Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پنټاګون کابل کې د امریکا هوايي حمله کې په نښه شوې کورنۍ ته پر غرامت ورکولو کار کوي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۹مه د دوی د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې قرباني شوې کورنۍ یې له یاده نه‌ده وېستې.


د پنټاګون ویاند جان‌کربي پرون رسنیو سره خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی امریکا ته د دې کورنۍ د لېږد او ورته د غرامت په ورکولو کار کوي.


ښاغلی کربي وايي: "د احمدي له کورنۍ تازه احوال‌ نه‌لرو، خو تاسې ته ویلی شم چې موږ متحده ایالاتو ته د هغه د کورنۍ د لېږد له یاده نه‌دی ویستلی. ډاډه اوسئ چې له مالي اړخه هم سم عمل کوو. پر دې بهیر لا کار روان دی او موږ یې په فعال ډول څارو. زه پوهېږم چې اوس‌مهال د پرمختګ ښکاره کولو لپاره ډېر څه‌ نه‌شته، خو دا په دې معنی نه‌ده چې ګنې ډېر کار نه‌‌دی شوی."


د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي دا هم وویل چې دوی دا موضوع په جدي ډول مخ ته وړي او ورته مهمه ده.




د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې دا برید څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر په هغه برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش اخیستی، د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا ۱۵۰ نور هم ټپیان شول.


زمری احمدي چې په دې پېښه کې د خپلې کورنۍ له ۱۰ غړو سره ووژل شو، ورور یې اېمل احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي او تمه ده چې ژر یې امریکا ته د لېږد بهیر پیل شي.


دی وايي: "کارونو کې مو یو څه پرمختګ شوی. په تمه یو چې پایله ورکوي. دې ته هم په تمه یو چې ژر ولېږدول شو."


ښاغلي احمدي وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې نیوکه کړې وه، له هغې ورځې چې پېښه شوې له دوی سره پرته له ژمنو او تش خبرو نور هېڅ هم نه‌دي شوي.


د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د  برید په لومړیو ورځو کې له دې حملې دفاع کوله او ویلي یې و چې په حمله کې یې د داعش سخت‌دریځي په نښه کړي و، خو وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د خپلې څېړنې پایله خپره کړه، د سپټمبر په ۱۷مه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مک‌کنزي دا ومنله چې دې برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي او دا حمله‌یې یوه تراژیدي او تېروتنه وبلله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus