Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سرچینې: د طالبانو مشر ملاهبت‌الله کندهار کې د دیني عالمانو شورا جوړه کړې

دوو معتبرو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د دیني عالمانو یوه شورا جوړه کړې.


د دې شورا هدف، په ځايي کچه د ټولنیزو او حکومتي ستونزو حل ښودل شوی.


ازادي راډیو ته د دې شورا د تشکیل بشپړ نوم‌لړ هم را رسېدلی دی. په دې نوم‌لړ کې د شورا ریاست مولوي حبیب‌الله اغا ته سپارل شوی او مولوي اختر محمد زعفراني یې مرستیال ټاکل شوی. د شورا اداري او مالي مسوول بیا مولوي مجاهد نومول شوی دی.


سرچینې وايي، دا شورا یوازې د کندهار په کچه د ستونزو د حل لپاره کار کوي.


د شورا د تشکیل په نو‌م‌لړ کې هم ښکاري چې  ټول غړي یې دیني عالمان او د کندهار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.


پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سیداکبراغا چې د دې شورا اکثریت غړي پېژني ازادي راډیو ته وویل، د جګړې له وخته د پاتې شوېو شخړو د حل لپاره له دیني عالمانو جوړې شوې داسې یوې شورا ته اړتیا وه.


دی وايي: "که راتلونکې کې دا شورا پراخېږي، ځینې ستونزې شته چې هغه سولې او جرګې ته اړتیا لري چې باید له دې لارې حل شي. هغه مهال باید بیا قومي مشران او د هرې طبقي خلک دې شورا ته راشي. زما په اند دا به د شخړو د حل لپاره ډېره اسانتیا برابره کړي او ژر به هوارې شي."




د طالبانو حکومت که څه هم مني چې د داسې یوې شورا د جوړېدو کار پیل شوی، خو وايي، لا یې چارې بشپړې شوې نه دي.


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "بلی هو! داسې شوراګانې تر کار لاندې دي، ولې تر اوسه یې کار نهايي شوی نه دی. دا هغه شورا نه ده چې په یوه ځل به د هېواد په کچه جوړېږي او د ځینو مهمو مسایلو په اړه پرېکړه کوي. هغه هم تر کار لاندې ده په نظر کې ده چې کارونه یې بشپړ شي او پرمختګ ولرو."


ښاغلي کریمي دا هم وویل، دا ډول شوراګانې به په ټولو ولایتونو کې جوړې شي او د ولس او حکومت ترمنځ به د همغږۍ، اړیکو او د کارونو د انسجام زمینه برابروي.




ازادي راډیو هڅه وکړه، په کندهار کې د دیني عالمانو د ټاکل شوې شورا له مسوولانو او یا هم غړي سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نه‌شوه.


د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، حکومت یې د سیاسي سلامشورو لپاره د دیني عالمانو یوه شورا جوړوي.


ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظر ښځو ته په حکومت کې د ونډې په اړه خپل نظر هم له دوی سره شریک کړي.


خو د طالبانو حکومت دا نه وايي چې له دیني عالمانو جوړه شوې شورا به څومره صلاحیت ولري او تر خوا به یې تشکیل څومره او څه ډول وي؟


د طالبانو په حکومت یوه لویه نیوکه همدا ده چې د خپل حکومت په تشکیل او په دولتي چوکیو د ګمارنې برخه کې ډېر تمرکز په دیني عالمانو کړی او د ټولنې نورو برخو ته یې ځانګړې پاملرنه نه‌شته.


خو طالبان دې نیوکې ته په ځواب کې وايي، دوی په تخنیکي بستونو مسلکي کسان ګمارلي او د ټولنې نورو برخو ته یې هم پاملرنه کړې.


یوه اندېښنه دا هم ده چې د طالبانو د حکومت موډل ورو، ورو د ایران د اوسني نظام بڼه غوره کوي، هغه چې ټول صلاحیت یې د رهبرۍ شورا په واک کې دی او  دا شورا بیا د یوه مذهبي مشر له‌خوا اداره کېږي او له خوښې او اجازې پرته یې نه څوک د ګمارنې او نه هم د کومې پرېکړې حق لري. هغه اندېښنه چې طالبانو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus