کابل کې د امنیت د ټینګښت په هدف د عمل پر یوه پلان کار پیل شو
د امنیت، ترافیکو، ټرانسپورت، ښاروالۍ او یو شمېر نورو اړوندو ادارو استازي د یوه سمینار په چوکاټ کې په ۷ کمېټو کې ګمارل شوي چې تر درې ورځو پورې دغه پلان بشپړ کړي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلان د افغان ولسمشر له لارښوونې سره سم جوړېږي.
د کابل ښار د امنیت پلان داسې مهال جوړېږي چې دغه ښار کې هدفي وژنې او جنایي پېښې ډېرې کېږي.
له دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل د امنیت ټینګښت ته بېلابېلې تګلارې جوړې شوي، خو له نوې هڅې داسې ښکاري چې پخواني پلانونه ګټور نهوو.