Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په قزاقستان کې پراخ لاریونونه؛ د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي 

د مسکو په مشرۍ د ټولیز امنیت د تړون سازمان وايي، د قزاقستان د حکومت په غوښتنه د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي څو د تیلو د بیو له لوړېدو وروسته د رامنځته شوې بې سابقې ناکراریو پر مهال د وضعیت په باثباته کولو کې مرسته وکړي.


د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقایېف په دې ناکراریو کې بهرني ترهګریز بانډونه ملامت بللې دي، خو د روانې ناکرارۍ سره یې د نړیوال تړاو کوم اسناد یا شواهد نه دي وړاندي کړي. 




د ټولیز امنیت د تړون سازمان د پنجشنبې په ورځ دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې سرتیرو د منځنۍ اسیا د دې هېواد په لوي ښار الماتې کې د مرکزي څلور لارې په خوا ورغلل.


دا ځواکونه پلې او په یو شمېر زغره والو ګاډو کې سیمې ته ورغلې او رویټرز خبري اژانس د یو شمېر عیني شاهدانو له خولې ویلي چې د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.


دا روښانه نه ده چې ایا هغه ځواکونه چې الماتې ته استول شوې د ټولیز امنیت د تړون سازمان ځواکونه دي که نه.


په عین حال کې د پولیسو ویاند سلطنت ازربیک ویلي، د شپې له خوا  لسګونه  افراطیان  په ښار کې هغه مهال له منځه وړل شوي چې هڅه یې کوله پر دولتي ودانیو، د الماتې د پولیسو پر ودانۍ او د پولیسو په سیمه ییزو ماموریتونو یرغل وکړي. 




دولتي تلوېزیون ویلي په الماتې کې د شپې له خوا له اعتراض کوونکو سره په نښتو کې ۱۲ پولیس وژل شوي او ۳۵۳ نور ټپیان شوي دي.


په قزاقستان کې چې تر سخت کنټرول لاندې د تیلو بډای هېواد دی، لاریونونه څلور ورځې مخکې د دې هېواد په لویديځ کې په موټرو کې د کارېدونکو پټرولو په بیو کې له ناڅاپي لوړوالي پیل شول.


خو وروسته د قزاقستان نورو ښارونو ته هم پراخ شول او د خلکو سیاسي ناخوښۍ هم ورسره شوې.


د ټولیز امنیت د تړون سازمان په بیان کې ویلي چې د روسیې هوايي ځواکونه قزاقستان ته د دې سازمان د سوله ساتي ځواک د برخې په توګه استول شوي دي او زیاته کړې یې ده چې یو شمېر استول شویو روسي واحدونو د ور سپارل شوې ماموریت بشپړول پیل کړي دي. 


ویل شوي چې د دې تړون سوله ساتو ځواکونو کې به د ټولیز امنیت د تړون سازمان د نورو غړیو هېوادونو، ارمانیا، بېلاروس، قرغزستان او تاجکستان ځواکونه هم شامل وي.


د ټولیز امنیت د تړون سازمان بیان وايي، د دې ځواکونو ماموریت به د مهمو دولتي او پوځي ودانیو ساتل او د قزاقستان د قانون او نظم ټېنګونکو ځواکونو سره مرسته وي چې ثبات ټېنګ او قانون حاکم شي.


د چهارشنبې په ورځ تقایېف حکومت منحل کړ او په ټول هېواد کې یې د بیړني وضعیت اعلان کړ. 


نوموړې وروسته له هغې چې زرګونو حکومت ضد اعتراض کوونکو له پولیسو سره نښتې وکړې او په دولتي ودانیو ورغلل د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت د تړون له سازمانه مرسته وغوښته.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یو بیان کې قزاقستان مهم شریک بللی او ویلي یې دي چې متحده ایالاتونو په قزاقستان کې وضعیت له نژدې څاري.


پرایس ویلي متحده ایالاتونه تاوتریخوالي او د ملکیتونو نړول غندي او له اعتراض کوونکو او چارواکو دواړو یې د زغم غوښتنه کړې او ټېنګار یې کړی چې دواړه خواوې دي بیړني وضعیت ته سوله ییز هواری ومومي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus