Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 30.04.2018

Mashaalradio.com 

هزاره مظاهره چيان: تر څو پوځ د امنيت ډاډ رانکړي، کورونو ته نه ځو

پرون په کوټه کې د هزاره وو مظاهرې ته څو وزیران ورغلي وو او احتجاج کوونکي یې د مظاهرو ختمولو لپاره د راضي کولو سلا کول خو بريالي نه شول. بلخوا پوليسو وايي د ايف سي ځواکونو سره په شريکه يو امنيتي پلان کار کوي.

Mashaalradio.com 

د خپلو خبريالانو د وژل کېدو په اړه، د ازادي راديو د مشر پېغام

په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او یوې همکارې محرم درانۍ د نننۍ حملې قربانیان وو. محرم درانۍ ته تازه د ښځو لپاره د ازاډي راډیو د اونیزې( نیمې نړۍ ) خپرونې د جوړولو دنده سپارل شوې وه، چې مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړلو ته هم پرېنښوده.

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيو دوه خبریالان او یوې همکارې د وژل کیدو په اړه د ازادي رادیو د ریس پیغام

په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او یوې همکارې محرم درانۍ د نننۍ حملې قربانیان وو. محرم درانۍ ته تازه د ښځو لپاره د ازاډي راډیو د اونیزې( نیمې نړۍ ) خپرونې د جوړولو دنده سپارل شوې وه، چې مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړلو ته هم پرېنښوده.

Mashaalradio.com 

"اول الله او بیا منظور دې مهربانه شي چې زما بچوړي راپرېږدي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غونډو او احتجاجونو په څېر د سوات هغې ته هم ګڼې ښځې او ماشومان د کورنیو ورکو غړو د لټون لپاره ورغلي ول چې دا ځل یې د لاهور یوې اوسېدونکې هم نومونه لیکل او ویل یې چې په پاکستان کې هېڅوک له دې پېښو نه دي خبر. د پامیر ساحل اېډېټ کړی ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

نوازشريف: د سازشونو په مقابل کې نه په شا کېږم

د پاکستان ليري شوی وزيراعظم، نوازشريف ويلي چې د مسلم لېګ (ن) د مهمو غړو خلاف د عدالتونو پرکړې به دوی په راتلونکو ټاکنو کې له کامیابۍ راونه ګرځوي. نوموړي نن په اسلام اباد کې د خپل ګوند غړو ته په وېنا کې وويل چې دوی د هرقسم خراب حالت لپاره تيار دي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د کابل په غبرګو حملو کې د ازادي راډيو د درو همکارانو په ګډون تر پنځويشتو زیات کسان ووژل شول. د فرانسې ولسمشر او د ايران ولسمشر توافق کړی چې د ايران د اټومي موافقې د خونديتوب لپاره به په ګډه کار کوي. دا او نور مهم خبرونه په ازادي سټوډیو کتلی شئ چې د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان په اقچه کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی

د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی دی. د جوزجان د ښځو چارو رئیسې نجیبې قریشي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د اقچې ولسوالۍ دا اوسېدونکې فوزیه نومېده چې له دولسم ټولګي فارغه وه او کار یې کاوه. د قریشي په وینا، د فوزيې د ځان وژنې علت لا نه دی څرګند، خو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې هغې بېګا په توفنګچه ځان ویشتی دی. د جوزجان د ښځو چارو رئیسې وویل چې په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې دا په هغه ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې څلورمه پېښه ده.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال ووژل شو

نن د دوشنبې په ورځ شااوخوا څلور بجې د خوست د مرکز اړوند د متون د درکوټیو په سیمه کې نا معلومو وسله والو له لورې، د بي بي سي راډیو سیمه ییز خبریال احمد شاه ووژل شو. د خوست سیمه ییزو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې احمدشاه کلي ته پر لاره و چې د دوو موټرسایکل سپرلو له لورې ورباندې برید وشو. د چارواکو په وینا، نوموړی لومړی ټپي و، خو وروسته يې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه. امنیتي چارواکو وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي چې له بشپړولو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي. دا په داسې حال... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

اهل تشیع: په پاکستان کې تحفظ غواړو

شيعه مظاهره چيانو د یکشنبې په مازيګر د ګوټې پر علمدار سرک احتجاجي غونډه وکړه او پکې يې د پاکستان له رياسته وغوښتل چې نور په ياد ښار کې د شيعه مسلکه کسانو وژنې ودروي.

Mashaalradio.com 

خوستوال د راتلونکو ټاکنو د شفافیت ډاډ غواړي

د خوست مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته دې، د امنیت په ګډون په هره برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.

Pa.azadiradio.com 

سرپل کې له ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د ناامنۍ له امله تړل شوي

په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي چې تر ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د امنیت د خرابوالي له امله تړل شوي دي. د سرپل د والی ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ابتدا کې هلته ۱۴۹ مرکزونه د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت لپاره په نښه شوي وو. اماني وویل، د نومونو د ثبت مرکزونه د ښار په ځینو برخو او څلورو ولسوالیو کې تړل شوي دي. په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه پلان شوي دي. د سرپل د والي ویاند وویل چې لږترلږه ۱۵ نور مرکزونه هم دخطر په سیمه کې دي او د تړل کېدو وېره یې زیاته ده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندهار په دامان کې په یوه حمله کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، په دامان ولسوالۍ کې نن دوشنبه پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې ۱۱ ملکي وګړي چې زیات په کې ماشومان دي، ووژل شول. په حمله کې د شپږو بهرنیو عسکرو او دوو افغان عسکرو په ګډون، ۱۷ ملکي وګړي زخمیان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندان د دفتر مسئول نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې وشوه. د کندهارد دامان ولسوالۍ د عبدالله کاریز په سیمه کې د نننۍ حملې ځای ته نېږدې د خلکو کورونه وو او له امله یې زیات کوچنیان وژل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار: د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهير د ګړنديتوب په خاطر د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د عامه پوهاوي غونډه وکړه چې ، قومي مشرانو، د ښوونځيو استازانواو مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د جوزجان په خماب کې طالبانو ۱۱تنه تښتولي

په جوزجان کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په خماب ولسوالۍ کې ۱۱تنه اوسېدونکي تښتولي دي. د خماب ولسوالۍ امنیه قوماندان غلام نبي فرهنګ نن دوشنبه ازادي راډیوته وویل چې وسله والو طالبانو دا وګړي د شبرغان او خماب پر سړک د دیوقلعه په سیمه کې له موټره ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي. د امنیې قوماندان په وینا، وسله والو طالبانو یو عسکر هم وژلی او درې تنه یې له ځانه سره بیولي دي. د تښتول شویو وګړو برخلیک لا نه دی څرګند شوی. وسله والو طالبانو پردې مسئله خبرې نه دي کړې.

Mashaalradio.com 

منظور پښتین وايي، د امن تر راوستو به هلو ځلو ته دوام ورکوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د امن تر قایمولو به هلو ځلو ته دوام ورکوي. نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سوات جلسې ته په وینا کې پر غورځنګ لګېدلي تورونه رد کړل، د پاکستان پر بهرنیو او امنیتي تګلارو یې انتقاد وکړ او ویې ویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د وسله والۍ نه بلکې د امن پلوی دی. د هغه د وینا مهمې برخې په ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

په کابل بریدونو کې یو خبریالان وژل شوي، ژوبل

د کابل د دوشنبې د ورځې په انتحاري حملو کې د ازادي راډيو یو خبریال عبدالله حنانزی وژل شوی دی او سباوون کاکړ زخمی دی.د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په ځانمرګو بریدونو کې ۲۱ تنه وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپيان دي.د پېښې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي د قلعه‎زال د اقتپې بازار د بېرته نيولو خبر ورکوي

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن دوشنبه سهار افغان کومانډو ځواکونو د قلعه‎زال ولسوالۍ د اقتپې بازار بېرته نيولی او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر یې هم ټپیان شوي او تصفیوي عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري. نوموړي زیاته کړه چې دغه عملیات به ترهغه وخته پورې په سیمه کې جریان ولري، څو چې د قلعه‎زال ولسوالۍ ټولې سیمې د دولت ضد عناصر له شتون څخه نه وي پاکې شوي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus