بریتانیا: اوکراین کې دې جګړه ختمه شي څو پر بډایه روسانو بندیزونه لیرې کړو
د لیز ترَاس دا خبرې پوتین ته یوه نوې بلنه ګڼل کېږي چې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې د نړیوالو بندیزونو له کبله روسیې ته د اووښتونکي زیان مخه ونیسي.
تراس د سنډې ټلګراف سره په مرکه کې چې د مارچ په ۲۷مه خپره شوه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره د "مذاکراتو واحد" رامنځته کړی دی.
د بریتانیا صدراعظم خبرداری ورکړی چې لندن او متحدین بهیې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه پر ملاتړو بندیزونه «په پرلهپسې ډول» زیات کړي.
تراس وویل: "دا بندیزونه به د بشپړ اوربند او وتلو سره پای ته ورسېږي، خو روسیه باید دا ژمنه هم وکړي چې نور به هېڅ ډول تېری نهکوي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي بیا بیا له پوتین څخه غوښتي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو ته کېني.
ولادیمیر پوتین څه باندې یوه میاشت مخکې پر اوکراین د بشپړ یرغل اعلان وکړ او دا اقدامیې د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ شو.