Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 01.06.2020

Pa.azadiradio.com 

عامې روغتيا وزارت ته د حکيم الکوزي د همکارانو ګواښ

حکيم الکوزی چې تازه‌يې د کرونا ضد درملو جوړولو ادعا کړې هوډ لري چې د عامې وزرات جواز پرته دا درمل په ټول افغانستان کې ووېشي. خو عامې روغتيا وزارت چې د نومړي فعاليت‌يې درولی وایي چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په خپل سر درمل په خلکو ووېشي. شفیع کريمي دا راپور چمتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

د جورج فلوید د وژنې په غبرګون اعتراضونه نورو هېوادونو ته وغځېدل

د پولیسو له‌خوا د تور پوستو د وژنو په اعتراض د امریکا د ګڼو ښارونو مظاهرې نورو هېوادونو ته وغځېدې. زرګونه کسان نن د نیوزیلنډ په څو ښارونو کې په اعتراض راووتل او په امریکا کې یې د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي تر وژنې وروسته د نژادي بې‌عدالتۍ پر دوام اعتراض وکړ. فلوید چې کومه وسله‌یې نه‌درلوده، تېره دوشنبه د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې په داسې حال کې چې یوه سپین پوستي پولیس‌یې پر غاړه زنګون ایښی و، ساه ورکړه. د نیوزیلنډ په پلازمېنه اوکلنډ کې اعتراض کوونکو د امریکا د قونسلګرۍ مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان-ازبکستان د اوسېدونکو سرحدي شخړه کې لسګونه کسان ټپيان شول

د قرغزستان او ازبکستان د اوسېدونکو ترمنځ په تازه سرحدي شخړه کې په لسګونه کسان ټپیان شوي دي. د قرغزستان روغتیا وزارت نن وویل چې په دې شخړه کې د قرغزستان ۲۵ تنه اتباع هم ټپیان شوي دي. د وزارت په حواله ۴ تنه ټپیان بستر شوي چې د دوو روغتیایي وضعیت خراب دی. خو د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو شخړو کې د سیمې ۱۶ اوسېدونکي هم ټپیان شوي دي. خو د ازبکستان رسمي سرچینو دا موضوع تأیید کړې نه‌ده. دغه شخړې پرون په سوخ ساحه کې شوي، د ازبکستان هغه سیمه چې د قرغزستان په قلمرو کې ده. د ازادۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتمر د اذربایجان له بهرنیو چارو وزیر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړې. د اذربایجان تریند خبري اژانس نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې محمد حنیف اتمر او ایلمار محمدیاروف په وېډیو کنفرانس کې بحث وکړ. د خبر له مخې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په پروسه کې له خپله اړخه د همکارۍ ژمنه کړې ده. د کوچني اختر په درېیو ورځو کې نافذ شوي اوربند د افغانستان د سولې پروسې چټکتیا ته هیلې زیاتې کړې دي. د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله هم زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ونزوئلا ته د لازیاتو تېلو د صادراتو لپاره د ایران تابیا

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، که ونزوئلا وغواړي تهران به ورته د تېلو صادرات جاري وسات. د دغه وزارت ویاند عباس موسوي نن په هغه اوونیز کنفرانس کې دا خبره وکړه چې له دولتي ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده. پر ایران او ونزوئلا دواړو د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي. واشنګټن هڅه کوي چې ونزوئلا ته د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي. ایران په وروستیو کې ونزوئلا ته په تېلو بار پنځه کښتۍ لېږدولې دي. د امریکا د جنوب دغه هېواد چې یو وخت د تېلو له عمده تولیدوونکو و، د اقتصادي بحران له کبله د پټرولو له قحطۍ سره مخامخ دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په راتلونکې بجټ کې د کورونا ځپلو لپاره څه دي؟

د پاکستان حکومت وايي د جون په دولسمه د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کال بجټ پارليمان ته وړاندې کوي. د چارواکو په وېنا دا ځل په داسې مهال بجټ جوړ شوی چې کورونا وایرس د دې هېواد اقتصاد سخت ځپلی دی.

Mashaalradio.com 

روغتیاپالو ته په انلاین کنسرت پیروزینې

پاکستانۍ ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې د ادماني په حواله ليکلي، هنرمندان کولای شي د موسيقي له لارې خلکو ته يو هيله بښوونکی پيغام او مثبته انرژي ورکړي.




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ننګرهار کې د دولت ۱۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي په حصارک ولسوالۍ کې د دولت ۱۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. ویل شوي، دغه وسله‌وال وروسته له هغې ووژل شول چې اول‌یې تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه پیل کړل چې وروسته وسله‌واله نښته وشوه. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن رسنیو ته وویل چې په دې نښته کې سیمه‌ییزو پولیسو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هغه وویل: "متأسفانه د دوی په ډله‌ییزو بریدونو کې ۳ سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی دی. د دغو ترورېستي بریدونو په ځواب کې امنیتي ځواکونو ۱۶ مخالف وسله‌وال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا د ټرافیکو مدیر نن د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو

د کاپیسا د ټرافیکو مدیر نن د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو. چارواکي وايي سید منیر له کوره دفتر ته روان و چې نن سهار د کاپیسا مرکز په قلعه سید خان سیمه کې ووژل شو. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې نامعلومو وسله‌والو ۴ تنه ملکیان په ډزو وژلي

نامعلومو وسله‌والو کسانو په بدخشان ولایت کې تېره شپه ۴ تنه ملکیان په ډزو وژلي دي. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په شېوه سیمه کې وژل شوي. هغه زیاته کړه: "د ناپېژانده وسله‌والو کسانو له‌خوا څلور تنه ملکیان وژل شوي او تر اوسه د دې وژنې دلیل او انګېزه معلومه نه‌ده. پولیسو د قاتلانو د پېژندنې لپاره اقدام کړی دی." د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵،۷۵۰ ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۴۵ نورې پېښې ثبت شوې دي. دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلې معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۸ کسان مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره په افغانستان په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵زره ۷۵۰ ته ورسېد. له دې جملې تر ۱۴۰۰ زیات کسان روغ شوي هم دي. روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که خلک روغتیايي سپارښتنې جدي رعایت نه‌کړي، دغه ویروس به په افغانستان کې بحران راولي.

Mashaalradio.com 

افغانستان کې د 'کرونا ضد درملو' لانجه

په کرونا ویروس اخته کسان یا د ناروغانو د کورنۍ لسګونه غړي سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت منع کړي و د حکیم الکوزي په لاس د جوړو شویو درملو د ترلاسه کولو لپاره انتظار ایست.

Pa.azadiradio.com 

د لمونځ کوونکو پرمخ عربستان او بیت المقدس کې د جوماتونو پرانیستل

په سعودي عربستان او بیت المقدس کې جوماتونه بیرته د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شول او په بریتانیا کې بیا هغو په سلګونو اعتراض کونکو چې په امریکا کې یې له مظاهرو سره خپل ملاتړڅرګنداوه، خپرې شوې د کرونا وبا ته په نه پاملرنې ټولنیز واټن مراعات نه کړ. په سعودي عربستان کې چې شاوخوا نهه سوه جوماتونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له دوو میاشتو راهیسې تړل شوي و، پرون د لومړي ځل لپاره بېرته پرانستل شول. په بیت المقدس کې لوی د الاقسا جومات هم د لمونځ کونکو پرمخ بېرته پرانستل شو. په لندن کې بیا په سلګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې له سېلاب‌ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د افغانستان حکومت په بدخشان کې له سېلاب‌ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه. د دغو مرستو د رسولو لپاره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون بدخشان ته تللی و. دی وايي: "موږ مرستې نغد له ځانه سره راوړي. نورې مرستې به هم په څو راتلونکو ورځو کې د بدخشان د بېړنیو حالاتو ادارې ته ورسېږي. مرستې باید لومړی هغو کسانو ته چې واقعاً ډېر زیان‌یې لیدلی وسپارل شي." د بدخشان چارواکو ویلي چې په یمګان، شهدا، بهارک، شکی، ارګو او فیض‌اباد ښار کې د سېلابونو راوتلو تر اوسه درې کسان مړه کړي او شااوخوا ۲۰۰ کورونه‌یې وران کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د جرمني سفیر: د سولې هڅو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل وایي چې هېواد به‌یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په هڅو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي. هغه دا خبره د جرمني سفارت ته نږدې د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مه د خونړي برید د درېیم کال د پوره کېدو په مناسبت کړې. پروګل یکشنبه په خپل ټویټر لیکلي چې په سفارت کې یې دننه د دې برید د قربانیانو یاد غونډه جوړه کړې وه. درې کاله وړاندې د کابل په یوه ډیپلوماټیکه ساحه کې د جرمني سفارت ته نږدې موټر بم چاودنه وشوه چې په‌کې له ۱۵۰ زیات کسان مړه او تر ۴۰۰ نور ډېر کسان ټپیان شول. په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus