Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نیویارک تایمز: په یو ناکام دولت د افغانستان بدلیدل به د هیچا په ګټه نه وي

نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د لاورل میلر چې د بحران د نړیوالې ډلې له مدیرانو څخه ده یوه لیکنه خپره کړې.


د مېرمن میلر له لیدلوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته حالات ناڅرګنده دي.


نوموړې د امریکا له خوا د افغانستان بانک د پانګې کنګل کېدو او اقتصادي ستونزې ته په پام وړاندیز کړی چې په یو ناکام دولت د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره باید امریکا د طالبانو له حکومت سره کار وکړې چې د دې په تعبیر دا کار به د یوې ترخې ګولۍ د خوړلو غوندي وي.


لیکوال استدلال کړی چې په یو ناکام دولت د افغانستان بدلیدل به د هیچا په ګټه نه وي، ځکه د نوموړې له نظره داسې یو څه کولای شي افراطي ډلو ته د ودې زمینه برابره کړي.


هغې ویلي، هغه صورت کې به د ګواښونو د مخنیوي لپاره له حکومت سره د کار کولو زمینه راکمه شي.


تازه د امریکا متحده ایالاتونو له افغانستان سره د نړیوالو بشري سازمانونو له لارې د ۳ سوه اته میلونه ډالرو  بشري مرستې اعلان کړی دی.


خو تراوسه یې د افغانستان بانک د هغه ۹ نیم میلیارده ډالرو په اړه څه نه دي ویلي چې امریکا کې کنګل شوي دي.



 لاس انجلس ټایمز


لاس انجلس ټایمز بیا د افغانستان سره د سپیني ماڼۍ له خوا د همدې بشري مرستې په اعلان لیکنه کړې  او په یوه برخه کې یې د سپیني ماڼۍ د ویاندې ایملي هورن له خولې ویلي، دا نوې مرسته د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا دي چې د خپلواکو بشري سازمانونو له لارې به افغانستان کې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو ، ژمنیو وسایلو، عاجلو خوراکي مرستو، پاکو اوبو او د حفظ الصحې په سهولتونو ولګول شي.


ورځپاڼه زیاتوي چې له دې مرستې سره به د اګست د میاشتې راهیسې چې امریکا په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه پای ته رسولې، له دې هېواد  سره د امریکا بشري مرستې ۷۸۰ میلونه ډالرو ته ورسیږي.



اینډیپېنډینټ


له بریتانیا خپریدونکې اینډیپېنډینټ ورځپاڼې په افغانستان کې له ناورین سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د پنځه میلیارده ډالرو بسپنې پر غوښتنه لیکنه کړې.


ورځپاڼه د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ د چارو د ادارې په حواله دا د ملګرو ملتونو له خوا د یو هېواد لپاره تر ټولو لویه بسپنه غوښتنه بللې ده چې په وینا یې د افغانستان د کورني ناخالصو عواید نږدې څلورمه برخه جوړوي او  د هغو مرستو درې چنده ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۱ کال کې تر لاسه کړي.


د ملګرو ملتونو سازمان وايي په افغانستان د شااوخوا ۳۸ میلونه وګړو  ۲۲ سلنه یې لوږې ته نږدې حالت کې ژوند کوي او ۳۶ سلنه نور یې د خوړو له شدید کمي سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus