عامې روغتیا وزارت: پاکستان ته تنفسي دستګاوې نه دي قاچاق شوي
د دې وزارت یوې ویاندې معصومې جعفري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه تنفسي دستګاوې چې مرسته یې شوې، ثبتیږي، مرکز ته انتقالېږي او بیا روغتونونو ته استول کیږي.
هغې وویل وویل: "د تنفسي دستګاوو د ورکېدو اوازې د عامې روغتیا وزارت ردوي، ټولې تنفسي دستګاوې چې زموږ هېواد سره یې مرسته کېږي، ثبتېږي، مرکزي زېرمو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه روغتون ته استول کېږي."
د عامې روغتیا وزارت چارواکي دا څرګندونې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته کوي چې وايي، د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د مصنوعي تنفس مرسته شوې ۳۲ دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي دي.