پروان کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کې يو پولیس وژل شوی
د پروان امنیه قوماندان هارون مبارز نن سهار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویېویل امنیتي ځواکونو دا حمله چې تېره شپه ناوخته وشوه په شا وتمبوله او په ترڅ کې یې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.
طالبان د غوربند درې په ډېرو سیمو کې فعال دي او کله ناکله پر افغان ځواکونو حملې هم کوي.
بلخوا د کاپیسا ولایت پولیس وايي، په دې ولایت کې یې د طالبانو یو غړی نیولی دی.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځیې یو وسلهوال طالب د کوهبند ولسوالۍ په درنامه سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.