ونزوئلا ته د لازیاتو تېلو د صادراتو لپاره د ایران تابیا
د دغه وزارت ویاند عباس موسوي نن په هغه اوونیز کنفرانس کې دا خبره وکړه چې له دولتي ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده.
پر ایران او ونزوئلا دواړو د امریکا متحده ایالاتو لهخوا بندیزونه لګول شوي دي.
واشنګټن هڅه کوي چې ونزوئلا ته د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي.
ایران په وروستیو کې ونزوئلا ته په تېلو بار پنځه کښتۍ لېږدولې دي.
د امریکا د جنوب دغه هېواد چې یو وخت د تېلو له عمده تولیدوونکو و، د اقتصادي بحران له کبله د پټرولو له قحطۍ سره مخامخ دی.
د امریکا متحده ایالاتو، حکومتونو، ټرانسپورتي ادارو او بیمه کوونکو ته خبرداری ورکړی، د ایران د تېلو له انتقالوونکو کښتیو سره د همکارۍ په صورت کې به له بندیزونو سره مخامخ شي.