Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د لوږې له سونامي سره مخ دی

۵۶ کلن زمري ته چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، مخکې خټګر وو، خو اوس چې ژمی دی او د ابادي کار نشته، اړ شوی چې کراچيواني وکړي.


نوموړی وايي، ډېری ورځې ورته کار نه پیدا کېږي او خالي لاس کور ته ستنېږي: "بې کاري ده،که څوک راسره مرسته وکړي، کارونه نشته، زه خپله ګلکار یم، پخوا کارونه وو، خو اوس شی لا ولاکه وي، یخ تک شنه کړو، کور کې د خوړولو لپاره څه نه لرو."


د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې د زمري په شان زرګونه بې وسه او بې روزګاره خلک اوسیږي چې ښايي د خپلو کوچنیانو د نس مړولو لپاره پوره خواړه ونه لري.


د دې ښار د چلهستون سیمه کې استوګنه یوه څلور کسیزه کورنۍ چې د جګړو پر مهال د کاپیسا له نجرابه راکډه شوې ده چې له همداسې یو برخلیک سره مخ ده.


ددې کورنۍ مشره خجسته وایي، خاوند یې بې کاره دی او دوی اوس مهال په کور کې د خوړو توکي او په سخت ژمي کې د خونې د ګرمېدو لپاره هېڅ نه لري.




نوموړې زیاتوي: "موږ زیاتې ستونزې لرو، خاوند مې بې کاره دی، درې اولادونه لرو، خاوند مې هره ورځ د کار په تمه له کوره وځي، خو ماښام زیات وخت خالي لاس کورته راځي، نه سونګ توکي لرو، نه د خوراک لپاره خواړه، کور مو کرایي دی، د برېښنا له درکه او له دوکاندارانو پوروړي یو، څوک راته اوس پور هم نه راکوي."


دوی د میلیونونه هغه افغانانو له ډلې څخه دي چې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را وروسته دې هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه اوج ته رسېدلې ده.




سلګونه زره انسانان بې کاره شوي، بانکي سیستم لاهم ګډوډ دی، د افغانستان نهه عشاریه پنځه میلیارده پانګه کنګل شوې او میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان د لوږې له سونامي سره مخ دی.


د رویټرز خبري اژانس په حواله، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسووله مري الن مک ګروټي تازه د افغانستان بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول شمال ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې د اړو افغانانو ژوند له نږدې کتلی دی.


رویټرز د اغلې مک ګروټي له قوله لیکلي چې ډېری افغان مېرمنې یې لیدلې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې ان د نوموړې پښو ته ځانونه وغورځول.


دا شان ډېری نارینه یې ولیدل چې د کثافاتو په سطلونو کې يې د خپلو کوچنیانو لپاره خوراکي توکي لټول.


په راپور کې راغلي چې اوس مهال زیات شمېر اړ افغانان د لوږې له عذابه کړیږي او دوی ان له اوسني حالته پخواني جګړه ییز حالت غوره ګڼي.




د رویټرز په راپور کې د خوړو نړیوال پروګرام د یادې استازې له قوله راغلي چې اوس مهال په کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د دې هېواد له نیم زیات نفوس جوړوي له لوږې سره مخ او بشري مرستو ته سمدستي اړتیا لري.


د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې و چې د دغه ناروین د مخنیوي لپاره ۲ عشاریه ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.




طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تردې یې ویلي و چې افغانستان بشري وضعیت تر دې بریده هم بد نه دی لکه څومره یې چې په اړه ویل کېږي.


په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي.




په دغه غونډه کې به د افغانستان بشري وضعیت ته د رسیدګي او هم سیمه کې له افغان کډوالو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشي.


تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وچې تېر۲۰۲۱م زیږدیز کال یې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسیدګې لپاره یو نیم میلیارډ ډالره راټول کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus