونکي وبلل. بایډن وویل د روسیې ولسمشر پوتین پر اوکراین برید سره لویه تیروننه وکړه. د ولسمشر بایډن د وینا پر مهال په واشینګټن کې د اوکراین سفیر هم په کانګرس کې موجود و. د جو بایډن د تېرې شپې د وینا ځینې برخې دلته لیدلی شئ.
روسي ځواکونه داوکراین د ګڼ میشتو ښارونو او سیمو بمبارد ته دوام ورکوي. د روسي ځواکونو د برید په اوومه ورځ هم داوکراین هیڅ کوم لوی ښار ددوی تر ولکې لاندې رانغی. رپوټونه وايی په شمال ختیځ کې خارکییف ښار ترسخت بمبارد لاندې دی. روسیې دتیرې پنجشنبې په ورځ په اوکراین باندې خپل هوايي ، ځمکنی او سمندري برید پیل کړ. نړیوالې ټولنې دغه برید وغانده او په اوکراین یی سخت بندیزونه ولګول. دغه رپوټ دپلازمېنې کییف او خارکیف ښار په شمول دیوشمیر ښارونو دناوړه وضعیت لنډ تصویر وړاندې کوي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د وفاقي حکومت د حالت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې پر اوکراین د روسیې د حملې غندنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې له خپلو ملګرو سره په ګډه پر روسیې یوشمېر بندیزونه لګولي چې له وجې به یې هغه هېواد د اربونو ډالرو له تاوان سره مخامخ شي. روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او ویې ویل چې د دې کار موخه هغه هېواد "بې وسلې" کول دي. د بایډن د وینا په اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانس د ویډیوګانو پر اساس په جوړ رپورټ کې.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟
د سترې محکمی یو شمېر مخکېني کارکوونکي وایي، د طالبانو حکومت په راتګ سره له کاره شړل شوي او اوسیې برخلیک نهدی معلوم. د سترې محکمې دا مخکېني معترض غړي شکایت لري چې د سترې محکمې ساتونکو او د طالبانو حکومت نورو ځواکونو د دوی اعتراضیه ناسته ګډه وډه کړې او دوی ته د اعتراض اجازه نهورکوي. دوی چې خپل شمېر ۲۰۰ تنه ښیي، ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبي په ورځیې «۱۴۰۰ کال د کب ۱۱» د سترې محکمې په وړاندې اعتراض وکړ. دوی په کابل کې د اعتراض په مهال د خپل شپږ میاشتنۍ تنخوا د ترلاسه کولو او دغهراز تقاعد کېدو غوښتنه وکړه. Читать дальше...
اسلام اباد های کورټ د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي لپاره حکومت ته د قانون جوړونې سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې یوشمېر دیني عالمانو په تېرو وختونو کې د واده لپاره د عمر د حد لوړولو مخالفت کړی دی.
پر اوکراین اوومۍ ورځې ته د روسیې د جګړې له غځېدو سره روسي ځواکونه د خلکو پر ګڼ مېشتو ښارونو بمباري ته دوام ورکوي او پراشوتستانیې هم د هوا له لارې د دې هېواد دوهم لوی ښار خارکیف کې کوز شوي دي. په دې وروستیو ورځو کې د دې ښار په مرکزي برخه کې د روسیې د توغندویویي بریدونو په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د اوکراین چارواکو نن وویل چې د روسي ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې یو پوځي روغتیایي مرکز، د ملي پولیسو مرکزي دفتر او یو پوهنتون په نښه شوي و. د سیمې والي اولې سیونیهوبوف نن... Читать дальше...
د جرمني صدراعظم اولاف شولز پر ایران غږ وکړ چې د پاتې هرې ستونزې د هواري لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي او د خپل اټمي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال د تړون د بیا راژوندي کولو لپاره دې یوې موافقې ته ورسېږي. شولز نن په بیتالمقدس کې د اسرائیل له صدراعظم نفتالي بنت سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې لېواله دي د ویانا په خبرو کې په دې اړه یوه موافقه ترلاسه شي. هغه زیاته کړه چې اوس د دې وخت دی چې یوه پرېکړه وشي او دا موضوع باید نوره اوږده نهشي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تېرې... Читать дальше...
د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رايټس واچ) وایي چې حکومتونه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او طالبان باید یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کار وکړي چې د افغانستان نړیوال بانکي سیستم ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ افغانستان کې د اوسني بشري ناورین د راپور په څنډه کې، د "افغانستان د بشري ناورین د حل لپاره باید څه وشي؟" تر عنوان لاندې تازه راپور په خپرولو سره لومړی دغه وړاندیز کړی دی. دغه سازمان د افغانستان د اوسني بشري وضعیت د حل لپاره نږدې ۸ حل لارې وړاندې کړې دي. د دغه سازمان... Читать дальше...
د پاکستان حزب اختلاف د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پیپلز پارټۍ مشران نه يوازې په خپلو کې ناستې ډېرې کړي بلکې د واکمن تحريک انصاف له متحدينو سره هم ليده کاته کوي. د حزب اختلاف د دې هلو ځلو په ځواب کې تحريک انصاف او خپله وزیراعظم عمران خان هم له اتحاديانو سره ملاقاتونه پیل کړي دي. پوښتنه دا چې د حزب اختلاف له خوا د عمران خان پرضد د عدم اعتماد اقدام څومره جدي دی او ایا دې وزیراعظم پرېشانه کړی دی او که... Читать дальше...
ارزګان کې خلک وايي، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره ورځ یو شمېر بېوزلو خلکو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) مواد چور کړي دي. د سیمې يوه اوسېدونکي سردار ولي افغان نن «چهارشنبه د کب ۱۱» نېټه ازادي راډيو ته وويل چې تېره ورځ د ترينکوټ «مهربات» سيمه کې بېوزلو خلکو په يوه خوله د خوړو نړیوال پروګرام خوراکي مواد چې د «اېاېنسيسي) خصوصي انجو او یا هم مؤسسې لهخوا د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ ته انتقالېدل چور کړي او له ځان سرهيې وړي دي. هغه وايي، د سیمې خلک چې زيات بېوزله دي اړ شول ترڅو د يادې مؤسسې خوراکي توکي چور کړي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د مس عینک کان د کېندنې چارې ۱۴ کاله مخکې له یو چیني شرکت سره لاسلیک شوي، خو لا یې هم کار نهدی پیل شوی. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د راپور له مخې، د افغانستان د مسک عینک کان چې ۲۴۰ میلیونه ټنه تیګه لري او ۲،۳ برخهیې مس دي، په نړۍ کې د مسو له لویو کانونو ګڼل کېږي. ټول ارزښتیې له ۵۰ میلیارده ډالره زیات ښودل شوی دی. د لومړنۍ سروې له مخې که دغه کان وکېندل شي په کلني ډول به افغانستان له دې درکه شااوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالره عاید ولري. د مس عینک کان د کابل جنوب لوېدیځ... Читать дальше...
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
داسې مهال چې د طالبانو حکومت د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې په خپلې بېطرفۍ ټینګار کوي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق ازادي راډیو ته مني چې پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړې ته مثبته رایه ورکوي. ښاغلي فایق تېره شپه ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې دا خبره تأیید کړه، خو ډېر جزئیاتیې ورنهکړل. په دې سره افغانستان رسماً د هغو هېوادونو په ډله کې شاملېږي چې پر اوکراین د روسیې برید غندي، هر څه ژر له دې هېواده د روسي عسکرو د وتو غوښتنه کوي او... Читать дальше...
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل نن اوومې ورځې ته غځېدلی، خو تر اوسه دغو ځواکونو د اوکراین هېڅ یو لوی ښار هم نهدی نیولی. د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون د دې هېواد پر لویو ښارونو د روسي ځواکونو حملې دوام لري. د چارو د کتونکو په باور داسې ښکاري، مخکې له دې چې روسي ځواکونه ښارونو ته ننوځي، غواړي په درنو وسلو سره ډېره ویجاړي رامنځته کړي. تر اوسه روسي ځواکونو د اوکراین په شمال ختیځ لوی ښار خارکیف ډېرې حملې کړي چې په نتیجه کې په لسګونو کسان وژل شوي دي. دغو ځواکونو په وروستیو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له لوري پر طالبانو د فشار د زیاتېدو غوښتونکی دی. ښاغلي بلېنکن پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هڅې دوه چنده شي او پر طالبانو باید فشار راوستل شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. ښاغلي بلېنکن وویل: "پر طالبانو باید فشار راوړو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. Читать дальше...
د ګوګل اروپايي څانګه وايي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر د کرملېن د پلوي خبري چینلونو ار ټي او سپوتنیک اړوند یوټیوب چینلونه بندوي. ګوګل چې یوټیوبیې یوه برخه ده، پرون پر ټویټر خبر ورکړ چې دا پرېکړه سمدستي عملي کېږي، خو یادونهیې کړې چې وخت په کار دی څو سیستمونهیې په بشپړ ډول بند کړي. همداراز ټویټر اعلان کړی چې پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو له انفاذ سره په یوه وخت کې به د ار ټي او سپوتنیک رسمي حسابونه بند کړي. د ټویتر د ادارې یوه مسئول چارواکي روېټرز خبري اژانس ته دا خبره تأیید کړې ده.
د نړیوال بانک مشرتابه بورډ هغه پلان تأیید کړ چې له مخې یې د افغانستان د بیارغونې له کنګل شویو پیسو څخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو د کارولو اجازه ورکوي. د نړیوال بانک د اعلان له مخې دې پیسو ته د تعلیم، کرنې، روغتیا او د کورنیو لپاره د پروګرامونو د تمویل په برخو کې سمدستي اړتیا لیدل کېږي. د پلان له مخې دا پیسې طالبانو ته چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي نهورکول کېږي، بلکې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو او د نړیوالو خیریه ټولنو لهخوا به د افغانستان له خرابېدونکي بشري حالت او اقتصادي بحران سره د مرستې په برخو کې ولګول شي. Читать дальше...
ولسمشر جو بایډن د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د خلکو د مبارزې ستاینه وکړه او ژمنهیې وکړه چې امریکا بهیې ترڅنګ ودرېږي. ښاغلي بایډن د استازو جرګې په غونډه کې ملت ته په لومړنۍ رسمي وینا کې پر اوکراین د بېدلیله او له مخکې پلان شوي عمدي برید په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وغانده. په استازو جرګه کې چې عموماً د ډیموکراتانو او جمهوريپالو په قطبونو وېشلې وي، دا ځل د ولسمشر بایډن د وینا هرکلی وشو او ډېری وکیلانو د اوکراین بیرغونه رپول. ښاغلي بایډن اعلان وکړ چې امریکا د روسیې د الوتکو... Читать дальше...
د سوات په ګبين جبه کې پر واورو د لوبو مېلې تر سره شوه. حکومتي چارواکي وايي چي ګبين جبه د سيلګرۍ لپاره يو نوی ځای دی. مېلې ته ورغلي سيلانيان او ځايي ولس وايي چې راتلونکي وخت کې ګبين جبه د سيلګرۍ يو لوی مرکز ګرځېدلای شي. د مشال راډيو خبريال نياز احمد خان يې په اړه ويډيويي راپور راکوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري په کابل کې د کور په کور تلاشیو د درېدو غوښتنه وکړه. دې سازمان په یو لړ ټویټونو کې چې پرونیې خپاره کړل د یو شمېر رسنیو په وینا لیکلي دي چې طالبان د خلکو شخصي کورونو ته ورننوځي او په کورونو کې وېره خپروي. د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یاغیانو، اختطافچیانو، غلو او جنایتکارانو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې دا ډول عملیات تر ډېره افغان نجونې او ښځې زیانمنوي.
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اورونو لړۍ پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبې سر له سبا شروع کېږي: "ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورونو لوبو لړۍ پنجشنبه پیل شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ به د شل اورونو دوه نړیوالې لوبې ترسره شي. د دغو لوبو لپاره افغان لوبډلې ښه چمتووالی نیولی او که خدای کول پایله بهیې هم ښه وي." افغان لوبډله به د شل اورونو دوهمه لوبه د شنبې په ورځ له بنګلهدېش سره وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ یوه نااشنا ډیپلوماتیکه هڅه روانه ده. د دواړو هېوادونو استازو پرون په پلازمېنه اسلاماباد کې د اوبو پر لانجې خبرې وکړې. په دې غونډه کې پاکستان د برېښنا د ۱۰ بندونو د جوړېدو پر سر اعتراض وکړ او ویېویل چې دا د (اینډس د اوبو) د تړون مخالفه هڅه ده. په ۱۹۶۰کال کې دواړو هېوادونو د نړیوال بانک په منځګړیتوب د شپږو هغو سیندونو د اوبو د وېش تړون وکړ چې د دوی ترمنځ شریک دي. د تړون له مخې هند په ختیځ کې د سولتج، بیاس او راوي؛ او پاکستان لوېدیځ لور ته د انډس، جیهلم او چناب د اوبو واک ترلاسه کړ. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون وویل چې روسي پوځیانو په خارکیف کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. ده روسیه په ترورېزم تورنه کړه. بل لور ته په پلازمېنې کیف کې روسي ځواکونو د ټلوېزیون برج ویشتلی دی چې د ولسمشر زلنسکي په وینا په دې برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. په اوکراین کې د جګړې اوونۍ پوره شوه او هلته بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې د اوکراین خلک له سخت حالت سره مخامخ دي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "د روسیې د بشري حقونو د سرغړونو... Читать дальше...