Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام؛ د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک نامعلوم دی

د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو په دوام، د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی.


هغه ښځينه زده‌کوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه. 


دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د کانکور د کامیابه شویو زده‌کوونکو درسونه هم نه‌دي پیل شوي.


تبسم په تېر کال کې له ټولو ننګونو سره سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیولی دی. 


خو نوموړې وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په راتګ او د نجونو پر مخ د لېسو د دروازو تړل‌یې د زده‌کړو د دوام او پوهنتون ته د تللو هيلې مړاوې کړي.


تبسم وايي، که څه هم د کانکور ازموينې ته دوه مياشتې پاتې دي، خو په خبره‌یې د دې مهمې ازموينې د ترسره کېدو په اړه ورته څه نه‌دي ويل شوي.


تبسم زیاتوي: "دا لا څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به اخيستل کېږي او که نه، تر اوسه حتی په ولايتي کچه هم د کانکور ازموينه نه‌ده اخيستل شوې، موږ ډېر اندېښمن يو چې څه به کېږي؟ کله چې یې نجونې ښوونځيو ته پرې نه‌ښودلې، دا څرګنده نه‌ده چې څه به کېږي، کېدای شي د کانکور په ازموینه کې هم همداسې وکړي."




په وروستیو کلونو کې، د کانکور ازموینه د اوړي په میاشتو کې اخیستل کېده او د مني په سمستر کې به د نوي بریالي شویو زده‌کوونکو لپاره درسونه پیل کېدل.


خو سږکال د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت تر اوسه د کانکور ازموینې د اخیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي. 


د دې ترڅنګ، څه موده وړاندې د ۱۴۰۱ تعلیمي کال له پیل څخه لږ مخکې، دغه وزارت اعلان وکړ چې د تېر کال د کانکور ازموینې د بریالې شویو کسانو درسونه به د وري په میاشت کې پیل شي.


خو لا تر اوسه د دغو نویو محصلانو لپاره د درسونو د پیل په اړه څه نه‌دي ویل شوي. 


صادقه شېرزاد په ۱۴۰۰ کانکور ازموينه کې د هرات پوهنتون د انګليسي ادبياتو پوهنځي ته بريالۍ شوې ده.


دا وايي چې د روانې مياشتې په پيل کې يې د نوم‌ليکنې لپاره اړوندې څانګې ته ورغلې وه، خو ورته ويل شوي و چې تر راتلونکې خبرتيا پورې به‌يې ټولګي تعطیل وي.


صادقه وايي: "کله چې ما واورېدل چې پوهنتونونه پیل شوي، ورغلم، ما ته وویل شوه چې د نوي بریالي شویو کسانو درسونه لا نه‌دي پیل شوي او لا تر اوسه زموږ د درسونو د پیل کېدو خبر نه‌دی راغلی، زه د یوې نجلۍ په توګه او د هغه چا په توګه چې پوهنتون ته د بریالي کېدو لپاره مې زیاتې هلې ځلې کړي، هیله لرم چې درسونه ژر تر ژره پیل شي." 




هڅه مو وکړه چې د ١٤٠١ کال د کانکور ازموینې د نېټې په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نظر واخلو، خو د دغه وزارت وياند احمد تقي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.


طالبانو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستلو د ژمنې خلاف، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي.


دوی د خپلې دغه پرېکړې دلیل د مشرتابه امر بولي او وایې چې دوی د ښځینه زده‌کوونکو او ښوونکو د یونیفورم د اسلامي کولو لپاره په یوه پلان کار کوي، هغه اقدام څه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شو.


اوس د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو نجونو ترمنځ هم دا وېره خپره ده چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون او پوهنتون ته د تلو اجازه به ورنه‌کړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus