Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال له څلور ورځني بند وروسته خوشې شو

د کابل پوهنتون استاد پوهاند فیض الله جلال د چهارشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو په زندان کې له څلورو ورځني بند تېرولو وروسته خوشې شو. 


د ښاغلي جلال لور حسنا جلال له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ: "څو شېبې وړاندې مې له خپل پلار استاد فیض الله جلال سره خبرې وکړې، هغه د طالبانو له بنده ازاد شوی دی، له ټولو هغو ملګرو مننه کوم چې زما د پلار په خوشې کېدلو کې یې له موږ سره ملګرتیا وکړه، د افغانستان له خلکو مننه، د نړیوالې ټولنې مننه، د رسنیو له ملګرو څخه مننه چې د استاد غږ یې پورته کړ او فشار یې راوړ څو پلار مې خوشې شي." 


د طالبانو یوې سرچینې هم ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې فیض الله جلال خوشې شوی دی. 


ښاغلی جلال څلور ورځې وړاندې د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد د انتقادي نظریاتو د خپرولو په تور د طالبانو له خوا ونیول شو.  


د نوموړي نیونې کورني او بهرني غبرګونونه له ځانه سره درلودل. 


د بخښنې نړیوال سازمان او په جنوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی د استاد او سیاسي شنونکی فیض الله جلال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.


 


په جنوبي اسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه پېښه د بیان د ازادۍ د ځپلو لپاره د طالبانو نوې هڅه ده.


اغلې حمیدي د طالبانو له لوري د ښاغلي جلال نیول یو تور او نا قانونه کړنه بللې وه. 


اغلې حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې د استاد جلال نیول د طالبانو له لوري د بیان د ازادۍ او هغو څېرو د ځپلو نوې هڅې دي چې د دوی پر نا سمو کړنو نیوکې کوي. 


اغلې حمیدي وایي:" له بده مرغه طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د لېرې کولو، د ښځو کار او ټول ګډون کېدو په برخه کې هېڅ ډول زمینه نه ده برابره کړې او هېڅ ډول خدمت یې نه دی کړی، کله چې د استاد جلال په شان کسانو نیوکې وکړې په یو تور یې نیسي او دا یې وښودل چې هر څوک پر هغوی نیوکې وکړي طالبان به هغوی تر ظلم او فشار لاندې ونیسي او خلکو ته د کار کولو لپاره هم ژمن نه دي، موږ د استاد جلال د بې قیده او شرطه او ژر تر ژره خوشې کولو غوښتونکي یو."




د نوموړې په خبره طالبانو د کابل په نیولو سره د هغو خلکو لپاره وېره خپره کړې چې پر دوی نیوکې کوي او د ځورونې، تاوتریخوالي اوحملو هدف یې ګرځولي دي.


د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د ښاغلي جلال د نیونې په تړاو ازادي راډیو ته ویلي و: :"اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته د اسلام او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن دی، هغه څوک چې نیول شوی د نظام پر وړاندې یې د پوهنتون د استاد له ادرسه تخریبي کړنې ترسره کولې، د وضاحت د ورکړې لپاره د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی دی."




له دې سره د ښاغلي جلال لور حسینې جلال په خپلې ټویټر پاڼې د یو عکس په خپرولو سره لیکلي و چې پلار یې کومه ټویټر پاڼه نه درلوده.


فیض الله جلال د تېرو حکومتونو د کړنو منتقد هم و او په دې وروستیو کې یې د طالبانو د حکومت د کړنو په اړه هم په رسنیو کې تُندې نیوکې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus