Мы в Telegram
Добавить новость

Почта России представит военные телеграммы из фондов столичного музея

Дороги Подмосковья в пятницу вечером загружены на 4 балла

Психолог заявил, что во время тренировок в спортзале полезно плакать

Лесной пожар потушили в Солнечногорске



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2022

Новости за 18.01.2022

Pa.azadiradio.com 

خوست کې رسنيو ته د تړل کیدو ګواښ

په خوست کې د رسنیو استازي او خبریالان وايي، د رسنیو د مالي سرچینو کموالی، د رسنیو لپاره د واضحې خپرنیزې تګلارې نشتون او پر وخت مالوماتو ته، نه لاسرسی د دوی له ستونزو دي. دوی زیاتوي، که مسوولې ملي او نړیوالې ادارې ورته پام ونه کړي، ممکن یوشمیر رسنۍ وتړل شي. نجیب الله الوخېل د مشال راډیو خبریال په اړه ویډيويي رپوټ چمتو کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د ناروې کډوالۍ شورا: په مليونونو افغانان په وږي نس ويده کېږي

د ناروې د کډوالۍ شورا چې يو خيريه بنسټ دی وايي، په افغانستان کې په مليونونو کسان په وږي نس ويده کېږي. د دې شورا ویاند کريستيان جيپسن چې دا مهال په افغانستان کې دی ازادۍ راډيو ته وويل، زيات فرصتونه له لاسه وتلي او نړيواله ټولنه دې د بشري غميزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي. ملګرو ملتونو هم ويلي بېوزلي او اقتصادي بحران د مليونونو کسانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی. دغه سازمان د ۲۰۲۲م کال لپاره اړو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د پنځو ملياردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې. د ازادۍ راډيو خبريال جاويد نعيمي له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د یو شمېر رسنیو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي

د رسنیو دوه ملاتړي بنسټونو په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د یو شمېر رسنیو تړل کېدل او د خبريالان نه خونديتوب د اندېښنې وړ بولي.  ذکي قیس چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې له بېلابېلو رسنیو سره خبریالي کړې وايي، شنبه د شپې په ۱۱ بجو د شپاړسمې حوزې اړوند (ده‌خدای داد) سیمه کې یې د د کور دروازه وټکول شوه او کله چې یې دروازه خلاصه پرې برید وشو. ښاغلی ذکي وايي، پر ده برید کوونکو ورنه وپوښتل چې د سیمې د وکیل کور چېرته دی. ذکي وایي:" دروازه مې خلاصه کړه او خپل سر مې بهر وویست، تر څو وګورم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پخواني ولسمشر له قاسم جومارټ توقایف سره د لانجو خبر رد کړ

د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف دا رد کړه چې ګنې دی له اوسني ولسمشر قاسم جومارټ توقایف سره کومه لانجه لري.  ۸۱ کلن نظرباییف په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن خپور شوی ویلي چې ده په ۲۰۱۹کال قدرت ښاغلي توقاییف ته سپارلی او له هغې را وروسته دی متقاعد شوی دی.  نوموړي ویلي چې په پلازمېنه نورسلطان کې اوسي او هېڅ کله له هېواده وتلی نه دی. دا د جنوري د میاشتې له لومړیو راهیسې چې په دې هېواد کې تاوتریخجنې مظاهرې پیل شوي، په عام محضر کې د هغه لومړنۍ څرګندونې دي. تراوسه نه ده څرګنده چې نورسلطان دغه ویډیو چېرې او کله ثبت کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی

پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د څو خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی.  د تحریک طالبان د ډلې وسله والو په پلازمېنه اسلام اباد، د خیبرپښتونخوا ایالت په دیراو شمالي وزیرستان سیمو کې پرپولیسو د حملو او نښتو په ترڅ کې ۳ پولیس وژلي دي. په دغو حملو کې د دغې ډلې ۳ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.  د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړې. په دغه پېښه کې یو پولیس افسر او دواړه حمله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې زلزلې؛ ملګري ملتونه وایي ۲۶ کسان وژل شوي

ملګري ملتونه په بادغیس کې د دوو زلزلو د قربانیانو شمیر۲۶ ښیي او وایي، زلزله ځپلي خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.  د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دغو زلزلو په درېیو کلو کې شااوخوا  اته سوه کورونه ویجاړ کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې زیانمن شوي خلک، خوراکي موادو، سرپناه، غیرخوراکي موادو په تېره د ګرمولو وسایلو ته عاجله اړتیا لري.  په بیان کې ویل شوي چې په سیمه کې له خټو او خښتو جوړ په سلګونو کورونه چې زلزلې ویجاړ کړي، له مخکې وروستیو سختو ورښتونو ډېر زیانمن کړي و. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شمالي وزیرستان - بلوچستان: امنیتي پېښو کې دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي

د جنوبي وزیرستان د تحصیل سره راغه په وچه خوړه سیمه کې د فرنټیېر کور بم شنډولو عسکرو پر یوه ګاډي د سړکغاړې بمي چاودنې یو عسکر وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي. د دې پېښې په اړه د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خانزیب مومند له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل، چې له پېښې سره مخ شوي عسکر د بم شنډولو په چاره بوخت ول. ناقانونه وسله والې ډلې تجریک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري منلې ده. بلخوا د بلوچستان په سبي کې د جنوري په ۱۸مه نېټه سهار وختي امنیتي ځواکونو د مشکوکو وسله والو کسانو پر یوه کور چاپه وهلې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ کال د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین پیل؛ ۹،۹ ملیونه ماشومان به واکسین شي

‎په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پولیو کمپاین پیل شو. ‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف وايي، دغه کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، په ټول افغانستان کې به دری ورځې نور هم دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره ۹،۹ ملیونه ماشومان واکسین شي.  ‎د یونېسف په دفتر کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسؤل کمال شاه سعید ازادي راډیو ته وویل: "د پولیو کمپاین چې سږ کال پیل شوی، په ټول هېواد کې به روان وي، دا د ۲۰۲۲ کال لومړی کمپاین دی. په دغه کمپاین کې به ۹،۹ ملیونه ماشومان واکسین شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په غزني کې مېرمنې په کوم وضعیت کې دي؟

د بشر حقونو څار سازمان په یوې تازه څېړنې کې د افغانستان د غزني ولایت د مېرمنو وضعیت څیړلی.   په دې څېړنه کې د غزني ولایت له لسو مېرمنو سره چې د تېر نظام له سقوط وړاندې د تعلیم، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو او سوداګرۍ په برخو کې په کار بوختې وې مرکې شوې دي.   د بشر حقونو د څار سازمان دغه څېړنه د امریکا په سن خوزه ایالات پوهنتون کې د بشر حقونو د یوې موسسې په همکارۍ کړې چې په کې ویل شوي د طالبانو حکومت په افغان مېرمنو او نجونو ناوړه اغیز درلودلی.   په دې څېړنه کې راغلي چې طالبان له افغان مېرمنو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بادغیس کې د زلزلې له امله اوښتې مرګ‌ژوبله؛ طالبانو له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښته

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پرون دوو زلزلو نږدې ۸۰۰ کورونه ړنګ یا زیانمن کړل. زلزلې د دې ولسوالۍ خیرخانه سیمه تر ټولو ډېره وځپله، هغه چې له سړک هم لېرې او یوه کلیواله منطقه ده. دې سیمې کې پراته نږدې کلي قال چَرخ، باد َروَک، درمند سفید، خاک پُل او دشت شوراب په یوې کنډوالې بدل شوي دي. دا کلي د یوه غره څنډې ته پراته دي چېرې چې ویل کېږي، مخابراتي خدمتونو هم چندان ښه نه دي. د پېښې یو عیني شاهد چې د طالبانو د حکومت غړی هم دی او سیمه کې زلزلو ځپلو ته په مرستو رسولو بوخت دی او نه غواړي نوم... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

طالبان:هرات کې یو موټر چلوونکی وژل شوی خو درمل پلورونکی 'سهواً' لګېدلی

په هرات کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی د یوه موټر چلونکي چې د هغه په وینا د درېدو امر ته یې پاملرنه نه وه کړې او غوښتل یې خپل موټر پر طالب ساتونکو ور ولي، د وژلو خبرې ورکوي.  په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې تېر ماښام د هرات په جبرییل سیمه کې رامنځته شوه، د طالب ساتونکو په ډزو یو درمل پلورونکی هم سهواً وژل شوی دی. هروي زیاته کړه: "مجاهدین د تلاشۍ پر ځای کې ولاړ و چې یو سراچه ډوله موټر راځي او له تلاشۍ سره نه دریږي. ډریور یې ان غوښتل چې پر خپل موټر مجاهدین له لارې لېرې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ژغورونکي هڅې کوي چې بادغیس کې زلزله ځپلي وباسي

ژغورونکو په بادغیس کې په هغو کسانو پسې د لټون هڅې پیل کړي چې کیدای شي په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله تراوسه ژوندي پاتې وي.  پرون ترکمنستان پولې ته نژدې په دې غرني ولایت کې د دوو زلزلو له امله د لږ تر لږه ۲۶ کسانو د مړه کیدو او په سلګونو کورونو د ویجاړیدو راپورونه ورکړل شول.  د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده. یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختیځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر لغوه شو

ټاکل شوې وه نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ملګری پلاوی یې کابل ته سفر وکړي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت افغان رسنیو ته خبر ورکړ چې دا سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته د ښاغلي یوسف د سفر په اړه وویل چې که څه هم د دغه پاکستاني چارواکي د راتلونکي ورتګ نېټه او د ملګري پلاوي ترکیب یې مشخص نه دی، خو په خبره یې معید یوسف به د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د کډوالو د ستونزو، پر ډیورند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران، یو ایرانی الاصله سویډنی حبیب چعب محاکمه کړ

ایران کې د حبیب چعب لومړۍ محاکمه نن وشوه. د ایران قضایه قوې د ایراني الاصله سویډني وګړي حبیب چعب د محاکمې د پیل خبر ورکړی دی.   ایران پر ده تور لګولی چې د عربانو د یوې بېلتون غوښتونکي ډلې لپاره په یو لړ حملو کې لاس لري.   هغه کسان چې په اصطلاح انقلابي محکمو کې محاکمه کېږي، دغه جریان د تورنو کسانو د کورنیو له غړو او حتی مدافع وکیلانو پټ ساتل کېږي.   د بشري حقونو مدافعان وايي، چې په دغو محکمو کې شکنجه، بد چلند او اجباري اعترافات ډېر دود دي.   حبیب چعب، د اهوازد ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ(ASMLA)... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد کې نښتې؛ د پاکستاني پولیسو یو افسر وژل شوی او ۲ ټپیان شوي

چارواکي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستاني طالبانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د  پولیسو د یوه افسر د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.  دا په پلازمېنه اسلام اباد کې چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوې، یوه نادره حمله ده.  د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټر سایکل سپاره و، د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړي. په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.  د پاکستان د تحریک طالبان ډلې هم په یوه بیان کې د دغې پېښې مسوليت اخیستی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سایره شمس: د مېرمنو شاعري اغېزناکه وي

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د شاعرې سایره شمس سره د هغې پر شاعرۍ خبرې شوې دي. نوموړې د یوې سیاسي کورنۍ سره تعلق لري، د هغې په وینا پلار یې د باچاخان سپاهي پاتې شوی او د هغې یوه خور سمیرا شمس اوس هم سیاست کوي او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده. له نوموړې سره نجیب عامر خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر: ۵ میاشتو کې ۵۸ زره او ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي صادر شوي

د افغانستان د قره قل پوستکي اداره وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۵۸ زره و ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي له هېواده بهر صادر کړي دي.   د افغانستان د قره قل پوستکي ادارې مدیر محمد عارف نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، یاده اندازه د قره قل پوستکي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ایران له لارې فنلنډ ته صادر شوي دي.  ښاغلی عارف وايي چې په افغانستان کې د مالي کال له پیل راهیسې دوی یو لک و څلور زره جلده د قره قل پوستکي  روسیي او د منځنی اسیا هېوادونو ته صادر کړي دي.   د نوموړي په خبره د قره قل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صرافان: د ۵ میاشتو په تیرېدو لاهم زموږ بانکي ستونزې نه دي حل شوي

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، د پنځو میاشتو په تیرېدو سره لا هم د صرافانو بانکي ستونزې نه دي حل شوي.   د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پخوا پرتله په افغانستان کې پولي معاملې یو څه ښې شوي، خو لا هم صرافان نه شي کولای چې له بانکه ډېرې پیسې واخلي.   ښاغلی دادګل وایي، اوس مهال هغه صرافان چې انفرادي حسابونه لري، کولی شي په اوونۍ کې۴۰۰  ډالر او یا ۳۰ زره افغانۍ له بانکه واخلي او دغه شان د صرافۍ شرکتونه کولی شي په اوونۍ کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا سازمان: هیله لرو افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ ټغر ټول شي

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي هیله من دي چې سږکال به په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د څو کمپاینونو په ترسره کولو سره د دغې ناروغۍ ټغر له دې هېواده ټول کړي.  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یونېسف ویلي چې د پولیو پر ضد د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د واکسین د کمپاین په ترڅ کې به چې پرون دوشنبې پیل شوی او څلور ورځې دوام کوي، په دې هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره نهه میلیونه او نهه سوه زره ماشومان واکسین شي.  د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازې ډاپینګ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اردن عبدالرحیم وږي سپي مړوي

د اردن یو اوسېدونکی نادر عبدالرحیم ال مرشد درته درپېژنو چې هره ورځ په خپلو پیسو د لارو کوڅو سپیو ته خوراک اخلي او مړوي یې. نوموړی وايي، دا کار هغه ته سکون ورکوي. هغه دا کار له تېرو څو کلونو راهېسې کوي. نوموړی وايي چې نور خلک دې هم د هغه په نقش قدم وچلېږي. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ ویډیو: رویټرز   ایډیټ او راپور: ملیحه امیرزاده

Pa.azadiradio.com 

خلک: د کونړ چپې درې ته تنګ او کنډوکپر تللی سړک ستونزو سره مخ کړي یو

د کونړ ولایت د چپې درې اوسیدونکي وايي، دغه ښکلې او زړه راښکوونکي سيمه تېرو شلو کالو کې د جګړو تود سنګر و، خلک ترې څو ځله کډوال شوي او د پرمختګ له هر ډول کارونو بې برخې پاتې شوې ده. چپې درې ته د غره په غاړه کې تاو راتاو او کنډوکپر سړک غځیدلی دی. پردې سړک تلونکې موټرې د ډېرو لوړو او ژورو سره مخېږي او ډېری وختونه د ټانکو د چړايي په څېر ځایونو کې له حرکت لویږي. مولوي سرتاج الدین د سېمې اوسیدونکو په اړه وايي: "دا سړک ډېر خراب دی. کله چې موږ یو ناروغ روغتون ته انتقالوو، نو دوه-درې ساعته پرې تیرېږې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشدخان به د هند د کرکټ غوره لیګ کې د احمداباد لوبډله کې ولوبېږي

د افغانستان د کرکټ وتلی ستوری راشدخان به سږ کال د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د احمداباد په لوبډله کې ولوبېږي.  د کرکټ معلوماتي وېب پاڼې او هندي رسنیو ویلي چې احمداباد ټیم راشدخان په ۱۵ کروړه یا ۱۵ سوه لکه هندي پیسو اخیستی دی.  راشدخان د ای پي ایل تېرو لیګونو کې د حیدر اباد لوبډلې له خوا اخیستل کېده، خو لومړی ځل دی چې د احمداباد لوبډلې ته ځي.  نوموړي د حیدراباد ټیم ته په ۷۶ سیالیو کې ۹۳ ویکټې اخیستي.  د ای.پي.ایل یا د هند د کرکټ د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د اپریل په دوهمه پیلېږي او شااوخوا دوه میاشتې دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

