Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 19.04.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونهد امريکا ولسمشر وايي، که فکر وکړي چې د شمالي کوریا له مشر سره یې کتنه بې ګټې ده، ورڅخه به ډډه وکړي. په ارمنستان کې نن د لاریونو اوومه ورځ ده. د قرغزستان ولسمشر نن حکومت منحل کړ. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد: د وزیرستان ړنګ کړل شویو مارکېټونو مالکان انصاف غواړي

د شمالي وزیرستان د میرام شاه او میرلي د مارکېټونو او دوکانونو مالکانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دا خلک وايي، د پاکستانيو پوځیانو په عملیاتو کې یې جایدادونه او بازارونه تاله ترغه شوي دي. د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته راغونډ شويو د میرلي او مرام شاه احتجاجیان وايي، دېرش زره دکانونه یې ړنک کړل شوي خو تردې دمه ورته حکومت هېڅ تاوان نه دی ورکړی.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي هېوادونو په ۲۰۱۷کې یو لک او ۷سوه افغانانو ته پناه ورکړې

په اروپا کې په تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال کې یو لک او ۷سوه افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده. دا شمېره په اروپا يي هېوادونو کې د پناه اخستونکو ۵ لکه او څلوېښت زرو کډوالو ۱۹په شلو کې جوړوي. د اروپا د احصايې دفتر نن وویل د منل شویو پناه غوښتونکو دا شمېر د هغو په مقایسه ۲۵ په سلو کې کم دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په اروپايي اتحادیه کې ورته پناه ورکړل شوې ده. سوريې کډوال او پناه غوښتونکي په اول مقام، افغانان په دوهم او د عراق وګړي په دریم ځای کې دي. جرمني تر ټولو زیات کډوال او پناه غوښتونکي منلي دي او تر دې هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له دې وروسته به د کابل ښار ته بېله تلاشۍ ننوتل سخت وي.

د کابل امنیه قوماندان وایي، د کابل ښار د امنیت لپاره د ګرین زون کمربند چارې وروستۍ شوي او کابل ښار ته ټولې د راتګ لارې تر کنټورل لاندې دي. نور حال په دغه راپور کې وګورئ. ویډیو او ایډټ : سباوون کاکړ

Mashaalradio.com 

د سټروبېري کرل اسان، شوکول یې ګران

د چارسدې، پله ډېرو کروندګر محمد اقبال په لومړي ځل د ګنیو پرځای سټروبېري کرلې او ور ته خوشاله دی نوموړی وايي،خسمانه او ګوډ اسانه دی خو شوکه یې ګرانه ده ځکه یې په ماشومانو کوو.په دې اره دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړي نن شپه په «IPL» کې د یو بل په وړاندې لوبېږي

د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا «IPL»په شپاړسمه لوبه کې په دغو لوبو کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي یو له بل سره د سیالیو ډګر ته ووځي. د سن رایزرس حیدر اباد او پنجاب کنګز لوبډلو تر منځ دا سیالۍ نن شپه په چاندیګر کې کېږي. سن رایزرس لوبډله راشد ارمان او محمد نبي له ځان سره لري په داسې حال کې چې بل افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ تر دې دمه د کینګز پنجاب لوبډلې په ګټه ښه ځلېدلی دی. د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کریک انفو د دغې سیالۍ لپاره راشد ارمان او مجیب ځدراڼ چې دواړه ورو بالران دي یو له بل سره پرتله کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سولې په نوم د فوټبال ټورنمنټ پيل شو

په کندهار کې د کندهار ځوانانو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال ټورنمنټ پيل شو. د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې اته لوبډلې ګډون کوي او سیالۍ به یې ۱۳ ورځې دوام وکړي. ښاغلی امیني وايي، د دغو سیالیو څخه هدف په کندهار کې د وزارتونو تر منځ د فوټبال لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو پیدا کول دي چې په نېږدې راتلونکې کې تر سره کېږي.




Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي افغان حکومت د ۵سرتېرو جسدونه ورسپارلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان لوري ورته د هغو پینځو وژل شوو سرتېرو جسدونه وسپارل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په وروستۍ نښته کې وژل شوي دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د پنځو پاکستانیو سرتېرو په جسدونو سربېره افغان مقاماتو هغه پاکستانی عسکر هم بېرته دوی ته سپارلی دی چې د خوست په ځاځي میدان سیمه کې د جګړې پر مهال نیول شوی و. نوموړي وویل د ډیورند پر کرښه دا وروستۍ شخړه د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو او پوځي چینلونو له لارې حل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"نجلۍ چې پېغله شي، ښونځي ته دې نه ځې"

فردینا تر درې کاله مخکې پورې ښونځي ته د تګ اجازه درلوده. خو دا اتلس کلنه نجلۍ اوس ځکه ښونځي ته نشي تلای، چې پلار د تعلیم له حق څخه بی برخې کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د یوه ماشوم د وژلو په اعتراض کې د تحصن خیمه ووهل شوه

په شبرغان کې نن یو شمېر ولسي خلکو، ماشومانو او د ښوونځیو زده‌کوونکو دغلته د داعش ډلې له‌خوا د یوه ماشوم د وژلو په اعتراض کې د تحصن خیمه ووهله. دا اعتراض د جوزجان ولایت مدني فعالانو تنظیم کړی دی. د شبرغان د تحصن یوې فعالې کرشمه رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې لپاره راغونډ شوي چې د تاوتریخوالي قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وکړي. داعش ډلې یوه میاشت وړاندې په جوزجان کې یو ۱۲ کلن هلک چې یوې امنیتي پوستې ته‌يې خواړه وړل، ونیو او سر يې ترې پرې کړ.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې لوی درستیز نن د ناټو له اعلی سرقوماندان سره ګوري

خبري رسنۍ د روسيې د دفاع وزارت په حواله وايي چې د دې هېواد لوی درستیز او د ناټو تړون اعلی سر قوماندان نن په اذربایجان کې له یو بل سره ویني. ویلاري ګراسیموف او کرټیس سکاپاروتي به د سوريې د جګړې په اړه خبرې وکړي. دغه‌راز ټاکل شوې ده چې دواړو لوړ رتبه پوځي قوماندانان په اروپا کې د ناټو او روسيې د پوځي فعالیتونو په اړه هم وغږېږي. تاس خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې ګراسیموف او سکاپاروتي به د روسيې او ناټو ترمنځ د پوځي ټکر د مخنیوي پر موضوع هم خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې لوی درستیز نن د ناټو له اعلی سرقوماندان سره وکتل

د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دې هېواد لوی درستیز او د ناټو تړون اعلی سرقوماندان نن په اذربایجان کې له یو بل سر ه وکتل. ویلاري ګراسیموف او کرټیس سکاپاروتي د سوريي د جګړې په اړه خبرې وکړې. دغه راز دواړو لوړ رتبه پوځي قوماندانان په اروپا کې د ناټو او روسيي د پوځي فعالیتونو په اړه هم بحث وکړ. تاس خبري اژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې ګراسیموف او سکاپاروتي د روسيې او ناټو ترمنځ د پوځي ټکر د مخنیوي او په اروپا کې د روسيې او ناټو تړون د فعالیتونو پر موضوع هم خبرې وکړې. دا له ۲۰۱۳ مېلادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځول د وسله والو د تګ راتګ مخه نشي نیولای

په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل وایي څه موده وړاندې پاکستاني ځواکونو هڅه وکړه چې د ډیورنډ کرښې په صفري نطقه کې ازغن تار وغځوي خو مخه یې ونیول شوه. اکرام الله اکرام له ښاغلي حسین خیل سره مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ ویډیو: اکرام الله اکرام ایډیټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

جمرودیانو د چینايي ژبې زده کړې ته مخه کړې

پاکستان ته د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ د سترې پروژې له ورتګ سره په دغه هېواد کې خلکو د چینايي ژبې زده کولو ته مخه کړې. د خیبر په جمرود کې ځینو زده کوونکیو مشال راډیو ته ویلي، چینايي ژبه په دې هیله زده کوي چې د کار روزګار فرصتونه ومومي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان ولسمشر نن د دغه هېواد حکومت منحل کړ

د قرغزستان ولسمشر سورون بای جان بیکوف نن وروسته تر هغې د دې هېواد حکومت منحل کړ چې پارلمان د صدراعظم سپر عیسی کوف کابینې ته د نه‌باور رأی ورکړه. خو د ولسمشر د رسنیو دفتر ویلي دي چې د نوي حکومت تر جوړېدو به د کابینې غړي خپلو چارو ته دوام ورکړي. قرغزستان چې د منځنۍ اسیا یو وړوکی هېواد دی او ۶ میلیونه نفوس لري او د روسيې ځواکونو یوه اډه هم په‌کې ده، له ۲۰۱۰ کال راهیسې د سیاسي بې‌ثباتۍ ښکار دی. دې هېواد په ۱۹۹۱میلادي کال کې له پخواني ضروروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته.

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان پولیسو ۲۰ مظاهره‌چیان نیولي

د ارمنستان پولیسو په مرکز ایروان کې دولتي ودانیو ته د مظاهره‌چیانو د ورتګ د مخنیوي په هڅو کې د اپوزېسیون د غړو په نیولو پیل کړی دی. پولیسو ازادي راډیو ته وویل تر اوسه‌يې ۲۰ کسان توقیف کړي دي. د ارمنستان په پایتخت کې نن سهار بیا ګڼ شمېر مظاهره‌چیان راغونډ شول او د دې هېواد د صدراعظم په توګه‌يې د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو پر ضد شعارونه ورکړل. نننۍ مظاهره وروسته تر هغې پیل شوه چې د حکومت د سیاسي مخالفینو مشر نیکول پاشینیان له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د جمهوریت په څلورلاره کې راټول شي او د کابینې د غونډې مخه ونیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په غور کې د انتخاباتو ۳ کارکوونکي او ۲ پولیس خوشې شوي

د غور چارواکي وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هغه درې کارکوونکي او دوه پولیس چې په دې ولایت کې وسله‌والو وړي وو، خوشې شوي دي. دا پنځه کسان د دوشنبې په ورځ د غور مرکز فیروزکوه ته نږدې د نوم لیکنې پر یوه مرکز د وسله‌والو له برید وروسته اختطاف شوي وو. د غور د امنيه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ازادي راډیو ته وویل دا کسان نن سهار ازاد شول. که څه هم د غور والي ویلي وو چې د انتخاباتو د کمېسیون کارکوونکي او پولیس طالبانو تښتولي وو، خو دې ډلې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. په همدې حال کې د سیمې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus