Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له طالبانو د قطر د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه: افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ

د طالبانو د حکومت له لوري له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بندوالي په اړه د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې دا ځل قطر پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته دې ښوونځیو ته د تګ اجازه وکړي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني «اېن بي سي» ټلوېزیون سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه‌یې نه‌ده کړې، دوی ته‌یې ټکان ورکړی دی.


دی زیاتوي: "هغه څه چې دوه ورځې مخکې وشول موږ يې هيښ (شاکه) کړو او موږ خپله ژوره اندېښنه او ناراحتي څرګنده کړه او  له دوی مو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي."


عبدالرحمن ال‌ثاني له طالبانو دا هم وغوښتل چې دوی دې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمني عملي کړي، نجونې دې ښوونځیو ته پرېږدي او ټول‌شموله حکومت دې جوړ کړي.




قطر هغه هېواد دی چې میاشتې یې د طالبانو او امریکا او بیا د طالبانو او د افغانستان تېر جمهوري نظام چارواکو ترمنځ د سولې پروسې منځګړیتوب کړی دی، طالبان په دغه هېواد کې سیاسي دفتر لري او اکثراً خپلې بهرنۍ اړیکې له دغه ادرسه له نړیوالو سره پالي.


هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند نظر واخلو، خو نوموړي وویل چې د دوی د حکومت له عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد یا یې له مرستیالانو معلومات واخلو، خو زموږ مکررو اړیکو او پیغامونو ته نه ښاغلي مجاهد او نه‌یې هم مرستیالانو ځواب راکړ.


خو مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو په یو خبري کنفرانس کې ويلي و چې نجونو زده‌کوونکو ته به وروسته له هغې چې د دوی د ښوونځي د لباس د څرنګوالي په اړه پرېکړه وشي، ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړل شي.


د طالبانو د حکومت چارواکو ژمنه کړې وه چې د هېواد په سړو سیمو کې به د ښوونیز کال په پیل کې ټولو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکوي، خو دوی د حمل په درېیمه د نوي ښوونیز کال د زنګ له کړنګېدلو سره هم‌مهاله له دې پرېکړې په شا شول او له نجونو یې وغوښتل چې تر بل امر پورې به د ښوونځي دروازې د دوی پر مخ تړلې پاتې وي.


د طالبانو دا کار په کور دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر غبرګونونو هم د دې لړۍ یوه برخه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus