Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 20.04.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

روسي چارواکو ویلي د امریکا ولسمشر خپل روسي سیال ته د امریکا د سفر بلنه ورکړې ده، د سوریې پوځیانو دمشق ته نږدې د مخالفینو وروستۍ سیمه نن بمبار کړه او په کیوبا کې د کاسترو واکمني ختمه شوه. دا او نور مهم خبرونه په ازادي سټوډیو کتلی شئ چې د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس په مرکز قلعه نو کې په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو

د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر یوه مرکز په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو. د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن سهار په شپږو بجو شوې ده. د هغه په وینا، حمله د دولت مخالفانو کړې ده. د بادغیس امنیه قوماندان ویلي چې تر حملې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول او په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول. خو د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ننګرهار کې چاودنې ۵ ملکي وګړي وژلي

په ننګرهار کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه زخمیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د دې خلکو موټر نن تر غرمې مخکې، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې په ماین الوتی دی. عطالله خوګیاڼی وایي: "په دې چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او ۱۴ تنه چې دوی ښځې او دوه ماشومان هم پکې دي، زخمیان شوي دي." خوګیاڼي وویل چې زخمیان د جلال اباد ښار روغتون ته لېږدول شوي دي. د چاودنې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

Mashaalradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ یو شمېر لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره لیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايې ۴۳ لوبغاړي به د هند په دغه تمرینونو کې برخه واخلي چې له ډلې به یې نږدې ۲۵ غوره څېرې د ملي ټیم لپاره وټاکل شي. دغه تمرینونه به په درېوو پړاونو کې دوه دوه اونۍ تر سره شي. ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړي چې دلته یې کتلی شئ ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ یو شمېر لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره لېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايې ۴۳ لوبغاړي به د هند په دغه تمرینونو کې برخه واخلي چې له ډلې به یې نږدې ۲۵ غوره څېرې د ملي ټیم لپاره وټاکل شي. دغه تمرینونه به په درېوو پړاونو کې دوه دوه اونۍ تر سره شي. ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړي چې دلته یې کتلی شئ ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی




Pa.azadiradio.com 

لاوروف: مسکو ښايي د بشارالاسد حکومت ته "S-300" مزائیل ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي. دا مزائیل د هوايي دفاع لپاره او ډېر دقیق دي. لاوروف له «ار.اي.اې» اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي:  "موږ ژمنه کړې وه چې د بشارالاسد رژیم ته به دا مزائیل چې یوازې د دفاع لپاره استعمالېږی، موږ د اخلاقي مسؤلیت له مخې له دې کاره ډډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لاوروف: مسکو ښايي د بشارالاسد حکومت ته "S-300" مزائیل وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي. دا مزائیل د هوايي دفاع لپاره او ډېر دقیق دي. لاوروف له «ار.اي.اې» اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي:  "موږ ژمنه کړې وه چې د بشارالاسد رژیم ته به دا مزائیل چې یوازې د دفاع لپاره استعمالېږی، موږ د اخلاقي مسؤلیت له مخې له دې کاره ډډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د فاریاب په غورماچ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان وژل شوی دی. د دې قول اردو ویاند، حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه په عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان چې د هغوی قوماندان قاري امرالله هم په کې دی، وژل شوي او ۴ تنه زخمیان شوي دي، په نښتو کې د پاڅون کوونکو یو غړی هم وژل شوی دی." د رضايي په وینا، وسله والو طالبانو د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملو پلان درلود. خو وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د صنعتي تولیداتو نندارتون

په نندارتون کې د خوست صنعتي تولیداتو نندارې ته وړاندې شوي دي. د ځايي کارخانه دارو په وینا تولیدات به یې د افغانستان په اقتصاد کې ښه رول ولري. د نجیب الله الوخېل ويډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

سوريې بشارالاسد ته د "ليجيون دونور" ورکړل شوی نښان مسترد کړ

د سوريې حکومت د فرانسې"ليجيون دونور" نښان چې بشارالاسد تهورکړل شوی و، مسترد کړ. د فرانسې حکومت څو ورځې مخکې ویلي وو چې بشار الاسد ته ورکړل شوی مډال به بېرته ورڅخه واخلي. د فرانسې پخواني ولسمشر، ژاک شیراک په ۲۰۰۱ میلادي کال کې بشارالاسد ته د هغه هېواد معتبر "ليجيون دونور" مډال ورکړ، خو د بشارالاسد دفتر پرون وویل: "د سوریې ولسمشر بشارالاسد دا ویاړ نه ګڼي چې د داسې هېواد مډال پر ټټر ولګوي چې د امریکا غلام دی او د ترورېستانو ملاتړ کوي." د اسد دفتر ویلي چې د مډال د مستردولو پرېکړه یې د دې لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان په پلازمېنه کې نن هم مظاهرې روانې دي

په ارمنستان کې د صدراعظم په توګه د پخواني جمهور رئيس سرژ سرکسیان تر ټاکل کېدو وروسته، نن جمعه یو وار بیا د هغه هېواد په پلازمېنه یرووان کې مظاهرې دي. چارواکو مظاهره چیانو ته د خبرو وړاندیز کړی دی. په یرووان کې نن اتمه ورځ ده چې سلګونه مظاهره چیان، د اپوزسیون د مشر نیکول پاشینیان په بلنه، لارو ته راوځي او د ښار د مرکز پر لور مارش کوي.  پاشینیان پرون په یرووان کې لس زره کسانو ته چې د ښار پر جمهوریت څلور لارې راغونډ شوي وو، وویل چې نن په یرووان کې ټولې لارې بندې کړي او خپل اعتراض جاري وساتي. پاشینیان وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان په پلازمېنه کې نن ۶۵ تنه مظاهره چیان نیول شوي

په ارمنستان کې د صدراعظم په توګه د پخواني جمهور رئيس سرژ سرکسیان د ټاکل کېدو پرضد په ننیو مظاهرو کې پولیسو ۶۵ تنه اعتراض کوونکي نیولي دي. چارواکو مظاهره چیانو ته د خبرو وړاندیز کړی دی. په یرووان کې نن اتمه ورځ ده چې سلګونه مظاهره چیان، د اپوزسیون د مشر نیکول پاشینیان په بلنه، لارو ته راوځي او د ښار د مرکز پر لور مارش کوي.  پاشینیان پرون په یرووان کې لس زره کسانو ته چې د ښار پر جمهوریت څلور لارې راغونډ شوي وو، وویل چې نن په یرووان کې ټولې لارې بندې کړي او خپل اعتراض جاري وساتي. پاشینیان وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور: د تحریک انصاف پر حکومت د چیف جسټس نیوکې

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار د زیارت په ورځ په پېښور کې د واکمن تحريک انصاف په صوبايي حکومت انتقاد کړي چې خلکو ته يې د څکلو اوبو او د ګندونو صافه کولو کې ناکامه شوی دي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په الباما کې یو ۸۳ کلن سړی پرون پنجشنبه اعدام شو

د امریکا په الباما ایالت کې یو ۸۳ کلن سړی چې د قتل په جرم زنداني و، پرون اعدام شو. مجرم والترلیروی مودي جونیر تر ټولو د پاخه عمر زندانی دی چې په معاصره امریکا کې د اعدام حکم ورباندې اجرا شو. په الباما کې د زندان مسؤلانو ویلي چې والتر جونیر تر اعدام مخکې هېڅ وینا یا وصیت نه دی کړی. دا سږکال په امریکا کې اتم اعدام و. د اعدامونو د معلوماتو مرکز ویلي چې په امریکا کې له ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې چې د اعدام د سزا حکم برحاله شوی، والتر جونیر تر ټولو مسن اعدام شوی سړی دی. مودي جونیر په ۱۹۸۹میلادي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې چنار دودیزه کلنۍ مشاعره

د پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د لسګونو شاعرانو همدارنګه د هنر، ادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون د چنار دودیزه او کلنۍ مشاعره ترسره شوه.په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus