Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 19.06.2020

Mashaalradio.com 

"د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"

د بچۍ بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل. داسې ټوکر ټوکر يې کړې وه. په مېخونو، پرايانو او مختيبلو يې وهلې وه. مېخونو يې تر پښو او لاسونو پورې ووري وتلي دي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر روسیې لګول شوي اقتصادي بندیزونه تمدید کړل

د اروپایي ټولنې مشرانو نن د اوکراین په شخړه کې د ښکېلوالي له کبله پر روسیې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د شپږ میاشتني تمدید ملاتړ وکړ. د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون او د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل نن د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې وویل، د منسک په تړون کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. پر روسیې دغه بندیزونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال ولګېدل چې دغه هېواد د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځاې کړې. د دغو بندیزونو موده د جولای په ۳۱مه پای ته رسېږي. پر روسیې تور دی چې د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناټو ملکي استازی: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی

د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی وایي، دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی. سټفانو پونتی کوروو ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبانو په ښارونو او ایتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو له دې سره سره یې هم تاوتریخوالی روان ساتلی. هغه زیاته کړه: "دا ممکن د دې لپاره وي چې طالبان په دې باور دي چې په دې توګه به د سولې بهیر کې له پیاوړي دریځه برخه اخلي، اما دا په بشپړه توګه یو غلط نظر دی، زما په نظر دا حساب ناسم دی." د ناټو ملکي استازي ټینګار وکړ چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید کمه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

د پاکستان دولت منصور خان د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی. د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، نن سبا کې به دغه ګمارنه په رسمي ډول اعلان شي. له دې وړاندې د پاکستان یوې ورځپاڼې هم د دغې ګمارنې راپور ورکړی و. منصور خان به په کابل کې د ذاهد نصرالله خان ځای ناستی شي چې دا مهال په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماتیک ماموریت مشري ور له غاړې ده. پاکستان خپل سفیر داسې مهال بدلوي چې وروستیو ورځو کې یې د پوځ مشر کابل ته راغلی و او له چارواکو سره یې د سولې بهیر په اړه چې اوس حساس پړاو ته رسیدلی، خبرې وکړې.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد په اړه غونډه پیل کړې

د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد د بیا په پښو درېدو په هدف خپله غونډه پیل کړه. په دغې غونډه کې د اروپایي کمېسیون د مشرې اورځلا وان دیرلین پر وړاندیز بحث کېږي، د دغه وړاندیز له مخې د اروپا د اقتصاد بیا رغونې ته د ۷۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت یو پلان جوړېږي. د اروپایي ټولنې د اقتصادي رغونې په برخه کې د ټولنې د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته. د اووه ویشت غړیو هېوادو دا ټولنه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره کوي. د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷،۸۷۸ ته ورسېد

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نژدې اته ویشت زره شو. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس ۳۴۶ تازه پیښې ثبت شوي دي. تراوسه له دغه ویروسه څه باندې یو نیم زره کسان افغانان روغ شوي او نژدې پنځه نیم سوه نور مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، د کرونا ویروس لا هم مخ په زیاتېدو دی. هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس له وضعیته زمونږ ارزونې ښيي چې مونږ د ویروس اوج یا څپانده کېدو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په سند کې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي

د پاکستان د سند ایالت په کهوټکي ​سیمه کې بمي چاودنې د پاکستان د رینجرز ځواکونو د سرتېرو په ګډون ۳ تنه ووژل. د سند امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د کهوټکي په یوه بازاره کې شوې ده. د کهوټکي یوه امنیتي چارواکي فرخ لونجر ډان خبري اژانس ته د دغه پېښې په اړه ویلي: "د رینجرز ځواکونو موټر په بازار کې ولاړ و، چې بمي چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې د رینجرز ځواک ۲ سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي." د فرخ په وینا، امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې او د بمي چاودنې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: پکتیکا کې ۱۷ طالبان وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سروضې ولسوالۍ د سقوط په هدف د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی. د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، د طالبانو د دغه ډله ییز برید په ځواب کې له هوایي ځواکه هم کار اخیستل شوی. هغه زیاته کړه: "نن شپه په یوه نیمه بجه د سروضې ولسوالۍ په اړوند پوستو تهاجمي او ډله ییزه حمله ترسره شوه، خوشبختانه چې د دفاعي ځوابي برید په نتیجه کې د دښمن له ۱۷ زیات مړه او تر څنګ يې د دښمن له ۱۲تر ۱۵ پورې د دوی زخیمان دي، همدارنګه دوی غوښتل چې د سروضې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ځینو سیمو کې د لګول شویو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي

سره له دې چې د امریکا په یو شمېر سویلي ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، د دې هېواد په شمال ختیځ ایالت نیویارک ایالت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شوو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي.

Pa.azadiradio.com 

هغه تصویر چې دوه جلا پېښې سره غوټه کوي

د هنر سالار ډلې د تورپوستې امریکايي جورج فلویډ، چې د پولیسو له خوا د نیول کیدو پر مهال ووژل شو، یو انځور د کابل پر یو دیوال کښلی او ورته یې په ایران کې د افغان کډوالو وژنو سره تړاو ورکړی. دا ډله وايي، که څه هم دا دواړه پېښې له یو بل ډېرې لرې رامنځ ته شوي، خو د یو شریک درد څرګندونه کوي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د غور په پسابند کې ۳ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د غور ښار اړوند او پسابند ولسوالۍ کې د پوځ او سمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه برید کې د غور له طالبانو سره د هرات او فراه طالبانو هم لاس یو کړی و چې په شا تمبول شوی دی. دفاع وزارت یاد برید کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې ځوابي ډزو کې د هرات د تېورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نصرالله انصاري او دوه ملګري یې وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولسي استازي: طالبانو په اقتاش کې ۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي

د کندز ولسي استازي او ځایي مسئولین وایي، اقتاش ولسوالۍ کې طالبانو ۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي. د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان تېره شپه د بند برق په ساحه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو برید وکړ. ښاغلی امیري وایي، برید کې درې پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي او طالبانو له برید وروسته د پوستې تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي دي. د کندز پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په اقتاش کې یوې بلې ځایي سرچینې ازادي راډیو ته دغه خبر تائید کړ. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بین الافغاني خبرې به ژر پیل شي: سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع د وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته یې د پنجشنبې په ورځ له بروکسل څخه خبریالانو ته انلاین خبرې کولې وویل، ناټو په افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

Mashaalradio.com 

اختر مېنګل به پخلا کوو: وفاقي وزیر شبلي فراز

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مېنګل  په مرکز کې له واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره د خپل اتحاد ختمولو پر مهال پارلمان ته په وینا کې ویل چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي پوره شوې خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر شبلي فراز وايي د بي اېن پي پخلا کولو هڅې کوي. د ابوب ترین راپور


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus