Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

توقاییف: د ګډو ګټو د هېوادونو ځواکونه دې لسو ورځو کې له قزاقستانه ووځي

د قزاقستان ولسمشر د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د هېوادونو له ځواکونو وغوښتل چې د لسو ورځو په ترڅ کې دې له قزاقستانه ووځي.


ولسمشرقاسم جومارت توقاییف په دوه زره نولسم کال کې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف په ځای وټاکل شو.


داسې ښکاري چې په قزاقستان کې د تېرې اوونۍ ناکراري د واک پرسر د دغو دوو چارواکو د پلویانو ترمنځ وې، خو ولسمشر توقاییف وایي چې له بهره روزل شوېو ترهګرو په دې پېښو کې لاس درلود.


د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف وایي، د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د هېوادونو د امنیتي تړون ځواکونه به په دوو ورځو کې له قزاقستانه وتل پیل کړي.


قاسم جومارت توقاییف د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) پارلمان ته په وینا کې چې د ټلوېزیون له لارې خپره شوه وویل: "د قزاقستان په ټولو سیمو کې ثبات ټینګ شوی، نو باید دا ووایم چې د ګډو ګټو د امنیتي تړون د سوله ساتي ځواکونو ماموریت تکمیل شوی دی. په یو دوو ورځو کې به د دې سوله ساتي ځواکونو وتل پیل شي. د وتلو بهیر به تر لسو ورځو ډېر وخت ونه نیسي."




د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې په دوو پوځي الوتکو کې یې سرتیري د قزاقستان له ستر ښار الماتې څخه مسکو ته انتقال کړل.


د روسیې دفاع وزارت وایي چې په هرې یوې الوتکې کې یوسل او پنځه څلویشت روسان وو او دا هڅې به ادامه پیدا کړي.


په قزاقستان کې چې نژدې درې لسیزې مخکې یې له پخواني شوروي اتحاده خپلواکي ترلاسه کړې ده، تېره اوونۍ وروسته تر دې مظاهرې وشوې چې له تیلو په دغه مالامال هېواد کې د سونګ موادو د بیو د زیاتېدو په اعتراض کې مظاهرې او خونړۍ نښتې وشوې چې لږ تر لږه یوسل او درې شپیته کسان په کې ووژل شول، د روغتیا وزارت په وینا تر یوزر دوه سوه د ډېرو کسانو درملنه وشوه او پرون د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د نهه زره نهه سوه کسانو د نیولو خبر ورکړ.


د ناکراریو په ترڅ کې د ګډو ګټو د هېوادونو د پوځي تړون ځواکونه تېره اوونۍ د قزاقستان د ولسمشر په غوښتنه دغه هېواد ته ولاړل.


ولسمشر توقاییف ادعا کړې ده چې په بهر کې روزل شوي ترهګر د دې مظاهرو تر شا وو او هڅه یې کوله چې حکومت نسکوره کړي.


بل لور ته یو شمېر کتونکي وایي، داسې ښکاري چې د اوسني ولسمشر او د پخواني ولسمشر نور سلطان نظرباییف د پلویانو ترمنځ د واک پر سر لانجه ده.


توقاییف پرون د وینا پر مهال دا اختلاف یو ډول تایید کړل: "له پخواني ولسمشر نظر باییف څخه مننه چې د دې ملي مشر په وخت یو شمېر ډېرې ګټورې کمپنۍ په دې هېواد کې فعالې شوې، د یو شمېر خلکو شتمنۍ د نړیوالو سټنډرډونو کچې ته ورسېدې. زه فکر کوم چې دا یې وخت دی چې خپل قرضونه د قزاقستان خلکو ته ورکړي او له دوی سره په منظم ډول مرستې وکړي."


د تېرې اوونۍ د اعتراضونو پرمهال توقاییف حکومت هم ړنګ کړ او پرون یې علي خان سمایلوف د نوي صدراعظم په توګه معرفي کړ چې څو ساعته وروسته پارلمان تایید کړ.


نهه څلویښت کلن سمایلوف په تېره کابینه کې د صدراعظم لومړی مرستیال و.


په نوې کابینه کې د تېرې یوې د کورنیو، دفاع او بهرنیو چارو وزیران په خپل ځای پاتې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus