Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 20.06.2020

Pa.azadiradio.com 

پوتین سره لیدل له میکروب ضد دروازې تیریدل غواړي

د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوسیدو په ځای کې د میکروب ضد دروازه لګېدلې او څوک چې د نوموړي لیدو ته راځي باید له دې وره تېر شي. دروازه په اتومات ډول په تیریدونکو کسانو د میکروب ضد مواد پاشي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا چاره مؤثره ده کنه.

Pa.azadiradio.com 

د حنیف اتمر په مشرۍ سبا یو پلاوی ایران ته ځي

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی سبا یکشنبه ایران ته ځي. د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، له ښاغلي اتمر سره دې سفر کې د ۷ وزارتونو، ۵ خپلواکو ریاستونو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حقوقي مشاوریت او ملي امنیت شورا استازي ملګرتیا کوي. افغان پلاوی به له ایراني چارواکو سره د کډوالو په وړاندې د وروستیو ناوړه پېښو، د هغو د مخنیوي او د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په لارو چارو خبرې وکړي. د ایران په یزد کې په دې وروستیو کې پولیسو د افغان کډوالو یو موټر په ګولۍ وویشت چې د اور لمبه شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت یو شمېر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي

په کابل کې د امریکا سفارت ومنله چې یو شمېر کارکوونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه سفارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل، دوی د سفارت دننه په کرونا ویروس د یو شمېر ډيپلوماتانو، قراردادیانو او محلي کارکوونکو له اخته کېدو خبر دي. د سفارت دغې سرچینې زیاته کړې، د سفارت چارې داسې تنظیم شوي چې ټولو کارځایونو کې به‌یې د ویروس ضد مواد کارېږي چې د ویروس د نورې خپرېدا مخنیوی وکړي. په ویروس د اخته شویو دې کسانو شمېر نه‌دی ښودل شوی، خو اسوشیټډ پرس د یوه چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه دی یاد شوی ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امنیت د ټینګښت په هدف د عمل پر یوه پلان کار پیل شو

د کابل ولایت د امنیت د ټینګښت او دغه ښار کې د جنایي جرمونو په وړاندې د ښې مبارزې په هدف د عمل پر یوه پلان کار پيل شو. د امنیت، ترافیکو، ټرانسپورت، ښاروالۍ او یو شمېر نورو اړوندو ادارو استازي د یوه سمینار په چوکاټ کې په ۷ کمېټو کې ګمارل شوي چې تر درې ورځو پورې دغه پلان بشپړ کړي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلان د افغان ولسمشر له لارښوونې سره سم جوړېږي. د کابل ښار د امنیت پلان داسې مهال جوړېږي چې دغه ښار کې هدفي وژنې او جنایي پېښې ډېرې کېږي. له دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې چاودنې ۳ پولیس ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل

په هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې پولیس ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. د هرات د پولیسو سرپرست ویاند عتیق‌الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو پر هاموې موټر دغه چاودنه نن سهار د هرات-اسلام قلعه ترمنځ لاره کې وشوه. ښاغلی وثیق زیاتوي: "نن سهار زموږ د لویې لارې کنډک د ګمرک د مشر د ساتنې لپاره د هغه د کار ځای ته روان و، د کهسان ولسوالۍ اړوند قدوس‌اباد سیمه کې د دوی ټانک پر ماین وربرابر شو چې پایله کې یې درې سرتېري ووژل شول او درې نور ژوبل شول." ښاغلي وثیق وویل چې دغې چاودنه کې د هرات د ګمرک مشر ته زیان نه‌دی اوښتی.

Mashaalradio.com 

پاکستان یو نیم ارب ډالره پور اخلي

نړیوال بانک، اسیايي پرمختیايي بانک او د بینادي د جوړښت د پانګونې اسیايي بانک پاکستان ته د یو نیم اربه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.

Mashaalradio.com 

پېښور: د شخصي ښوونځيو مالکانو احتجاج پای ته رسولی

د جون پر ۱۹مه د خېبر پښتونخوا د شخصي ښوونځيو (سکولونو) مالکانو پلاوي په پېښور کې له وزیراعلا محمود خان سره له ليدنې وروسته د صوبايي اسمبلۍ مخي ته احتجاجي لاریون پای ته رسولی. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې څه ډول بازارونه او نور سرکاري دفترونه پرانيستل شوي دي نو همدغه ډول دې تعلیمي ادارې هم پرانيستل شي. د کورونا وایرس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره حکومت د مارچ پر ۱۳مه ټولي تعلیمي ادارې تړلي وې چې تر اوسه پوري بېرته نه دې پرانيستل شوي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډيويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۶ مثبتې پیښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۴۶ مثبتې پیښې ثبت کړي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه پېښې د نژدې ۱۵ سوه مشکوکو کسانو له معاینې وروسته معلومې شوي. له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر نژدې اته ویشت نیم زره شو. له پرون راهیسې ۲۱ افغانان کویډ-۱۹ ناروغۍ مړه کړي دي. د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کرونا وبا د خپرېدو له پيله ۵۶۹ افغانان دغه ویروس مړه کړي او نژدې اته زره او درې سوه بېرته روغ شوي دي. څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ارګ: د اسدالله ولوالجي پر کورنۍ برید څېړل کېږي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په پغمان ولسوالۍ کې د شاعر او لیکوال اسدالله اسدالله ولوالجي د کورنۍ پر غړو شوې چاودنه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي. د ارګ یوه خبرپاڼه کې ولسمشر محمد اشرف غني پر دغې پېښې خواشیني ښودلې او غندلې یې ده. دغه چاودنه پرون د ښاغلي اسدالله ولوالجي په موټر وشوه چې د کابل د پولیسو په وینا دوه تنه په کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان دي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې خپله ښاغلی اسدالله ولوالجي هم ټپي دی، خو پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې دې وروستیو کې زیاتې شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عاطف مشعل: کابل ته د جنرال باجوه د وروستي سفر نتيجو ته خوشبينه يو

په پاکستان کې د افغانستان سفير لطف الله عاطف مشعل وايي چې کابل ته د جون پر نهمه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د سفر پر مهال د دواړو لوريو تر منځ موثر بحثونه شوي دي. نوموړي د جون پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د مشال راډيو له خبريال طاهر خان سره د مرکې پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر دوه اړخيزه تجارت او د بندو لارو پر خلاصېدو هم خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي مسئولین: لوګر کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

په لوګر کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسول ایمیل مومند ازادي راډيو ته وویل، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د تقې په سیمه کې پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې یاد برید د افغان هوايي او ځمکني ځواک په ملتیا له ځواب سره مخ شوی. مومند وایي، په دې نښته کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. دی وایي، په دې نښته کې افغان امنیتې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک هرکلی وکړ

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي براین هوک وویل، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي پرېکړه لیک د پام وړ دی، چې د ایران د اټومي پروګرام او په دغه پروګرام کې د شفافیت د نشتوالي په اړه یې جدي اندېښنې ولاړې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د پروان چارواکي: جبل السراج کې د ۲ پېغلو مړي موندل شوي

په پروان کې چارواکي وايي، د جبل السراج ولسوالۍ کې د دوو ځوانو نجونو مړي موندل شوې دي. د پروان د والي ویاندې وحیدې شاهکار د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې دوه نجونو مړي د دې ولسوالۍ په تګلر سیمه کې موندلي دي. د نوموړې په وینا د وژل شویو نجونو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، او جسدونه یې د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. په پروان کې ددې دوو نجونو جسدونه په داسې حال کې پیدا کېږي چې په سیمه کې د ازادي رادیو خبریال وايي، دې ولایت کې وروستیو کې د غیرې مسئولو وسله والو پراخ حضور او ګرځېدو راګرځېدو خلک اندېښمن کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي: کندهار کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې دغلته ۶ تنه طالب وسله وال وژلي دي. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د ارغستان ولسوالۍ کې یې د پولیسو پر پوستو برید وکړ. هغه زیاته کړه: "تېره شپه وسله والو د ارغستان ولسوالۍ د جانګیر مانده په سیمه کې د پولیسو پر پوستو برید کړی چې امنیتي ځواکونو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی په همدې جګړه کې ۶ طالب وسله وال وژل شوي دي. " د بارکزي په وینا طالبان له سیمې تښتېدلي. وسله والو طالبانو د کندهار د چارواکو د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت

په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمير له یو میلیون څخه اوښتی دی. نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس وبا یو نوې او خطرناک پړاو ته رسيدلې ده. د برازیل د عامې روغتیا وزارت هغه شميرې خپرې کړي چې ښيي په دې هېواد کې په کویډ۱۹ ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او دېرش زرو اوښتی دی. یوازې د جمعې په ورځ د سویلي امریکا په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله تر ۱۲۰۰ زیاتې د مړینې پېښې ثبت شوې دي. اوس په برازیل کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ زرو تنو ته نژدې شوی دی. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او روسیه د اټومي وسلو د کنټرول په اړه خبرې کوي

ټاکل شوې امریکا او روسیه، همدې اوونۍ کې ویانا کې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره خبرې اترې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارشال بیلینګسلي به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سرګي ریابکوف سره د جون په ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه وګوري. په راتلونکې کې د اټومي وسلو کنټرول به د امریکا او روسیې ددې لوړپوړو ډیپلوماټانو د بحث مهمه موضوع وي. د امریکا متحده ایالتونو همدارنګه چین هم ددې خبرو اترو ته رابللی دی، خو تر اوسه پورې چین په دې خبرو اترو کې ګډون رد کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غضنفر ګروپ مزار کې پر ګازي برښنا پروژه ۸۹ میلیونه پانګونه کوي

د غضنفر ګروپ شرکت د مزارشریف ګازي برښنا په پروژه ۸۹ میلیون ډالره پانګونه کوي. د مالیې وزارت ویاند شمرور مسجدی وایي، د غضنفر ګروپ شرکت د له نړیوالې مالي مؤسسې سره، چې د نړیوال بانک له زېر مجموعې څخه ده د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت پور اخیستو هوکړه لیک نن لاسلیک کړ. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د پور اخیستنې هوکړه لیک لاسلیکولو موخه د خپلواکې انرژۍ پروژې په بڼه د مزارشریف په ګازي برښنا د ۸۹ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونه ده. له دې ډلې پاتې ۲۹ میلیونه امریکایي ډالره به له شریکانو سره په ګډه د غضنفر ګروپ ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: غلام خان بندر دوه ورځې وروسته پرانیستل کېږي

ټاکل شوې ده د خوست د غلام خان سوداګریز بندر تر راتلونکو دوو ورځو پورې د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دې اړه تياری نيول شوى دى او ټاکل شوې ده دغه بندر د چنګاښ د مياشتې په دويمه نېټه په رسمي ډول پرانیستل شي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، د غلام خان بندر واټڼ چې د خوست د ګربز ولسوالۍ لپه غلام خان کلي کې موقعيت لري د تورخم بندر په نسبت د پاکستان د کراچۍ له تجارتي بندر سره څه ناڅه څلورسوه اويا کيلومتره لنډ دى.  ښاغلي مومند وويل... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus