Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملاله يوسفزۍ: که طالبان افغان نجونو ته حق نه ورکوي،‌ بايد په رسميت ونه پيژندل شي

د تعليم مبارزې او د سولې نوبيل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پر طالبانو غږ کړی چې ټولو نجونو ته د تعليم او ښځو ته د کار حق ورکړي. 

نوموړې د مارچ په ۲۶مه د قطر په سرښار دوحه کې په يوه غونډه کې وويل چې تر څو طالبان ټولو افغان ښځو ته حق ورنه کړي تر هغه یې بايد نړیوال په رسميت ونه پېژني. ((د ښځو حقونو ورکړه بايد د ديپلوماتيکې پېژندنې لپاره يو داسې شرط وي چې هېڅ جوړجاړی پرې ونه شي.)) ملالې تر دې مخکې ويلي‌وو چې طالبانو له ځواکمنو ښځو او تعليم يافته نجونو ويريږي ځکه یې پرې ښوونځي بند کړي دي. خو په دوحه کې د خبرو په وخت هغې ټينګار وکړ چې د طالبانو دا بندیز د تل لپاره نه‌شي عملي کېدای ځکه د دې په وینا ښځې اوس ځواکمنې شوې دي.




طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال کې په لومړۍ ورځ به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو دوی د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګي پورته تر خلاصېدو یوازې څو ساعته وروسته د دغو ښوونځیو د بیا تړلو امر وکړ. د طالبانو د تعليم وزارت وياند، عزير احمد ريان د مارچ په ۲۳مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا ښوونځي به هغه وخت پرانيستل کېږي چې "کله په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي."


طالبانو د دې شرعي چوکاټ‌ تشريح نه ده کړې. په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا جلا دي. نړيوالو د طالبانو پر دې پرېکړه سخت غبرګون ښودلی دی. د بریتانیې، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې لوړ رتبه استازي د مارچ په ۲۵مه په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.


د مارچ په ۲۶مه د "دوحه فورم" په نامه دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هيله وښوده چې طالبان به په نيږدې ورځو کې له شپږمو د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندولو پرېکړه بېرته واخلي. نوموړې په دې غونډه کې د افغان نجونو روباټیکس ټېم مشرې روبا محبوب ته د قطر هېواد د یوې نړیوالې جایزې ورکړه هم وستايله او وې ویل چې د دې ټېم بریا ثابتوي چې افغان ښځې په تعليم سره څومره لاسته راوړنې کولی شي. 




 


امریکې د طالبانو لخوا د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نه پرانیستلو د اعلان په غبرګون کې د طالبانو له استازو سره د مارچ په ۲۵مه په قطر کې پلان شوې غونډه هم لغوه کړه.


د قطر او ترکیې هېوادونو هم پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته دې احترام وکړي او د نجونو لپاره دې ټول ښوونځي پرانیزي. افغان ښځو د مارچ په ۲۶مه په کابل کې د ښوونځيو پرانیستلو لپاره مظاهرې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې دا بنيادي بشري حق دې ترې نه اخیستل کيږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus