د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز لګولی دی. بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د طالبانو د دغې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي. د بي بي سي ځینې پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمهییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې. د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له لوري هم غندل شوی دی. طالبانو تر اوسه رسماٌ په دې اړه څه نهدي ویلي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په تېرو دريو اوونيو کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ، مانسهره، دير، د پنجاب په کماليه او په پلازمېنه اسلام اباد کې جلسې کړې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند دا جلسي وروسته له هغې کړي چې په قامي اسمبلۍ کې مخالفو سياسي ګوندونو د وزيراعظم پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړی او په راتلونکو ورځو کې به پرې رايې اچول کېږي. مخالفو سياسي ګوندونو هم ولسي غونډو ته دوام ورکړی دی خو څيړونکو ته د اپوزېشن غونډې عادي مګر د حکومت هغه غيرعادي ښکاري. د سياسي چارو شنونکي زاهد حسين د مارچ پر ۲۷مه مشال... Читать дальше...
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښیي. دغه ټولنه د دې کار پایله ښه نهګني او ټینګار یې کړی چې دا کار د رسنیو کارکوونکي نهیلي کوي او د کار له دوامیې راګرځوي. د دغه ټولنې د رسنیو د برخې مسؤل مسرورر لطفي ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نیونې د رسنیو کورنۍ اندېښمنه کړې ده. دی زیاتوي: "د خبریالانو نیونه او بېرته خوشې کول، په داسې حال کې چې د نیونې په تړاو یې له رسنیو سره هېڅ... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بیتالمقدس کې له خپل اسرائیلي او د خلیج د څلورو نورو هېوادونو له سیالانو سره په خبرو کې ملګری شو. تمه کېږي دغه مذاکرې د ایران د اټمي تړون پر بیا راژوندي کېدو متمرکزې وي. د دغو خبرو کوربه اسرائیل د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون چې د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی و، مخالفت کړی دی. د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د اټمي تړون د بیاژوندي کېدو لپاره مذاکرو ته دوام ورکړی دی. د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان کړی و.
د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د قطر په پلازمینې دوحا کې یوې غونډې ته ویلي چې طالبان دې په افغانستان کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو سکولونه خلاص کړي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ویسټ بیا ویلي چې طالبانو د سکولونو له نه خلاصولو سره د افغانانو باور مات کړی دی.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا په لومړیو شیدو یا ورږو/ کنډ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند مولوي محمود اعزام نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل د مسموم شویو له ډلې یو تنیې ساه ورکړې او ۴ تنه په کوما حالت کې دي. د اعزام په خبره په مسموم شویو کې ۱۲ ښځي او یو شمېر ماشومان هم دي. د کلیوالي دود له مخې کله چې کلي کې غوا لنګه شي، نو کلیوالیې پر شيدو نور کسان مېلمانه کوي او شيدې یې پر کورونو وېشي.
دا اوونۍ مو “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی عرفان خان مېلمه کړی وو. عرفان خان خوښ دی چې په وروستیو کې يې اول د خيبر په تيراه او ورپسې په اورکزو کې د حکومتي ادارو او پوځ په مرسته کنسرټونه ورکړل. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په بلوچستان کې ځوانو ډاکټرانو او روغتیا پالانو د خپل احتجاج په پراخولو سره د مارچ له ۲۶مې څخه د ټولو سرکاري روغتونونو بېړنۍ څانګې (ایمرجنسي) تړلې دي. د دې ډاکټرانو د اتحادیې وياند، ډاکټر کليم الله کاکړ د مارچ په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې یې حکومت غوښتنې نه دې منلې. هغه زیاته کړه چې حکومت د دې پر ځای چې خپلې کړې وعدې پوره کړي، د مارچ په ۲۴مه یې د دوی ګڼ ملګري ونيول او پولیسو د ځان سره ويوړل. د مارچ په ۱۶مه د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې صوبايي حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که... Читать дальше...
د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف او د حزب اختلاف اتحاد پي ډي اېم نن (مارچ پر ۲۷مه) په اسلام اباد کې د خپل ولسي زور د ښکاره کولو په خاطر جلسې کوي. د تحريک انصاف او پی ډي اېم د ملاتړو قافلې دا مهال د اسلام اباد پر لور روانې دي چې پکې ځينې د ښار ته رسېدلې هم دي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د تحريک انصاف غونډې ته وينا کوي او د اپوزيشن مشران به بیا خپلې جلسې ته ويناګانې کوي. دا په داسې حال کې ده چې حزب اختلاف د قامي اسمبلۍ په سېکټرېټ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی... Читать дальше...
یو شمېر افغان ښځو له طالبانو وغوښتل چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زدهکوونکو پر مخ دې له قید او شرط پرته د ښؤونځیو دروازې پرانیزي. د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو زدهکوونکو د مخنیوي په غبرګون د اعتراضونو په دوام، د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۰۷» هم د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې» له لوري اعتراضیه خبري ناسته وشوه. د دغې ناستې د تنظیموونکو او ګډونوالو غوښتنه د متوسطې او لېسې دورې نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو خلاصون و. د سولې او ازادۍ... Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې پر بډایه روسانو لګول شوي بندیزونه په هغه صورت کې لیرې کېدای شي چې پوتین په اوکراین کې جکړه پای ته ورسوي او ژمنه وکړي چې نور به يرغل نه کوي. د لیز ترَاس دا خبرې پوتین ته یوه نوې بلنه ګڼل کېږي چې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې د نړیوالو بندیزونو له کبله روسیې ته د اووښتونکي زیان مخه ونیسي. تراس د سنډې ټلګراف سره په مرکه کې چې د مارچ په ۲۷مه خپره شوه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره د "مذاکراتو واحد" رامنځته کړی دی. د بریتانیا... Читать дальше...
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د کابل ټولو پارکونو ته د نارینهوو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه به مېرمنې کولای شي پارکونو ته لاړې شي، په دې شرط چې شرعي حجابیې رعایت کړی وي. اعلامیه زیاتوي نارینه به کولای شي د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو پارکونو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو پر دغې پرېکړې ځینو سازمانونو انتقاد کړی دی. له دې جملې د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیال مشرې هیدر بار... Читать дальше...
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله یو کس زخمي شوی دی. په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال حافظ رشید وایي دغه پېښه نن سهار هغه وخت وشوه کله چې یوه دکاندار په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي انتقالول. د نوموړي په خبره په پېښه کې دغه کس زخمي شوی. دا چې چاودېدونکي مواد چېرې او د کوم هدف لپاره انتقالېدل په دې اړه طالبان څه نهوایي.
د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د تهران د اټمي پروګرام د محدودولو لپاره له یوه تړون سره سره به د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب بندیزونه دوام مومي. رابرت مالي دا خبره د یکشنبې په ورځ په قطر کې یوه کنفرانس ته وکړه. ایران ټینګار کړی چې د اټمي تړون د بیا احیا لپاره په مذاکرو کې د ترورېستي سازمانونو له لېست څخه د سپاه پاسداران انقلاب د نوم لیرې کېدل هم شامل دي، خو د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د ایران دغه ځواک به د امریکا د قوانینو له مخې د بندیزونو په فهرست کې پاتې وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پولېنډ ته د سفر په وخت ويلي پر اوکراین د روس یرغل په نړۍ کې د جمهوريت په وړاندې ننګونه او د اوکرانيانو مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه ده. د مارچ په ۲۶مه، بایډن د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا په مهال چې شا او خوا ۱۰۰۰ کسان ورته ناست وو، وويل چې کریملین په روس کې دننه د جمهوریت ځپلو هڅه کوی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخوي. هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي. بایډن له واکه د ویلادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او وې ویل چې پوتین په واک کې نهشي پاتې کېدای. Читать дальше...
یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین په لوېديځ کې روسیې راکټي حملې وکړې، د مارچ په ۲۷مه په لویف کې د تېلو په یوه زېرمه کې اور ولګېد. دا پر اوکراین د روسیې د حملو له پیل راهیسې د اوکراین په لوېدیځ ښار کې تر ټولو د پام وړ برید ګڼل کېږي. د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې د لویف په څنډو کې څلور توغندي ولګېدل او یوه بل برید تأسیساتو ته زیان واړاوه او لږ تر لږه پنځه کسانیې ټپیان کړل. لویف هغه ښار دی چې د پولنډ له پولې شااوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې پروت دی او سلګونه زره بېځایه شوي اوکراینان ورغلي دي. د... Читать дальше...
د طالبانو د عمومي بخښنې له اعلان سره سره، د جمهوري نظام د یو شمېر سرتېرو کورنۍ ادعا کوي چې د کورنۍ غړي یې طالبانو وژلي دي. دوی وايي، د طالبانو رژیم په خپلو ژمنو نهدی ولاړ او اوس هم د مخکېنیو نظامیانو او د لوړپوړو چارواکو پلټنه کوي. د دې پېښو تازهیې د مارچ په ۲۲مه ماښام مهال د کابل د شکردرې ولسوالۍ د کوچکین په کلي کې وشوه. دې سیمه کې د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست یو لوړپوړی افسر احمدزی حبیبي په نښه شو. یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله... Читать дальше...
د تعليم مبارزې او د سولې نوبيل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پر طالبانو غږ کړی چې ټولو نجونو ته د تعليم او ښځو ته د کار حق ورکړي. نوموړې د مارچ په ۲۶مه د قطر په سرښار دوحه کې په يوه غونډه کې وويل چې تر څو طالبان ټولو افغان ښځو ته حق ورنه کړي تر هغه یې بايد نړیوال په رسميت ونه پېژني. ((د ښځو حقونو ورکړه بايد د ديپلوماتيکې پېژندنې لپاره يو داسې شرط وي چې هېڅ جوړجاړی پرې ونه شي.)) ملالې تر دې مخکې ويليوو چې طالبانو له ځواکمنو ښځو او تعليم يافته نجونو ويريږي ځکه یې پرې ښوونځي بند کړي دي. خو په دوحه کې... Читать дальше...
د مارچ په ۲۷مه د پاکستان حکمران تحريک انصاف او د مخالفو سیاسي ګوندونو د اتحاد غړي په اسلام اباد کې د جلا جلا جلسو لپاره ورټول شوي. د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپلې جلسې ته د امر باالمعروف نوم ورکړی او پرېډ ګراونډ ته یې خپل پلويان ورجمع کول پيل کړي دي. د دې ګوند غړي د هېواد له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته رسېدلي او ځيني یې لا هم پر لاره دي. بلخوا له اپوزیشن ګوندونو جوړ، پاکستان جمهوري غورځنګ بېلابېلو ګوندونو پلويان هم اسلام اباد ته ورغليدي. دوی خپلې جلسې ته د ګرانۍ ختمولو نوم ورکړی دی. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت له لوري له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د بندوالي په اړه د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې دا ځل قطر پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته دې ښوونځیو ته د تګ اجازه وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني «اېن بي سي» ټلوېزیون سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې چې نجونو ته د زدهکړو اجازهیې نهده کړې، دوی تهیې ټکان ورکړی دی. دی زیاتوي: "هغه څه چې دوه ورځې مخکې وشول موږ يې هيښ (شاکه) کړو او موږ خپله ژوره اندېښنه او ناراحتي څرګنده کړه او... Читать дальше...
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وايي، له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د نهپرېښودو په اړه د طالبانو پرېکړه بوږنوونکې وه او له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د زدهکړو د حق د ورکولو او پراخبنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د منځکړیتوب د رول دفاع وکړه. قطر له ډېرو کلونو راهیسې... Читать дальше...
د اوکراین لویه څارنواله وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي. ایرینا وندیکتووا تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه کښلي چې د جګړې په تېرو ۳۱ ورځو کې ۱۰ نور خبریالان ژوبل شوي دي. له بلې خوا د جرمني خبري اژانس ویلي چې څېړنې ښيي چې تر اوسه پورې د اوکراین په جګړه کې د رسنیو پر ۶۵ استازو حملې شوې دي چې د هغو په منځ کې ۱۵ یې بهرني خبریالان دي.
د طالبانو حکومت د سعودي عربستان پر جدې ښار برید غندلی او د تېلو پر تأسیساتو او ملکي اهدافو برید یې بللی دی. ایران پلوو حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ پر جدې ښار د توغندیو برید وکړ او د تېلو زېرمې یې په نښه کړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملکي اهدافو په نښه کول غندي. ښاغلی بلخي زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې باور دی چې دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر د افغانستان پر درې لویو بندونو د رغنیز کار د پیل خبر ورکوي. د باختر اژانس د راپور له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو د نړیوالې ورځې په مناست په کابل کې یوه جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل د کجکي، شاه و عروس او کمال خان پر بندونو کار بیا پیل شوی دی. اژانس د نوموړي له قوله زیاتوي چې وايي، هڅې روانې دي چې د څو نورو پروژو د رغونې چارې هم پیل شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په وارسا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د لیدنې پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ. بایډن دا څرګندونې پرون هغه مهال وکړې چې د روسیې د ولسمشر په اړه د ده نظر وپوښتل شو او ده په ځواب کې وویل، هغه یو قصاب دی. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د کرملېن یو ویاند په غبرګون کې وویل چې دا څرګندونې د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کېدو پر احتمال ناوړه اغېز کولای شي.