د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د همغږۍ شورا جوړوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوېي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دی خونې پرېکړه کړې، څو د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او دغه راز د سوداګرۍ برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ شورا رامنځته کړي.
په هغه ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره درلوده، هغوی له حکومته غوښتي چې د بهرنې پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیي او متحده عربي اماراتو د پانګه والو ترمنځ دې همغږي ته زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اعلامیه کې د سوداګریزو او پانګونې د بنسټونو ترمنځ د هغمږۍ نشتوالی او د سوداګرو د ستونزو ډیرېدل د دې شورا د رامنځته کېدو له لاملونو بلل شوي.