Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جو بايدڼ: د روسي ځواکونو پر ضد د اوکراين مقاومت د ازادۍ لپاره جنګ دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پولېنډ ته د سفر په وخت ويلي پر اوکراین د روس یرغل په نړۍ کې د جمهوريت په وړاندې ننګونه او د اوکرانيانو مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه ده.

د مارچ په ۲۶مه، بایډن د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا په مهال چې شا او خوا ۱۰۰۰ کسان ورته ناست وو، وويل چې کریملین په روس کې دننه د جمهوریت ځپلو هڅه کوی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخوي. هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي.


بایډن له واکه د ویلادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او وې ویل چې پوتین په واک کې نه‌شي پاتې کېدای. نوموړي همداراز اروپا ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې پر اوکراین د روس یرغل د ناټو او لوېدیځ د لا پراختیا باعث شو. ((په ختیځه اروپا کې د ناټو د سرتېرو شمېر هسې چې روس غوښتل کم نه، بلکې زیات شو.))




روس د فرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړی دی. په تېره يوه اونۍ کې روسي ځواکونو پر اوکراين خپلې حملې لا پسې پراخه کړې دي.


د روس د دفاع وزارت د مارچ په ۲۷مه وويل چې په لیویف ښار یې د کره نښه ويشتونکو کروز میزایلو حمله کړې ده. د بیان ترمخه، په دې برید کې یې د تیلو یو ډیپو او د پوځي ګاډو د مرمت کولو یو مرکز ویشتلی دي. د مارچ په ۲۶مه، هم د روس الوتکو پر دې ښار بمباري کړې وه او  دغلته د تیلو ذخیره کولو په مرکز کې لګیدلی اور يوه ورځ وروسته لا نور پسې په زیاتېدو دی. 




خو د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یو سلاکار وادیم دینایسینکو بیا ویلي چې روس یې د تیلو او خوراک ذخیره کولو مرکزونه تباه کول پیل کړي دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې د روسي ځواکونو له ورستیو خوځښتونو داسې ښکاري چې د اوکراین پر ضد د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین جګړه پلانوونکي د تازه ځواکونو په وسیله د نویو بریدونو لپاره تیاري کوي.


د مارچ په ۲۶مه، روسي ځواکونو د هغې سیمې واک تر لاسه کړ چیرته چې د غیر فعاله چرنوبيل ايټمي پلانټ کارکونکي اوسیږي. دوی د لږ وخت لپاره د دغې سیمې ښاروال هم نيولی وو چې له امله یې خلکو مظاهرې وکړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus