Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2020

Новости за 03.06.2020

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې ایکولوژیک بحران؛ سایبریا کې بېړنی حالت اعلان شو

د روسیې د سایبریا په نوریلسک سیمه کې پرون (د جون ۰۲مه) بېړنۍ حالت اعلان شو. د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ډیزل تېلو یوه نل‌لیکه د سیمې په دریاب کې وشلېده او له کبله‌یې تقریباً ۲۰ زره لیتره ډیزل د دریاب په اوبو ګډ شوو. د ډیزل تېلو دا نل‌لیکه د سایبریا په صنعتي ښار، نوریلسک کې چې د ارکتیک پر کړۍ پروت دی، د حرارتي برېښنا د تولید د یوې کارخانې وه. په نړۍ کې د وحشي ژوو سره د مرستې ادارې هغه عکسونه چې د سټلایټ کمرو په مرسته اخیستل شوي، خپاره کړي او په‌کې لیدل کېږي چې په دوو دریابونو 'Daldykan' او 'Ambarnaya' کې د وینې په څېر سرې اوبه روانې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې خوشې شوی ایرانی عالم تهران ته ورسېد

د ایران دولتي خبري اژانس، ایسنا په حواله ایرانی عالم، سیروس عسکري چې د ایران د شریف پوهنتون استاد او په امریکا کې زنداني شوی و، نن د جون په ۳مه، تهران ته ورسېد. سیروس عسګري ۵۹ کلن دی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا له اوهایو پوهنتونه د یوې څېړنیزې پروژې د تجارتي رازونو د غلا په تور ونیول او بیا زنداني شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې تبرئه شوی و. امریکا او ایران تېر کال د ډسمبر په میاشت کې چیني‌الاصله امریکايي څېړونکی ژیاو وانګ او ایراني عالم مسعود سلیماني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وزير محمد اکبر خان جومات خطیب اياز نيازی څنګه ووژل شو؟

ولسمشر غني د يادې پېښې څېړلو لپاره شپږ کسيز هيئت ټاکلی تر څو هر اړخيزې څېړنې وکړي. ديني عالمان د محمد اياز نيازي وژل غندي. ټاکل شوې ده د نومړي جنازه سبا پنجشنبه خاورو ته وسپارل شي. شفيع کريمي د وزير محمد اکبر خان جومات ته ورغلی.

Mashaalradio.com 

د بایسېکل نړیواله ورځ لمانځل کېږي

ملګرو ملتونو د جون درېمه د بایسېکل نړیوالې ورځ په توګه نومولې چې موخه یې د خلکو روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه اګهي پیدا کول دي. د خیبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې د بایسېکل استعمال کم دی خو په کلیو کې یې ډېری خلک د تګ راتګ لپاره کاروي. د بایسېکل نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د کورونا له لاسه په خلیج کې د ګېر پښتنو ستونزه

د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره زياتره هېوادونو ټولبند اعلان کړی چې ورسره هوايي ډګرونه هم بند شول. د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له کبله په عربو هېوادونو کې مېشت په زرګونو پښتانه اېسار دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې پښتنو د ستونزو او بېرته تګ کې د خنډونو په اړه خبرې شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ




Pa.azadiradio.com 

د امریکا له نیویارکه تر لاس انجلسه ګرځ‌بندیز اعلان شو

د امریکا په متحده ایالاتو کې له نیویارک تر لاس انجلسه ګرځ‌بندیز اعلان شوی دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر والیانو فشار زیات کړی چې د ملي ګارد ځواکونه په زیات شمېر کې په کار واچوي او د داسې مظاهرو مخنیوی وکړي چې تشدد او چور او تالان په کې شوی دی. په امریکا کې یوه پولیس د مارچ په ۲۶مه تور پوستی امریکايي سړی، جورج فلوید ووژل او له هغه راهیسې د امریکا په مختلفو ښارونوکې مظاهرې کېږي. ډونالډ ترمپ تردې وړاندې خبرداری ورکړ چې که والیان د ملي ګارد زیات غړي موظف نه کړي، د امریکا پوځ به د وضعیت د کنټرول لپاره ور واستوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا سيمه‌ييز چارواکي: د سید کرم امنیه قوماندان د ماین چاودنه کې وژل شوى

د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ امنیه قوماندان، څارمن همایون د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د سید کرم ولسوال محمد شریف کلیوال نن، د جون په ۳مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودنه تر لمرخاته مخکې شوې ده. د پېښې مسئولیت لا چا نه‌دی اخیستی. د پکتیا امنیه قومانداني هم په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني وزیر اکبر خان کې د پرونۍ پېښې په اړه د څېړنې امر وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وزیر محمد اکبرخان مېنې په جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه د څېړنې ځانګړې کمېټه ټاکلې ده.  پرون مازدیګر په چاودنه کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا او په پېژندل شوی دیني لارښوود، محمد ایاز نیازی ووژل شو. په چاودنه کې یو شمېر ولسي خلک هم چې د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي وو، وژل شوي او زخمیان شوي دي. د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي. د افغانستان د علماو د سراسري شورا،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برلین کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د لانجې په تړاو خبرې شوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا پرون برلین ته تللی و او هلته یې له روسیې سره د اوکرایین په لانجه او نورو مسایلو خبرې کړي. دیمیتري کولیبا او د هغه جرمنی سیال هایکو ماس د پاریس د تړون په هر څه ژر تطبیق سلا شوي. د پاریس تړون د روسیې او اوکراین د کړکېچ د سړولو په هدف تېر ډېسېمبر د جرمني او فرانسې په منځګړیتوب لاسلیک شو. روسیې کریمیا ټاپووزمه چې د اوکراین د خاورې برخه وه له ځان سره الحاق کړه او اوس هم روس پلوه بیلتون پال د اوکرایین په ختیځ کې له اوکراییني عسکرو سره جنګ کوي. د پاریس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناټو سازمان په کابل کې بېګانی بمي برید وغانده

د ناټو سازمان په کابل کې پر وزیر اکبر خان کې بمي برید غندلی دی. په افغانستان کې د دغه سازمان نوي ملکي استازي استفانو پونتیکورو په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر عبادتځایونو او د خلکو په راټولېدنو بریدونه د منلو وړ نه‌دي. ښاغلي استفانو پونتیکورو ویلي چې افغانان د سوله‌ییز او سوکاله ژوند مستحق دي او ناټو په دې چاره او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده. بېګا شپه د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې په جامع جومات کې بمي چاودنې د دغه جومات امام وتلی دیني عالم... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د کورونا وړجنو شمېر مخ په زیاتېدو دی

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او لامل يې د ټولبند ماتېدل او طبي لارښوونو ته د خلکو نه پاملرنه یادوي.

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ټایمز: د افغان سولې خبرو کې ډېر پرمختګ شوی

واشنګتن ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالتونو جګپوړي مذاکره کوونکي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل چې موږ خوشبینه یوو او د بین الافغاني خبرو د پيلېدو په خوا د حرکت په حال کې یوو.

Pa.azadiradio.com 

امریکا یو ایرانی ساینسپوه له دې هېواده شړلی

ایراني چارواکي وايي ایرانی ساینسپوه سیروس عسګري د امریکا له متحدو ایالتونو اخراج او ایران ته روان شوی دی. دوی دا نه مني، چې د عسګري خوشې کېدل دې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې یوه برخه وي. عسګري چې د ایران د شریف صنعتي پوهنتون استاد دی، په امریکا کې نیول شوی و. هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون له یوې تحقیقاتي پروژې د تجارتي اسرارو د پټولو په هڅې تورن کړای شو. نهه پنځوس کلن عسګري، چې پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، په نومبر میاشت کې له تورونو سپین اعلان شو. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus