Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هیل: هغه کسان نه هیروو چې د افغانستان په بشري ناورین کې بند پاتې دي

هېل


له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د افغانستان پر بشري وضعیت تمرکز کړی او لیکلي یې دي، دوی هغه کسان نه هیروي چې د افغانستان په بشري ناورین کې بند پاتې دي. 


د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري وضعیت انځور اندیښمنونکی دی او دا هېواد له بې وزلۍ سره مخامخ شوی دی. 


وړاندې په مقاله کې راغلي، د افغانستان اقتصاد له منځه تللی او خلک یې د امریکایي چارواکو د هغو ژمنو ښکار شول چې د ازادۍ او ساتنې په اړه یې ورکولې. 


ورځپاڼې د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه پخواني جګړن مټ نیلسن خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي "زموږ کار پای ته نه دی رسیدلی." 


نیلسن چې له افغانستانه د امریکایي اتباعو د تخلیې په بهیر کې هم شامل و ویلي، دوی باید د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي چې افغانستان کې پاتې دي. 


د ده په وینا، دا مهال امریکایي پوځیان کار کوي چې له افغانستانه د خپلو پاتې اتباعو او هغو کسانو د ایستلو خوندي لاره برابره کړي چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لري. 


امریکا او نورو لویدیځو متحدانو یې تېر کال د اګسټ له ۱۵مې نېټې تر وروستۍ نېټې پورې د کابل له هوایي ډګره د خپلو همکارانو او د هغوی د کورنۍ د غړو د تخلیې چارې مخته وړې چې ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل.  



ډېلي پاکستان


ډېلي پاکستان کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف د سفر په اړه یوه مقاله لیکلې چې ټاکل شوې نن سې شنبه ترسره شي. 


د ورځپاڼې په باور، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، دا د لوړې کچې دوهم پاکستانی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي. 


د ورځپاڼې په لیکنه، دا سفر به دوه ورځنی وي او ترڅ کې به یې ښاغلی یوسف له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو مسالو خبرې وکړي او تمرکز به یې په جګړه ځپلي افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي پر لارو چارو وي. 


د ډيلي پاکستان په مطلب کې راغلي، دغه پاکستانی پلاوی د صدر اعظم عمران خان په سپارښتنه کابل ته سفر کوي چې په وینا یې له نژدې به د خلکو اړتیاوې او وضعیت و ارزوي. 


په دې وروستیو کې پر ډیورند کرښه د اغزن سیم لګول هم هغه څه و چې په ننګرهار، کونړ او هلمند کې د ځایي طالبانو له مخالفت سره مخامخ شو. 


ډيلي پاکستان ویلي، دغه پاکستان پلاوی به کابل کې له طالب چاروکو سره پر ډیورند د اغزن سیم پر درولو هم بحث وکړي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus