Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بخښنې سازمان: نړۍ باید له طالبانو سره خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه مطرح کړي

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د نقض په اړه د اندېښنو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه مطرح کړي.


د افغانستان لپاره د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه‌‌دی کړی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي.


مېرمن حمیدي زیاتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی. موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د له‌منځه تلو شاهد یو. طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه په خپلې ژمنې عمل نه‌دی کړی. موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو."




د بخښنې نړیوال سازمان په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره درې میاشتنی کمپاین پیل کړ او له ټولې نړۍ یې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په هدف د نږدې ۸۰ زره لاسلیکونو له راټولولو وروسته، د دې کمپاین غوښتنې ملګرو ملتونو ته واستولې. 


له بلې‌خوا فوزیه کوفي چې په قطر کې یې له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د ټیم د غړې په توګه خبرو کې ونډه درلوده وايي، طالبانو په خپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې د سولې د مذاکراتو پر مهال‌یې کړي.


دا وايي: "هغه روایت چې نړیوالو جوړ کړی و دا و چې طالبان بدل شوي، خو په عمل کې ولیدل شول چې طالبان نه‌دي بدل شوي او هغوی چې بدل شوي، نه‌‌غواړي له خپلې فکري حلقې راووځي او د خلکو په ملاتړ په ځانګړي ډول د ښځو لپاره څه وکړي."




په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله مسعوده کوهستاني وايي: "زمونږ وړاندیز دا دی چې د طالبانو ټول چارواکي له استثنا پرته تر تحریم لاندې راشي، سفرونه‌یې منع او په بهر کې یې پانګې کنګل شي، هغه هېوادونه چې له دوی په یو ډول ملاتړ کوي باید تحریم شي، د طالبانو له‌خوا بشري جنایتونه باید د نړیوالې محکمې له‌خوا وڅېړل شي."


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بخښنې نړیوال سازمان په ځواب کې وايي: "په افغانستان کې بشري حقونه تأمین دي، په هغه کچه چې په شریعت او اسلام کې ویل شوي، که څوک زموږ د څارنې لپاره وي موږ ستونزه نه‌لرو، موږ د بشر حقونو خوندیتوب ته ژمن یو، ستونزو ته په ورځني ډول رسېدنه کېږي، له هغو حقونو چې په ټوله نړۍ کې خلک برخه‌من دي دلته هم خلک برخه‌من دي او موږ کومه اندېښنه نه‌لرو."




د طالبانو له واکمنۍ د اتو میاشتو په تېرېدو سره ښځې په ډېری دولتي بنسټونو کې له کار کولو بې‌برخې دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او په یو شمېر نورو برخو کې هم پر ښځو محدودیتونه لګېدلي چې په افغانستان کې دننه او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus