Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 09.06.2020

Pa.azadiradio.com 

عامې روغتیا وزارت: د کرونا ويروس د ټېسټونو ترسره کول راکم شوي

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت مرستیال وحید مجروح د سه شنې په ورځ په کابل یوې خبرې ناستې د ازادي راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس د ټیسټ اخېستلو ظرفیت نه دی کم شوی خو نوموړي تايید کړه چې په دې ورستیو کې د تېسټونو ترسره کول کم شوي دي.

Mashaalradio.com 

ګيلاني کورنۍ: الزام لګوونکې امريکايي‌ښځه بايد له پاکستانه ونه وځي

په اسلام اباد کې مېشته د امريکايي ښځې سينتيا رچي د الزامونو په ځواب کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او پيپلز پارټي يو مشر، يوسف رضا ګيلاني کورنۍ وايي دا ښځه باید له پاکستانه وتلو ته پرېنښودل شي. رچي پر ګيلاني تور پورې کړی چې هغه یې د دې له خوښې بغېر په غېږ کې نيولې وه.

Mashaalradio.com 

په مرکزي او جنوبي اسیا کې د ملخانو یرغل

په مرکزي او جنوبي اسيا کې کرونده ګر دا مهال د ملخانو له داسې غټې حملې سره مخامخ دي چې په تېرو څه باندې شل کلونو کې یې ساری نشته. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که په دې اوړي کې په هندي سمندر کې د توپانونو له وجې ډېر بارانونه وشول نو د ملخانو بله څپه هم راتلی شي: اسرار عالم يې ویډیو راپور وړاندې کوي

Mashaalradio.com 

له کوټې د ملک نورو برخو ته د سورلۍ ګاډو تګ بیا پیل سو

د بلوچستان له مرکز کوټې او د صوبې له نورو برخو و کراچۍ، لاهور اسلام آباد او پېښور د سورلۍ ګاډو تګ راتګ چې د کرونا وایرس مخنیوي له امله له تېرو درېو میاشتو راهیسې بند وو بیرته پیل شو. د ایوب ترین راپور

Mashaalradio.com 

ناموس په نوم وژنو ضد کمپاين کې ديني عالمان څه رول لوبولای شي؟

د خيبرپښتونخوا په لوير کوهستان کې پوليسو د ناموسي وژنو ضد کمپاين پیل کړی دی چې هدف يې په خلکو پوهاوي خپرول چې په نتيجه کې يې د وژنو مخه ونيول شي. د لوير کوهستان يوشمېر ديني عالمانو هم د پوليسو د کمپاين ملاتړ اعلان کړی دی. د پوليسو له خوا دغسې يو کمپاين د ناموس په نوم وژنو په مخنيوي کې څومره موثره کېدای شي او پکې دينی عالمان په دې کې څه رول لوبولای شي.؟




Pa.azadiradio.com 

ونزوئلا له ایران څخه د مرستو بله جوپه ترلاسه کړه

ونزوئلا له ایران څخه د هوايي کارګو له لارې د مرستو بله جوپه ترلاسه کړې ده. دا د ایران او د سوېلي امریکا د دې هېواد ترمنځ چې دواړه د امریکا د بندیزونو سره مخ دي، د اړیکو د پیاوړي کېدا یوه بله نښه ګڼل کېږي. د ونزوئلا د پلان وزیر ریکارډو مینیډیز وايي، په دې الوتنه کې د 'کووېډ-۱۹' ویروس د معایناتو کېټونه او د دې ویروس د ناروغانو لپاره نور طبي لوازم شامل دي.  مینینډیز زیاته کړې، ولسمشر نیکولاس مادورو به په نږدې راتلونکي کې ایران ته ولاړ شي او د دې هېواد څخه به د هغو بشري مرستو او تېلو مننه وکړي چې په وروستیو کې یې ونزوئلا ته استولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا سفارت د افغانستان-پاکستان د دروازې تړلو پر موضوع بحث کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د امریکا سفارت ډاډ ورکړی چې د افغان صادراتو په وړاندې د پاکستان د دروازې د تړلو د مسئلې په اړه به له یاد هېواد سره بحث وکړي. د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل امین بابک نن ازادي راډيو ته وویل اوس‌مهال چې د افغانستان د وچې او تازه مېوې او سبزيجاتو د حاصل موسم دی پاکستان د افغان صادراتو په وړاندې خپل بندرونه تړلي او اجازه نه‌ورکوی چې د افغانستان توليد تازه او وچه مېوه دغه هېواد ته صادره شي. دی وايي د افغانستان د پانګونې خونې مسؤلینو او يو شمېر افغان سوداګرو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان محمد صادق خان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی کړ

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. صادق خان په افغانستان کې شاوخوا شپږ کاله د پاکستان سفیر دنده ترسره کړې ده. کارپوهان وايي، نوموړی به د پاکستان او افغانستان اړیکو او سولې لړ کې خپل مثبته کردار ولوبوي. تفصیل د انیسه اجمل په راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ شو

په کندهار ولایت کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ شو. دا لابراتوار چې په شخصي پانګه جوړ شوی لګښت‌يې نه‌دی په ډاګه شوی. د کندهار بزګران د دغه لابراتوار جوړېدل د کرنیزو افتونو د مخنیوي په برخه کې مهم بولي او وايي چې له دې وړاندې د کرنیزو افتونو د نه‌تشخیص له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ ول. دا په دې ولایت کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار دی. په همدې حال کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج امر محمد‌الله رسنیو ته ویلي دي چې د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د کندهار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني له وکیلانو سره د نوماند وزیرانو د خصوصي لیدنو د مخنیوي فرمان صادروي

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د رأی ورکولو پر مهال د قانون ماتونې د مخنیوي او له ولسي جرګې څخه د رأی اخیستلو په بدل کې د فساد په اړه‌یې خپلې اندېښنې ولسمشر سره په کتنه کې مطرح کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

پروان کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کې يو پولیس وژل شوی

د پروان چارواکي وايي چې د دې ولایت د غوربند درې په شینواري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو په برید کې يو بولیس وژل شوی دی. د پروان امنیه قوماندان هارون مبارز نن سهار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل امنیتي ځواکونو دا حمله چې تېره شپه ناوخته وشوه په شا وتمبوله او په ترڅ کې یې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي. طالبان د غوربند درې په ډېرو سیمو کې فعال دي او کله ناکله پر افغان ځواکونو حملې هم کوي. بل‌خوا د کاپیسا ولایت پولیس وايي، په دې ولایت کې یې د طالبانو یو غړی نیولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا له سویلي کوریا سره د اړیکو چینلونه بندوي

شمالي کوریا وايي چې له سویلي کوریا سره د اړیکو چینلونه به له مخې بند کړي. د کوریا مرکزي خبري آژانس نن سه شنبې راپور ورکړ چې پیونګ یانګ غواړي د سویلي کوریا او شمالي کوریا د چارواکو ترمنځ د اړیکو ټولې کرښې بندې کړي. پیونګ یانګ ګواښ کړی چې که سیول د شمالي کوریا قلمرو ته د تبلیغاتي پاڼو او نورو موادو له استولو ډډه ونه کړي نو ټول اړیکې به ورسره بندې کړي. سیول د شمالي کوریا د تازه ګواښ په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

جورج فلویډ هیوسټن کې خاورو ته سپارل کېږي

د متحدایالاتو په هيوسټن ​ښار کې د جورج فلویډ د جنازې مراسمو لپاره تیارۍ بشپړې شوې دي. فلويډ د میناسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د یو سپین پوستي پولیس په لاس ووژل شو خو مړی یې پرون د هغه د پلرني ایالت، ټکساس هيوسټن ښار ته یوړل شو او ټاکل شوې چې نن خاورو ته وسپارل شي. زرګونه ویرجن خلک په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې ماسکونه اغوستي وو، د هیوسټن په یوه کلیسا کې د فلویډ د تابوت د لیدو لپاره په لیکو کې ودرېدل. د فلویډ مړینې په امریکا او نوره نړۍ کې د نژاد پالنې ضد مظاهرې وپارولې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: اوس دا وخت رارسېدلی چې د وېرولو پر ځای خلکو ته روحیه ورکړل شي

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم افغان حکومت په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف کافي اندازه روغتيايي مواد نه‌لري، خو اړتیا ده چې خلکو ته روحیه ورکړل شي تر څو د یاد ویروس سره مبارزه وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus