Мы в Telegram
Добавить новость

В ЮЗАО за 2024 год капитально отремонтируют 170 многоквартирных жилых домов

В Москве станет еще больше современных спортивных центров

Цифры, которые могут расстроить граждан России: В Эстонии люди живут лучше

Боррель призвал Евросоюз говорить с Россией и Китаем с позиции силы

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2022

Новости за 06.01.2022

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي

د پکتیکا د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلي کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله څلور تنه وژل شوي دي. په وژل شوېو کې ظاهرخان او د هغه درې تنه ملګري چې مېلمانه وو شامل دي. د ظاهرخان د کورنۍ یوه غړي محمدخان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د چهارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه رامنځته شوې ده. محمدخان وايي، ۳ میاشتې کېږي چې ظاهرخان له شل کلنۍ مسافرۍ وروسته کلي ته راستون شوی وو. نوموړی زیاتوي:" بخارۍ د ذغالو وه، څلور واړه د شپې د دوی د میلمنو خونې ته راغلي دي، په خونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین  په کندز کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشي

د چین هېواد له لوري په کندز ولایت کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشل کیږي. په کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست رئیس مولوي شفیع الله جواد نن پنجشنبې( د مرغومې په ۱۶مه)  ازادي راډيو ته وویل، د چين هېواد له لوري دغه ولایت ته د ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو لپاره بشري مرستې را رسېدلې او د وېشلو بهېر یې پیل شوی دی. د ښاغلي جواد په خبره چې په دغو پنځه قلمه مرستو کې خوراکي او ژمنې توکي شامل دي او پر مستحقو کورنیو یې د وېشلو لړۍ دوام لري. د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د چین هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اروپا پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د سختو عواقبو خبرداری ورکړ

د امریکا متحد ایالاتونو او اروپايي شریکانو یې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په صورت کې د سترو عواقبو خبرداري زیات کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چهارشنبې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ته په واشنګټن کې هرکلی ووایه. د دواړو په لېدنه کې مهمه مسئله له روسیې سره راتلونکې خبرې وې. بلېنکن وویل ده او بایربوک د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې ځواکونو د پنډېدو مسئلې پر وړاندې د ډیپلوماسۍ د پر مخ وړلو او د ټرینګلتیا د راکمولو  پر غوراوي ټېنګار وکړ.  د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ ۹ تورنمنتونه ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ څو کورني تورنمنتونه ترسره کوي. د کرکټ بورډ اداری له لوري په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د وزیر محمد اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ، ملي شل اورېز جام سیالۍ، د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ، د جون او جولای په میاشتو کې د شپږېزه کرکټ لیګ، د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ او د معلولیت لرونکو لوبغاړو د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې د کرکټ سیالۍ هغه ټورنمنتونه دي چې په دی کال کې به ترسره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني مارڅلی، مورڅلی، مورچله، مرڅله او اوسنۍ 'مرسله' تاریخي حیثیت په څه کې دی؟

د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د مارڅلی، مورڅلی، مورچله، مرڅله او اوسنۍ مرسله تاریخي غونډۍ ده.   دغه غونډۍ د دواړو ولایتونو له لرې سیمو تر سترګو کیږي چې شنې اوبه ترې راګرځېدلې، دې اوبو ته د سردې بند وايي.  خو په بند کې ولاړې غونډۍ ته ولي تاریخي مرسله ویل کیږي، په اړه يې خلک بېلابېل نظرونه لري.  لیکوال، شاعر او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی د تاریخپوهانو له خولې دغه غونډۍ ته په تاریخي لحاظ ګوري.  نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه غونډۍ زرګونه کلونه وړاندې د پخوانیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري په زور د خلکو د ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو غبرګونونه راپارولي

پر خواله رسنیو د طالب وسله والو له لورې په عام محضر کې د یو شمېر عامو خلکو ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو خپرېدو غبرګونونه راپارولي دي. اوس تازه یوه ویډیو خپره شوې چې یو کس په ځمکه ناست، نخودي کالي یې پر تن دي د بل کس له خوا یې ویښتان پرې کیږي. ‎ناست کس زارۍ کوي خو ویډیو اخیستونکی شخص په پښتو خبرې کوي او ورته خاندې. د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو کارونکو ادعا کړې چې دا کسان طالبان دي او له یاد شخص سره یې په هرات ولایت کې داسې چلندکړی دی. خو د دغه شان ویډیو ګانو خپرېدو سره د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې او غبرګونونه راپارېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له هوايي حریمه د ۴۰۰ تېریدونکو پروازونو کچه ۶۵ ته راکښته شوې

د افغانستان له هوايي حریمه په تېر نظام کې په ورځیني ډول شااوخوا ۴۰۰ عبوري پروازونه کیدل خو اوس دغه پروازونه ۶۵ ته راکښته شوي. د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند امام الدین احمدي نن پنجشبې( د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، هڅې روانې دي چې د افغانستان هوايي حریم کنټرول او مدیریت شي. هغه وايي، اوس مهال د طالبانو، قطر او ترکیې هېوادونو تخنیکي ټیمونه په دې اړه بحث کوي. احمدي وایي:" په ورځیني ډول ۶۵ پروازونه لرو خو په ملکي برخه کې موږ اړتیا لرو چې خدمات وړاندې کړو او موږ د دې خدماتو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو

د نارینه وو په برخه کې د نړی د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی نوواک جوکووېچ د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو. جوکووېچ د چهارشنبی په ورځ استرالیا ته لاړ ترڅو د ټینس په اوپن سیالیو کې په برخی اخیستلو سره له خپلی اتلولی دفاع وکړی، خو د هغه په ویزې کې د ستونزو له امله، استرالیا ده ته اجازه ور نه کړه چې د ملبون ښار ته دننه شي.  جوکووېچ چې ۹ ځله د استرالیا د ټینس اوپن سیالیو اتلولۍ یې ګټلي، د روغتیایی ادارو له لورې د ورکړل شوي جواز له مخې یې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین له کولو پرته په دغو سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال: له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله اسیایی لوبو ته چمتوالی نیسي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال ملی ټیم د اسیا مرکز په نوم اسیایی لوبو ته چمتوالی نیسي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاکل شوي د اسیا مرکز د ۲۰۲۲ کال جام سیالیو لپاره له ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله خپل تمرینونه په کابل کې ترسره کړي.  د اسیا مرکز جام د فوټسال سیالۍ د روان میلادي کال په فبروری میاشت کې د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې ترسره کیږی.  په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قرغیزستان له ۱۹ کلونو کم عمره د فوټسال ملي لوبډلي د لوبې ډګر ته ځي.

Mashaalradio.com 

پوځي عدالتونه څه ډول کار کوي؟

قانون پوه اېډوکېټ شبير حسین ګګياڼی وايي ‌چې په قانون کې د بدلون لپاره دليل راوړل شوی وو چې په پاکستان کې د ولسي عدالتونو پر ځای به په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ اړونده مقدمو ژر کېږي او بل امنيتي رازونه به راز پاتې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې پراخ لاریونونه؛ د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي 

د مسکو په مشرۍ د ټولیز امنیت د تړون سازمان وايي، د قزاقستان د حکومت په غوښتنه د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي څو د تیلو د بیو له لوړېدو وروسته د رامنځته شوې بې سابقې ناکراریو پر مهال د وضعیت په باثباته کولو کې مرسته وکړي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقایېف په دې ناکراریو کې بهرني ترهګریز بانډونه ملامت بللې دي، خو د روانې ناکرارۍ سره یې د نړیوال تړاو کوم اسناد یا شواهد نه دي وړاندي کړي.  د ټولیز امنیت د تړون سازمان د پنجشنبې په ورځ دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې سرتیرو د منځنۍ اسیا... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

اسفندیار مومند وايي اکثر په سندرو کې دودیز سازونه کاروي

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د چارسدې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړی له ۲۰۰۹ز کال راهيسې سندرې وايي. د مومند په خبره، تل د ښه شعر په لټه کې وي او هڅه کوي چې د سيمې له روايتي سازونو سره يې ووايي. د نوموړي دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د هلمند، کندهار او ارزګان سېلاب‌ځپلو سیمو ته مو مرستندویه ډلې استولي

طالب چارواکي وايي، هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې سېلاب‌ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې استولې دي. دې ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو وروسته زیان اړوونکي سېلابونه راوتلي وو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي. مجاهد وویل: "مرسته رسوونکو ډلو ځانونه سیمې ته رسولي دي. ان‌شاءالله د وضعیت د کنټرول په حال کې یو. که څه هم د تلفاتو کوم راپور نه‌شته، خو هغه کسان چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، د هلیکوپټرو په وسیله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زده‌کوونکې: طالبان دې د پرمختللي افغانستان لپاره نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي

مرسل پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د لسم ټولګي زده کونکې وه. اوس نږدې ۱۱۱ ورځې کیږي چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د ژوند دغه بې برخلیکه حالت یې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتوي. هغه وایي د زده کړو کول یې شرعي او مشروع حق دی. مرسل وایي په تمه ده چې د طالبانو د دیني عالمانو د شورا ناسته دې ژر تر ژر ترسره شي چې د دې او زرګونو نورو افغان نجونو د ژوند برخلیک مالوم شي. هغه له طالبانو غواړي چې د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. مرسل ازادي راډیو ته وویل: "ښوونځي تړلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له غبرګونه وېره؛ ځینو مېرمنو د شخصي او ټکسي موټرو چلول پرېښي

يو شمېر هغه افغانې مېرمنې چې د پخواني حکومت پرمهال یې موټرواني کوله وایي، د طالبانو له راتګ وروسته يې له وېرې اوس موټر نه چلوي. دا مېرمنې وايي، طالبانو پر دوی ساحه دومره تنګه کړې چې ښارونو ته پرته له محرمه تګ راتګ نه شي کولی او په وينا يې په دې فضا کې موټر چلول ورته خطرناک کار ښکاري. دوی وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو  وروسته د موټر چلولو پر مهال د طالبانو له غبرګون ویریږي. د دوی په وینا، له کلونو يې د موټر د چلولو د جواز په درلودلو سره د افغانستان په لويو ښارونو کې د خپل ارامه ژوند او خلکو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

طالبانو د ملګروملتونو د مرستو هرکلی وکړ

ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږ کال ژمی به په مېلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي.

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د همغږۍ شورا جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د همغږۍ شورا جوړوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوېي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دی خونې پرېکړه کړې، څو د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او دغه راز د سوداګرۍ برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ شورا رامنځته کړي. په هغه ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره درلوده، هغوی له حکومته غوښتي چې د بهرنې پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیي او متحده عربي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ۲۰۲۱ کې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر شوي

د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د بانکي خدمتونو له پڅوالي او ناسم مالي سیسټم څخه شکایت کوي. د دغی ټولنې رییس نور احمد نوری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د یو کارنده مالي سیستم نشتوالی او د بانکي خدمتونو په برخه کې د ستونزو دوام د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی. پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان بانکونه له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خلکو بې شمېره پیسې په کې بندې پاتې دي. د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوري وایي، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان اړوند ادارو ته: د ورښتونو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوئ

د طالبانو له خوا ګومارل شوي له پېښو سره د مبارزې کمېسیون پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) ناوخته په خپله لومړنۍ غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخُند کوله، ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو شوېو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.  د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه کمېسیون مشر ملابرادر اخُند ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د طبیعي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جاپان کې یو ماهی په ۱۴۵۰۰۰ امریکايي ډالره خرڅ شو

د جاپان د پلازمېنې ټوکیو په یوه بازار کې یو لوی ماهی په ۱۴۵،۰۰ امریکايي ډالره خرڅ شوی دی. دا ۲۱۱ کیلوګرامه کب د هېواد په شمال کې نیول شوی وو چې د جنورۍ پر پینځمه د اونودېرا په نوم د رستورانونو یوې ډلې واخیست. په جاپان کې تونا ماهي د سوشي په نوم د ځانګړو خوړو ترڅنګ په نورو غذاګانو کې هم کارېږي. نور د فرانسې خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د لغمان لپاره د طالبانو د امنیت رئیس په یوه ترافیکې پېښه کې مړ شو

د لغمان لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو. د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن پنجشنبه (د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او ۴ ساتونکي یې ټپیان شوي دي. دا چې پېښه څنګه رامنځته شوې؟ څه نه دي ویل شوي. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دغلته په ترافیکي پېښه کې د دوی د یو لوړ پوړی چارواکي د مړینې خبر ورکول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا: ازمویل شوی توغندی له غږ چټک او نور مانورونه کولی شي

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) وویل، هغه توغندی چې یوه ورځ مخکې ازمویل شوی و، له غږ چټک و او ازموینې یې وښوده چې هغه د دې وړتیا لري چې پورته یا ښکته شي او نور مانورونه ترسره کړي. دا د شمالي کوریا له خوا د هایپرسونیک یا له غږ چټکو توغندیو دوهمه ازموینه وه چې دې هېواد پرون چهارشنبې (د مرغومي ۱۵مه) ترسره کړه. مخکینې یوه یې په سېپټمبر میاشت کې ترسره کړې وه. د راپور له مخې مخکې له دې چې دغه توغندی په ۷۰۰ کیلومترۍ کې ټاکلی هدف وولي، ۱۲۰ کیلومتره یې مانورونه ترسره کول. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا کوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د امریکا پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا وکړي. بایډن دغه وینا په هاغه ځای کې کوي چې یوې پاریدلې ډلې تاوتریخوالي ته مخه کړې او هڅه یې کوله چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په انتخاباتو کې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د بریا د تایید مخه ونیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، بایډن به یو ځل د دغې تورې ورځې په جریان کې خپل وحشت په یاد راوړي. هغه به همدارنګه دا خبرداری هم ورکړي چې د متحدو ایالاتونو ډموکراسي د پخواني ولسمشر... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Дома для жителей талдомских Вербилок построят к концу года

Ульяновцев зовут принять участие в игре по военной истории «IQ-ПФО: Великая Победа»

В Москве задержана фигурантка дела о незаконной деятельности «Фалунь Дафа»

В 14-й пакет антироссийских санкций ЕС вошел запрет на экспорт марганцевой руды и оксида алюминия

Музыкальные новости

Волейбол: «Локомотив» из Калининграда завершил сезон на втором месте в Pari Суперлиге

Производственные площадки АО «Желдорреммаш» в апреле посетило более 4700 школьников и студентов

Российская империя в фото 40

В массовой драке в Воронеже азербайджанцы зарезали узбеков

Новости России

В Москве построят и реконструируют 15 спортивных объектов в 2024 году

В ЮЗАО за 2024 год капитально отремонтируют 170 многоквартирных жилых домов

Ударивший девятилетнюю девочку в Люберцах оказался нелегальным мигрантом

Хвостатые постояльцы. Куда в Москве пристроить питомца на время отпуска

Экология в России и мире

Работники СЛД «Узловая» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» приняли участие региональном этапе «Время молодых. Работники»

Российская империя в фото 40

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга

Спорт в России и мире

Касаткина проиграла Путинцевой и не смогла выйти в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде

«У меня больше нет сил бороться». Елена Рыбакина раскритиковала WTA

Шиманович пробилась в ⅛ финала теннисного турнира в Сен-Мало

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде

Moscow.media

Столичные росгвардейцы оказали помощь подросткам, врезавшимся на самокате в уличный фонарь

Цветочный водоворот

Героическое участие армян в СВО. Часть третья

Компания BelkaCar нарастила выручку до 5,3 млрд по результатам 2023 года











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Валерия Ковач представит Подмосковье на конкурсе «Звезда-2024»

В ЮЗАО за 2024 год капитально отремонтируют 170 многоквартирных жилых домов

Культивацию посевов провели в Ульянинском лесопитомнике

Цифры, которые могут расстроить граждан России: В Эстонии люди живут лучше