چین د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل لغوه کړي

چین د پیکینګ د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل د کرونا له کبله لغوه کړي دي.  د ۲۰۲۲ کال ژمنۍ المپیکې لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي او د نندارې لپاره به یې یوازې یوې ځانګړې ټاکل شوې ډلې ته اجازه ورکړل شي.  د دغو لوبو تنظیموونکو پرون دوشنبه ویلي، دا نندارچیان او دغه راز لوبغاړي موظف شوي چې د کرونا د مخنیوي ځانګړي تدابیر مراعات کړي.  چین ځان خپلې هغې تګلارې ته ژمن بولي چې له مخې یې غواړي کرونا صفر کړي، خو دغلته د اومېکرون بڼې څو پېښو د دې تګلارې په اړه هم شکونه پیدا کړي.  چین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هیل: هغه کسان نه هیروو چې د افغانستان په بشري ناورین کې بند پاتې دي

هېل له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د افغانستان پر بشري وضعیت تمرکز کړی او لیکلي یې دي، دوی هغه کسان نه هیروي چې د افغانستان په بشري ناورین کې بند پاتې دي.  د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري وضعیت انځور اندیښمنونکی دی او دا هېواد له بې وزلۍ سره مخامخ شوی دی.  وړاندې په مقاله کې راغلي، د افغانستان اقتصاد له منځه تللی او خلک یې د امریکایي چارواکو د هغو ژمنو ښکار شول چې د ازادۍ او ساتنې په اړه یې ورکولې.  ورځپاڼې د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه پخواني جګړن مټ نیلسن... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

С видом на Петра I. В Москве продают квартиру почти за 2 миллиарда рублей

Сотрудник доставки на электровелосипеде сбил девочку и сбежал в Москве

Посол Королевства Нидерланды Плух закончил работу в России

LRT: Министр Кащюнас заявил, Запад недооценил способности РФ к адаптации и эволюции

Музыкальные новости

Путин посетил пасхальную службу в храме Христа Спасителя в Москве

Росгвардейцы из Минусинска заняли призовое место на Межрегиональном турнире по пулевой стрельбе, посвященном памяти Героя России Ивана Кропочева

Изменение климата обойдется человечеству в 35 трлн долларов в год

В преддверии 100-летия со дня рождения писателя Виктора Астафьева военнослужащие Росгвардии посетили Красноярскую краевую молодежную библиотеку

Новости России

Канцлер ФРГ Шольц: нападение на кандидата в Европарламент Экке является угрозой демократии

Самолет с Благодатным огнем приземлился в аэропорту Внуково-3 в Москве

Важная помощь бойцам, наступающим у Авдеевки и Работино, от читателей «Русской Весны» (ВИДЕО)

Названы московские улицы, где в воскресенье ограничат движение

Экология в России и мире

Производственные площадки АО «Желдорреммаш» в апреле посетило более 4700 школьников и студентов

Около 200 учащихся школ и ссузов, а также дошкольников стали участниками Всероссийской акции «Неделя без турникетов» на предприятиях филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис».

В четверг начинается арктическое вторжение на Москву: в субботу уже -3С, а вечером пойдут дожди

СЛД «Смоленск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» в рамках акции «Неделя без турникетов» посетило 150 учащихся

Спорт в России и мире

Чех Легечка пожелал здоровья россиянину Медведеву, который снялся с их матча

Российский бизнесмен обвинил Алькараса в договорных матчах. Он направил письмо в ATP

Соболенко и Швентек сыграют в финале турнира WTA в Мадриде

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде

Moscow.media

Цветочный водоворот

Неудержимые 3. Морские волки

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Военные следователи провели рабочие встречи с ранеными военнослужащими, проходящими лечение и реабилитацию в санаториях Крыма











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Устроившего стрельбу в ходе драки на севере Москвы задержали

В США заявили о подготовке государственного переворота у границ России

8-летний Миша из Пензенской области частушками поразил жюри на шоу «Лучше всех!»

FINANCIAL TIMES: В G7 перестали обсуждать полную конфискацию российских активов