په لیبیا کې ۲۰۱۱ م کال کې له پراخ پاڅون او په پایله کې یې د پخواني دیکتاتور معمر قذافي د رژیم له نړېدو وروسته دا هېواد د کورنۍ جګړې شاهد دی.
د ایران سترې محکمې تېره اوونۍ د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي په نوم د درې ځوانانو د اعدام حکم تأیید کړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې طرحې ډېرې، خو عملي اړخیې کمزوری دی.
د راپور له مخې د طالبانو د شورا د څلورو غړو نومونه د دې ډلې ۲۰ کسیز مذاکره کوونکي ټیم ته وراضافه شوي.
ډاکټران له نږدې دوو میاشتو قرنطین وروسته په کورونو کې د نشه يي موادو او دخانیاتو د استعمال د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې جرمي اقتصاد به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د بحث يوه مهمه موضوع وي.
د ميدان وردګو ولايت د زراعت رياست اعلان وکړ چې، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په دې ولایت کې هيڅ ډول نشه يي بوټي نه دي کرل شوي.
په لغمان کې د کرکټ لپاره یو نوی لوبغالی رغول کېږي او په کندز کې د کرکټ د لوبغالي ځمکه اوارېږي.
د ښاغلي موحد په وينا په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ادارو ۲۸ داسي کسان دې مرکز ته معرفي کړي چې د نشه يي موادو د قاچاقو شک ورباندې کېده.
نور ولي محسود د هغو اشخاصو او کمپنیو په لېست کې شاملېږي چې شتمني یې کنګل کېږي، پر سفر او د وسلو پر لرلو یې بندیز دی.
پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د پولیسو ځواک دا ذاتي او قانوني مسؤلیت لري چې د دغو ناهیلي کوونکو حرکاتو په وړاندې په قاطعیت اقدام وکړي.
په داسې حال کې چې د اپوزېسیون له دغه سیاستوال څخه پوښتنې ګروېږنې کېدلې، امنیتي ځواکونو د مسکو په جنوب کې د ده دفترونه تلاشي کړل.
وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې اړه به نن د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه کنفرانس کې خبرې وکړي.
د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو مدني فعالان وايي په خپلو ولایتونو کې یې د برېښنا ستونزه له ولایتي چارواکو سره په وار وار شریکه کړې.
لومړی هشتګ په ټویټر کې افغان وګړو د (اعدام مهکوئ) په نوم د درېیو ایراني وګړو د اعدام د سزا په عکسالعمل کې پیل کړ.
د بندیانو د تبادلې بهیر وروسته له هغې نور هم لانجمن شو چې افغان حکومت وویل، هغه نږدې ۶۰۰ طالب بندیان چې په جرمونو تورن دي، نهخوشې کوي.