Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 22.06.2020

Pa.azadiradio.com 

امنیتي مسئولین: کاپیسا کې طالبانو ۲ سرتېري وژلي

په کاپیسا کې پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دا برید د نجراب ولسوالۍ په سولانګ سیمه کې کړی و. د ښاغلي شورش په خبره، په دې برید کې یو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نیول شوی دی. د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویې څارنوالۍ د خپلو ۵ کارکوونکو پر وژنه خواشیني وښوده

د افغانستان لویې څارنوالۍ د خپلو ۵ کارکوونکو د وژل کېدو په اړه خواشیني وښوده. لویه څارنوالي وايي، دغه ۵ کارکوونکي یې نن په ده سبز ولسوالۍ کې د دوی پر موټرو د وسله والو په حمله کې وژل شوي دي. ځینو اژانسونو خبر ورکړی، چې په وژل شویو کې ۲ تنه څارنوالان هم شامل دي. لویې څارنوالۍ په خپله اعلامیه کې ویلي دا ډول پېښې به د عدالت د تامین او قانون د حاکمیت لپاره د دوی پر هوډ کوم تاثیر ونه کړي. دغه اداره وايي چې دا پېښې په جدیت څېړل کېږي. د لویې څارنوالۍ پر موټر د شوې حملې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

ایران: لا تر اوسه د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته نه ده رسېدلې

د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د ایران سفارت وايي، د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته تر اوسه نه ده رسېدلې. د لومړي سوپر مارکېټ د پرانیستلو لپاره په پام کې وه، د ایران په تولیداتو بار دغه کښتۍ پرون یکشنبه ناوخته وینزویلا ته ورسېږي. د ایران د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په ټویټر کې دا تحول په هغه څه کې چې سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه او د ورورۍ اړیکې بللې وې، یوه بریا بللې وه. په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي. ایران تر دې مخکې تېره میلادي میاشت یو نیم میلیون بېرله تېل د مرستې په توګه وینزویلا ته لېږلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا د ټینس پېژندل شوی لوبغاړی "ډیمټروف" په کرونا ویروس اخته شوی

د بلغاریا د ټینس پېژندل شوی لوبغاړی ګریګور ډیمټروف په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی. دا کار د دې سبب شوی، چې په کرویشیا کې یې پلان شوې مسابقه لغوه شي. ټاکل شوې وه، دی د ټینس له لومړۍ درجه ورزشکار نوواک جوکوویچ سره په فاینل مسابقه یا فاینل کې مخامخ شي. ډیمټروف چې د درجه بندۍ له مخې په نړۍ کې نولسم مقام لري، په کرونا ویروس د اخته کېدو خبر پرون یکشنبه په انسټاګرام خپور کړ. ده ویلي غواړي ډاډمن شي، هغه کسان چې ورسره په تماس کې وو، معاینه او هر ډول احتیاطي تدابیر عملي کړي.

Mashaalradio.com 

له بي اېن پي سره د حکومتي غړو رابطې

د بلوچستان نیشنل پارټۍ منګل ډلې غړي وايي، د تحریک انصاف په مشری حکومت ورسره د اتحاد جوړولو پر مهال د شپږو غوښتنو منلو ژمنې کړې وې خو د شاوخوا دوه کلونو تیرېدو باوجود یې هغه پوره نه کړ. بلوچستان نیشنل پارټۍحکومت ته شپږ نکات ایښودې وو چې پکې د لادرکه کسانو موندل، د ترهګری ضد قامي تګلاره او په وفاقي حکومت کې د بلوچستان لپاره شپږ فيصده کوټه عملي کول، د افغان کډوالو واپسي، او د اوبو بحران ختمولو لپاره به صوبه کې د بندونو جوړول شامل وو. د بلوچستان نیشنل پارټۍ ویاند اغا حسن د جون پر ۲۲مه مشال رېډیو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عامې روغتیا وزارت: پاکستان ته تنفسي دستګاوې نه دي قاچاق شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې له دې وزارت سره مرسته شوې تر دېرشو زیاتې تنفسي دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي دي. د دې وزارت یوې ویاندې معصومې جعفري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه تنفسي دستګاوې چې مرسته یې شوې، ثبتیږي، مرکز ته انتقالېږي او بیا روغتونونو ته استول کیږي. هغې وویل وویل: "د تنفسي دستګاوو د ورکېدو اوازې د عامې روغتیا وزارت ردوي، ټولې تنفسي دستګاوې چې زموږ هېواد سره یې مرسته کېږي، ثبتېږي، مرکزي زېرمو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه روغتون ته استول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسافرین: د کابل-ګردېز پر لویه لار امنیتي پېښې بیا زیاتې شوي

د کابل ګردېز په لویه لاره تلونکي مسافر وایي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د لوګر ولایت په اړونده سیمو کې ناامنیو زور اخیستی او نږدې هره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې کېږي، چې ډیری وخت په کې په لاره تلونکو مسافرو ته هم زیان اوړي. د خوست اوسېدونکی لاهور جان لکڼوال، چې اوس مهال په کابل کې اوسېږي وایي، د کابل او ګردېز تر منځ د لوګر په اړونده سیمو کې د لویې لارې پر سر د نښتو، چاودنو او ناامنیو له امله ډېر وخت خپل کور ته د تګ زړه نشي ښه کولی. یوازې د جنګ د ښکېلو غاړو تر منځ جګړې نه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: افغان او ایراني چارواکو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هوکړې وکړې

د دې وزارت ویاند ګران هيواد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې وروستۍ خونړۍ پېښې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي پولو کې د امنیت ټینګښت د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اصلې ټکي وو.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم افغانستان اوس‌مهال په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو د شمېرو د ګراف له مخې، مخ پر لوړ روان دی، خو که خلک د روغتیا پالانو لارښوونو ته پام وکړي، کېدای شي 'کوویډ-۱۹' ناروغي کنټرول شي.




Pa.azadiradio.com 

'تېره اوونۍ د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله د ۱۹ کلونو پرتله خونړۍ وه'

افغان چارواکي وايي تېره اوونۍ د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه. د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي"وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترورېستي فعالیتونه کړي چې په نتیجه کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده." د ملي امنیت د خبرپاڼې په وینا د طالبانو په بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۹۱ سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور یې ټپيان دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوید فیصل په وینا په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې په قانوني توګه د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه کار پیل شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران او کابل په ایران کې په قانوني توګه د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه کار پیل کړی دی. دا د هغو موافقو له ډلې یوه ده چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د پلاوي په سفر کې له ایراني چارواکو سره شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل چې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د اتباعو د ملاتړ، مصونیت او د وروستیو پیښو اړوند څېړنو د جدي تعقیب په اړه هم توافقات حاصل شوي، خو هغه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل. د ایران د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه او امریکا د اټمي وسلو د زېرمو د کمولو په اړه خبرې پیلوي

تمه ده چې روسیه او د امریکا متحده ایالات د خپلو اټمي وسلو د زېرمو د کمولو په اړه نن دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي. په دې غونډه کې چې د اتریش پلازمېنه ویانا به‌یې کوربنه وي، د نیو سټارټ په نوم د ستراتېژیکو وسلو د کمولو د تړون په چوکاټ کې د لیرې واټن ویشتونکو اټمي سروکو د کمولو پر موضوع خبرې کېږي. د ستراتېژیکو وسلو د دغه مهم تړون له مخې چې روسیه‌یې د غځېدو غوښتونکې ده، هر یو هېواد به لیرې واټن ویشتونکي اټمي سروکې تر۱۵۵۰ پورې محدودوي. د دغه تړون د اعتبار موده په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي. مسکو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم، سپین بولدک او غلام خان لویې لارې د سوداګرو پرمخ پرانیستل شوې

د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لویې لار نن د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نن راغلي چې د افغانستان حکومت د غوښتنې پر بنسټ دغه لارې پرانیستل شوې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي له دې اقدام څخه هرکلی کوي وایي له دې وروسته به هره ورځ په تازه مېوو بار ۱۵۰ لارۍ د غلام خان، سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته صادر شي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند وویل چې دغه صادرات به یوازې د ۱۰ ورځو لپاره وي او له هغه وروسته به بیا ځلې تصمیم ونیول شي. په ورته وخت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس نوې بې‌سارې پېښې زیاتې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د نویو بې‌ساري پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي. ډېرې دغه پېښې په شمالي او جنوبي امریکا کې ثبت شوې دي. دغه سازمان ویلي چې د جون د ۲۱مې تر سهار وختي پورې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا نوې ۱۸۳ زره پېښې ثبت شوي چې له نیمایي زیاتې یې د امریکا په وچه کې وې. د روغتیا نړیوال سازمان وویل برازیل د کرونا ویروس د ۵۴ زره ۷۷۱ نویو پېښو په ثبتولو سره تر ټولو مخکې دی او ورپسې متحده ایالات دی چې ۳۶ زره او ۶۱۷ د دې ویروس نوې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. برازیل چې له متحده ایالاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا کې د چړې برید او وژنې په تور یو ۲۵ کلن ځوان ونیول شو

په بریتانیا کې د هغه برید په تور یو ۲۵ کلن ځوان نیول شوی چې درې کسان په‌کې ووژل شول او درې نور ټپیان شول. د چړې په وسیله دغه برید د شنبې په ورځ ماښام د ریدینګ ښار په فوربي باغ کې وشو. دا ښار له لندن نه ۶۴ کیلو متره واټن کې پروت دی. د بریتانیا پولیسو پرون له غرمې وروسته دا یو ترهګریز برید یاد کړ او ویې‌ویل، انګېزه‌یې لا معلومه نه‌ده. پولیسو د نیول شوي کس هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو بریتانوي رسنیو ویلي، دا ځوان خیري سعدالله نومېږي او لیبیایي پناه غوښتونکی دی.

Pa.azadiradio.com 

اسپانیا د اروپایي ګرځندویانو په مخ خپلې پولې خلاصې کړې

اسپانیا داسې مهال د اروپایي ګرځندویانو په مخ خپلې پولې خلاصې کړې چې برازیل او جنوبي افریقا د کرونا ویروس له زیاتېدو سره لاس او ګرېوان دي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر پرون ناوخته پورې په ټوله نړۍ کې په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر څه باندې اته میلیونه او اته لکه کسانو ته رسېدلی او له کبله‌یې له ۴۶۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي. اسپانیا له دې کبله ملي بېړنی حالت چې د مارچ په ۱۵مه‌یې اعلان کړی و، پای ته ورساوه. دغه هېواد خپلو ۴۶ میلیونه وګړو ته اجازه ورکړه چې ازاد تګ راتګ وکړي. اسپانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لیبیا د پوځي مداخلې په اړه د مصر خبرداری د جګړې اعلان بللی

په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت چې ملګري ملتونه‌یې په رسمیت پېژني، د پوځي مداخلې په اړه د مصر خبرداری غندلی او هغه‌یې د جګړې اعلان بللی دی. د لیبیا حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا یو خصمانه عمل، ښکاره لاسوهنه او د لیبیا په وړاندې د جګړې اعلان دی. د مصر او لیبیا ترمنځ دغه لفظي شخړه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیران له لیرې واټنه د لیبیا په اړه یوه غونډه وکړي، خو د لیبیا د ملي وفاق حکومت غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه. د مصر ولسمشر عبدالفتاح ال‌سیسي د شنبې په ورځ ګواښ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت ولایتونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل کړه

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ولایتونو ته د هغو درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل کړه چې مرسته کوونکو هېوادونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف دغه هېواد ته ورکړي دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني پرون په دې اړه یوه غونډه کې چې یو شمېر بهرني ډیپلوماتان هم په‌کې وو، وویل، لومړي ګام کې مرکز کابل او ۱۶ ولایتونو ته ۷۰ ټنه درمل او تجهیزات لېږي. ښاغلي عثماني وویل، کله چې دغه اکمالات بشپړ شي، ورپسې به پاته نور ولایتونه هم له دغو مرستو برخه‌من شي. په دغو طبي تجهیزاتو او درملو کې وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: پکتیا کې وسله‌والو یو افغان سېکهـ تښتولی

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو مخالفانو په څمکنیو ولسوالۍ کې د نادان سېنګهـ په نوم یو افغان سېکهـ تښتولی دی. نادان سېنګهـ په سوېل ختیځ زون کې د افغان سېکهانو د مذهبي ځایونو د ترمیم او ساتنې مسؤل و چې د چارواکو په وینا، پولیسو سره له همغږۍ پرته څمکنیو ته تللی و. د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان سېکهـ څلور ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و چې د بنګښ له سیمې وتښتول شو. هغه زیاته کړه: "دی دلته خپل یوه مقدس ځای یا زیارت ته څلور... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus