په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي په کندز ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه سرتېري له بنده خوشې شوي دي. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ماښام پر ټویټر لیکلي دا خبره کړې ده. دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو د هغې لړۍ په دوام کېږي چې د سولې بینالافغاني خبرو ترسره کېدو لپاره پیل شوې ده. تر اوسه پورې افغان حکومت شااوخوا څلور زره وسلهوال طالبان له بنده خوشې کړي او وسلهوالو طالبانو بیا تر ۵۰۰ ډېر افغان ځواکونه له بنده خوشې کړي دي. طالبانو داسې مهال د نویو ۲۰ کسانو د خوشې... Читать дальше...
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستیو کې د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د روسیې د پوځ یو پټ استخباراتي یونټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته پیسې ورکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا به ژر له منځه ولاړه نشي. د دغه سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسوس داسې مهال دا خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو واوښت او له همدې ناروغۍ څخه د مړه شویو شمېره پنځه سوه زرو ته ورسېد. ټیدروس د جون پر ۲۹ په دې اړه وینا کې وویل ، که څه هم د نړۍ په سطح ځینو هېوادونو د کرونا ویروس په مخنیوي کې پرمختګ کړی دی، خو زیاته یې کړه چې لا هم دا وبا په چټکۍ پر مخ روانه ده. نوموړي زیاته کړه نړۍ به په راتلونکو میاشتو... Читать дальше...
ایران د دې هېواد د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په تور د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د نورو ۳۵ کسانو د نیولو حکم ورکړی دی. د تهران څارنوال علي القاسي مهر د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا نور پوځي او سیاسي چارواکي د هغه څه په اړه چې ده قتل او ترورېستي اقدامات وبلل، تورن شوي دي. دغه ایراني چارواکي ویلي چې له انټرپول څخه غوښتنه شوې چې د سلیماني په وژنه کې د ښکېلو کسانو د نیولو حکم په سره خط ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو دا اعلان د ایران یوه تبلیغاتي وسیله بللې ده. Читать дальше...
افغان حکومت او وسلهوال طالبان لا هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنو چې ملکیانو ته پهکي مرګژوبله واوښته، پړه پر یو بل اچوي. په هغه توغندویي برید کې چې د دوشنبې په سهار د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه ګڼه ګوڼه بازار وشو د ماشومانو په ګډون ۲۳ ملکي وګړي پهکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شول. په هلمند او نيمروز کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزي تېر ماښام رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې په دې اړه وویل: "تاسو ته بهتره معلومه ده چې دوی تل چاودېدونکي مواد راوړي او... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر وايي د انساني حقونو په اړه څيړنې کوونکي، په زور غېب کړل شوي ادريس خټک د راخوشي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره په رابطه کې دي.
د کوسوو ولسمشر وایي، که د هاګ جنایې محکمې قاضي د ده پر وړاندې قضیه ثبت کړي، سمدستي به خپلې دنده پرېږدي. هاشم تاچي د دوشنبې په ماښام په یوې وینا کې وویل چې پر ده لګېدلي تورونه بې اساسه دي. پر هاشم تاچي او د کوسوو پر څو نورو چارواکو د جنګي جرمونو تور د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو پرمهال د دې هېواد د سختو جګړو وختونو پورې تړلي دي. په هاګ محکمې کې څارنوالانو د جون پر ۲۴ هاشم تاچي او د کوسوو څو نور سیاستوال په څو جنګي جرمونو تورن کړل. هغوی دا چارواکي د کوسوو د جګړو پر مهال د شاوخوا سلو کسانو د وژني مسئول وبلل. Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ ویاندې کې لایف مک اناني «Kayleigh McEnany» د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې او طالبانو د همکارۍ په اړه هېڅ ډول معلومات د امریکا له ولسمشر او مرستیال سرهیې نهدي شریک شوي.
د امریکا او سعودي عربستان چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران د وسلو تحریم باید پر ځای پاتې شي څو په منځني آسیا کې د وسلو له پراخېدو څخه تهران منع شي.
افغان طالبان وايي، په قطر کې د دوی د دفتر مشر ملا غني برادر د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو سره خبرې کړي دي. د دوی په وينا د دواړو ترمنځ په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو په پېلولو خبرې شوي دي.