Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د رسنیو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د یو شمېر رسنیو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي

د رسنیو دوه ملاتړي بنسټونو په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د یو شمېر رسنیو تړل کېدل او د خبريالان نه خونديتوب د اندېښنې وړ بولي. 


ذکي قیس چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې له بېلابېلو رسنیو سره خبریالي کړې وايي، شنبه د شپې په ۱۱ بجو د شپاړسمې حوزې اړوند (ده‌خدای داد) سیمه کې یې د د کور دروازه وټکول شوه او کله چې یې دروازه خلاصه پرې برید وشو.




ښاغلی ذکي وايي، پر ده برید کوونکو ورنه وپوښتل چې د سیمې د وکیل کور چېرته دی.


ذکي وایي:" دروازه مې خلاصه کړه او خپل سر مې بهر وویست، تر څو وګورم چې څوک دي، په نا څاپي ډول یو کس د سر له ویښتانو ونیولم او بل کس چې راته مخامخ ولاړ و دروازه یې د ځان خوا ته کش کړه، زما ټول ځان دننه کور کې پاتې شو او سر مې بهر او د دروازې دواړه پلې یې کش کولې. نه پوهیږم چې په لاس کې یې څه و، څو ضربې یې زه په سر ووهلم او چا چې دروازه نیولې وه، د هغه په لاس کې چاړه وه. هغه کس زما ویښتان نیولي و، کله یې چې خوشې یې کړم، زه هم کور ته دننه شوم. زیات شوک مې لیدلی و. "




ښاغلی ذکی وايي، هغه او کورنۍ یې اوس مهال خوندي ځای ته تللي، خو روحي حالت یې ښه نه دی. 




دی زیاتوي، د نور خبریالانو په څېر چې تاوتریخوالی او بریدونه پرې شوي، لا د ده قضیه هم نه ده څېړل شوې.


دا په داسې حال ده د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی  د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله. 


خبر پاڼه کې لیکل شوي، د طالبانو له حاکمیت وروسته د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او دې چارې ډېر شمېر خبریالان بې‌روزګاره کړي. 


دا بنسټ روان حالت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د اندېښنې وړ ښيي. 


نی په دې ورستیو کې اطلاعاتو ته نه لاس‌رسی هم یوه جدي اندېښنه یادوي. 


د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د عدالت غوښتنې مسوول نصیر احمد نوري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: " د امارت مشران د دې حکومت مسؤلان دي او دوی باید د رسنیو پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي. هر هغه څه چې په افغانستان تېرېږي باید له رسنیو سره شریک کړي. که په یوه برخه کې خبریال وهل کېږي او یا هم ورسره تاوتریخوالی کېږي باید پلټنه یې وشي او دوی مسؤل دي چې پوښتنو ته ځواب ووايي."




په هرات کې خبریال شرف الدین کاکړ د روانو ستونزو په تائید سره ازادي راډیو ته وويل، د طالبانو له حاکمیت وروسته اطلاعاتو ته د خبریالانو لاس ‌رسی ستونزمن شوی. 


کاکړ وایي:"  اوس هم خبریالان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په ځانګړي ډول لویدیځه حوزه کې له ستونزو سره مخ دي، ډېری دولتي ادارو ته ویاندویان نه دي ټاکل شوي، زموږ غوښتنه له اسلامي امارته  دا ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. "


له دې سره هم مهاله د بیان ازادۍ کور هم په یوې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې لېکلي، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په یو ډول نه یو ډول د طالبانو داستخباراتو له خوا تر فشار لاندې دي او هغوی یې سانسور کړي. 




په دې خبر پاڼه کې راغلي چې طالبان هڅه کوي د افغانستان ټولې رسنۍ د خپل ځان لپاره په تبلیغاتي دستګاوو بدلې کړي.




یاد بنسټ له طالبانو غواړي چې د دې چارې مخه ونیسي. 


دې بنسټ همداراز له نړېوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې ځانکړي پاملرنه وکړي، څو د خبريالانو بد حالت ته هم رسېدنه وشي او له بلې له‌خوا د افغانستان د شلو کلونو لاس‌ته راوړنې چې په دې لاره کې یې ګڼ شمېر خبریالان وژل شوي هم دي،  له‌منځه ولاړې نه‌شي. 




که څه هم تازه د طالبانو حکومت په دې اړه ازادي راډيو ته څه و نه ویل، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې دوی د بیان ازادۍ ته د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره ژمن دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus