ملګرو ملتونو په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت یوځایي د ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده. دا سازمان د ۲۰۲۲م زیږدیز کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره پنځه میلیارډه ډالر غواړي. د دې پیسو څلور اعشاریه څلور میلیارډه د افغانستان دننه د بشري مرستو لپاره دي او څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالر هم د هغو افغانانو لپاره چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي. د بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په جنیوا کې وویل چې سږکال... Читать дальше...
د قزاقستان ولسمشر د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د هېوادونو له ځواکونو وغوښتل چې د لسو ورځو په ترڅ کې دې له قزاقستانه ووځي. ولسمشرقاسم جومارت توقاییف په دوه زره نولسم کال کې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف په ځای وټاکل شو. داسې ښکاري چې په قزاقستان کې د تېرې اوونۍ ناکراري د واک پرسر د دغو دوو چارواکو د پلویانو ترمنځ وې، خو ولسمشر توقاییف وایي چې له بهره روزل شوېو ترهګرو په دې پېښو کې لاس درلود. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف وایي، د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د هېوادونو د امنیتي تړون ځواکونه به په دوو ورځو کې له قزاقستانه وتل پیل کړي. Читать дальше...
نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د لاورل میلر چې د بحران د نړیوالې ډلې له مدیرانو څخه ده یوه لیکنه خپره کړې. د مېرمن میلر له لیدلوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته حالات ناڅرګنده دي. نوموړې د امریکا له خوا د افغانستان بانک د پانګې کنګل کېدو او اقتصادي ستونزې ته په پام وړاندیز کړی چې په یو ناکام دولت د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره باید امریکا د طالبانو له حکومت سره کار وکړې چې د دې په تعبیر دا کار به د یوې ترخې ګولۍ د خوړلو غوندي وي. لیکوال... Читать дальше...
جنوبي کوریا وايي چې شمالي کوریا یو مشکوک بالستیک توغندی خپلو ختیځو سواحلو ته توغولی دی. د جنوبي کوریا په وینا، دغه توغندی ښايي تر هغه توغندي چې تر غږ یې سرعت زیات دی او شمالي کوریا تېره چهارشنبه ازمویلی و، لا پرمختللی وي. د جنوبي کوریا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی او د امریکا د متحدو ایالاتونو استخباراتي چارواکي په دې اړه په څېړنه او تحلیل بوخت دي. د شمالي کوریا له خوا دا تازه توغندی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته وتوغول شو. په نیویارک... Читать дальше...
د قزاقستان ولسمشر وايي، د روسیې تر مشرۍ لاندې د ګډ امنیتي تړون د سازمان پوځیان به په دوو ورځو کې له دغه هېواده وتل پیل کړي. د قاسم جومارت توقایف په خبره د پوځیانو وتل ځکه پیلېږي چې په دغه هېواد کې وضعیت په کرارېدو دی. د پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوریت کې تاوتریخجن اعتراضونه دومره خونړي وو چې په تېرو درېیو لسېزو کې یې ساری نه و لیدل شوی. توقایف نن پارلمان ته په ټلوېزیوني وینا کې وویل، د ګډ امنیتي تړون د سازمان د پوځيانو وتل به په لسو ورځو کې بشپړ شي. دغه پوځيان تېره اوونۍ هغه وخت... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالاتونه به په افغانستان کې پر بشري مرستو د ۳۰۸ ملیون ډالرو په ارزښت نوره بسپنه هم ولګوي. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، له دې مرستې سره له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره د امریکا د مرستو اندازه ۷۸۲ ملیون ډالرو ته ورسېده. د سپینې ماڼۍ ویاندې ایملي هورن نن په یوې اعلامیې کې وویل، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې دغه بشري مرستې به د خپلواکو بشري سازمانونو له لارې ولګول شي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو نن ویلي چې روان میلادي... Читать дальше...
د ځواکمنو میرمنو خوځښت د خپلو لاریونونو په دوام نن په کابل کې د حجاب په اړه د طالبانو د وروستي اقدام په غبرګون لاریون وکړ. د یاد خوځښت له بنسټګرانو مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چادرۍ او بورقه په افغانستان له دیني او فرهنګي اړخه هېڅ بنسټ نه لري. مونسه وایي:" چادرۍ او یا هم توره بورقه چې په اصل کې عربي لباس دی د افغانستان په فرهنګي او دیني برخه کې هېڅ رېښه نه لري او د افغانستان د مېرمنو په اسارت کې نیول دي، د افغانستان مېرمنې په قفس کې اچول دي، چادرۍ او توره بورقه د افغان مېرمنو... Читать дальше...
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یوې ناچاودې سرګلولې چاودنه کړې چې له امله یې دوه ښځې وژل شوي او يوه ځوانه نجلۍ ټپي شوې ده. د ننګرهار د لعلپورې ولسوال قاري ابوبکر نن سه شنبې(د مرغومې په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې نن له غرمې وروسته د لعلپورې ولسوالۍ په فتحې نوم سیمه کې په یوه کور کې یوې ناچاوده سرګلوله چۍ یوې ښځې له غره په خسو کې راوړې، چاودنه وکړه چې دوه مېرمنې یې ووژلې او یوه ځوانه نجلۍ یې ټپي کړه. د يادونې ده چې تېره ورځ هم په دغې ولسوالۍکې د هاوان یوې مرمۍ چاودنه کړې وه چې د ښوونځي نهه زده کوونکي یې وژلي وو او ۳ نور ټپيان شوي وو.
د کابل پوهنتون استاد پوهاند فیض الله جلال د چهارشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو په زندان کې له څلورو ورځني بند تېرولو وروسته خوشې شو. د ښاغلي جلال لور حسنا جلال له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ: "څو شېبې وړاندې مې له خپل پلار استاد فیض الله جلال سره خبرې وکړې، هغه د طالبانو له بنده ازاد شوی دی، له ټولو هغو ملګرو مننه کوم چې زما د پلار په خوشې کېدلو کې یې له موږ سره ملګرتیا وکړه، د افغانستان له خلکو مننه، د نړیوالې ټولنې مننه، د رسنیو له ملګرو څخه مننه چې د استاد غږ یې پورته کړ او فشار... Читать дальше...
د طالبانو د ننګرهار د والي ویاند ملا قاضي عادل په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند پر مړینه بې خبري وښوده. په پاکستان کې ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل، د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند مفتي خالد بلتي چې د محمد خراساني په نوم یې فعالیت کاوه پرون په ننګرهار کې وژل شوی دی. دغو سرچینو د دې وژنې د څرنګوالي په باب نور معلومات نه دي ورکړي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې خراساني ژوندی دی، خو په دې وروستیو کې یې له دې غورځنګ سره کومه دنده نه درلوده.
البرټ بورلا د جنورۍ پر ۱۱مه وویل، د اومیکرون بڼې د مخنیوي لپاره دغه ځانګړي واکسین به د امریکا د درملو ادارې له منظورۍ وروسته تر مارچ میاشتې پورې تیار شي.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وويل چې د طالبانو بيا منظمېدل ډېر خطرناک دي.
۵۶ کلن زمري ته چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، مخکې خټګر وو، خو اوس چې ژمی دی او د ابادي کار نشته، اړ شوی چې کراچيواني وکړي. نوموړی وايي، ډېری ورځې ورته کار نه پیدا کېږي او خالي لاس کور ته ستنېږي: "بې کاري ده،که څوک راسره مرسته وکړي، کارونه نشته، زه خپله ګلکار یم، پخوا کارونه وو، خو اوس شی لا ولاکه وي، یخ تک شنه کړو، کور کې د خوړولو لپاره څه نه لرو." د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې د زمري په شان زرګونه بې وسه او بې روزګاره خلک اوسیږي چې ښايي د خپلو کوچنیانو د نس مړولو لپاره پوره خواړه ونه لري. Читать дальше...
کونړ کې طالب چارواکي تاییدوي چې په وټه پور ولسوالۍ کې له غره د تیږې ښویېدو په پېښه کې یوه ماشومه وژل شوې ده. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، د نن (سې شنبه-د مرغومي ۲۱مه) سهار په دې پېښه کې شپږ ماشومان ټپیان شوي هم دي. د اسعد اباد مرکزي روغتون رییس ډاکتر عطاالله ساپي ازادي رادیو ته وویل چې د پېښې له ځایه ورته دري ټپیان ور وړل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه تیږه د سختو ورښتونو له کبله ښویېدلې ده.
ملګرو ملتونو نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) وویل چې په افغانستان کې د بشري غمیزې د مخنیوي لپاره روان میلادي کال د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت بسپنې ته اړتیا لري. ملګري ملتونه او ځینې غیردولتي سازمانونه نن د یوې انلاین غونډې پرمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو اړو کسانو سره د مرستې لپاره خپل پروګرامونه ارزوي. د دغه پروګرام له مخې د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې له پنځه میلیونه او اووه لکه افغانانو سره د ملاتړ موضوع هم شامله ده. د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې د کډوالو... Читать дальше...
متقي چې بېګا ماښام یې په واشنګټن کې د یوې انلاین غونډې ګډنوالو ته څرګندونې کولې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي له نړیوالو سره تعامل ولري، خو نوموړي ټینګار وکړ چې نړۍ دې هم دا درک کړي چې پر افغانستان بندیزونو هېڅکله هم نتیجه نه ده ورکړې.
طالبانو د تاجکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د تاجکستان پر پوله د تخریبي فعالیتونو لپاره ګڼ کمپونه جوړ شوي دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي، طالبان د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ردوي. کریمي لیکلي، طالبان ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان سرحدونه خوندي دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دوشنبې په ورځ د ګډ امنیتي تړون سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال، د افغانستان چاپېره د امنیتي کمربند د جوړولو وړاندیز کړی و. Читать дальше...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټیلیفوني خبرې وکړې. د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو ټیلیفوني خبرو کې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو لپاره د اسانتیا پر برابرولو، له ښوونکو، استادانو او روغتیايي کار کوونکو سره د مرستې په باب بحث وشو. د اعلامیې له مخې دواړو لوریو په افغانستان کې د پوهنې د ودې، په ځانګړي د نجونو لپاره د تعلیم د زمینې د برابرولو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې. Читать дальше...
جنوبي کوریا وايي چې شمالي کوریا یو مشکوک بالستیک توغندی خپلو ختیځو سواحلو ته توغولی دی. د جنوبي کوریا په وینا، دغه توغندی ښايي تر هغه توغندي چې تر غږ یې سرعت زیات دی او شمالي کوریا تېره چهارشنبه ازمویلی و، لا پرمختللی وي. د جنوبي کوریا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی او د امریکا د متحدو ایالاتونو استخباراتي چارواکي په دې اړه په څېړنه او تحلیل بوخت دي. د شمالي کوریا له خوا دا تازه توغندی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته وتوغول شو. په نیویارک... Читать дальше...
فایزر شرکت د خپل جرمني شریک بایو ان ټیک په مرسته د کرونا ضد داسې واکسین جوړوي چې اوسنی هغه یې له بل ډیزاین شوي واکسین سره ګډ شي. د امریکا د درملو د تنظیم اداره وايي، دغه نوی واکسین به په مشخص ډول د کرونا ویروس اومېکرون بڼه په نښه کړي. د فایزر کمپنۍ اجرائیه مشر البرت بورلا پرون دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) وویل، یو نوی واکسین چې په مشخص ډول اومېکرون بڼه په نښه کوي ښايي ډېر ژر د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې د تایید لپاره وړاندې او ښايي تر مارچ میاشتې پورې یې خلکو ته ورکول پیل شي. بورلا د... Читать дальше...
یو شمېر نارینه او ښځینه ورزشکاران چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې د افغانستان لپاره د ویاړ ګټلو په موخه خولې تویې کړي، اوس ادعا کوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ، د خپلو رژېدلو هیلو په ویر ناست دي. دې وضعیت تر ډېره ښځینه ورزشکارانې اغېزمنې کړي. په افغانستان کې دا ورځې ډېر کم لیدل کېږي چې ښځینه ورزشکارانې په تخنیکي ډول تمرینات وکړي. له طالبانو وېره او د کورنیو لهخوا یې مخنیوی، هغه دوه لاملونه دي چې د ښځو د ورزش مخه یې ډب کړې ده. یوه ښځینه لوبغاړې چې ۱۰ کاله یې په هنډبال،... Читать дальше...
پاکستان کې مخالفه ګوندونو د مري پېښې د لا رڼو او کره پلټنو لپاره چې څوک د دې زمه وار دي، د یوه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.
د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دغه ولایت کې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰ سلنه راښکته شوې ده. د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمتین قلندري نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل، هېواد کې له وروستیو تحولاتو را وروسته له بانکونو څخه د پیسو را ایستلو برخه کې شته محدودیتونه د دې لامل شوي چې سوداګر په سوداګریزو راکړو-ورکړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي. د ښاغلي قلندري په خبره د یادو محدودیتونو له امله سوداګر نه شي کولی چې له بانکه ډېرې پیسې راوباسي، ترڅو په بهر کې توکي وپېري او افغانستان ته یې وارد کړي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ۱۶ ولایتونو ته د غنمو د لېږد او د کار بدل کې پر خلکو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت د غنمو د وېش د کمېټې غړي محمد بصیر حقیار نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې لړۍ په جریان کې به ۲۱۵۵۹ ټنه غنم په ۱۶ ولایتونو کې د کار بدل کې پرخلکو ووېشل شي. د ښاغلی حقیار په خبره زابل، بامیان، پکتیا، ډایکندي، پکتیکا، ارزګان، سرپل، ننګرهار، خوست، میدان وردګ، کندهار، هلمند، فراه او فاریاب په هغو ولایتونو کې شامل دي چې سر له سبا به غنم هلته پر کارګرو وېشل کېږي. Читать дальше...
دوو معتبرو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده په کندهار کې د دیني عالمانو یوه شورا جوړه کړې. د دې شورا هدف، په ځايي کچه د ټولنیزو او حکومتي ستونزو حل ښودل شوی. ازادي راډیو ته د دې شورا د تشکیل بشپړ نوملړ هم را رسېدلی دی. په دې نوملړ کې د شورا ریاست مولوي حبیبالله اغا ته سپارل شوی او مولوي اختر محمد زعفراني یې مرستیال ټاکل شوی. د شورا اداري او مالي مسوول بیا مولوي مجاهد نومول شوی دی. سرچینې وايي، دا شورا یوازې د کندهار په کچه د ستونزو د حل لپاره کار کوي. Читать дальше...