Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 06.04.2018

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو مسؤلین: سرپل کې د طالبانو برید ۲ سرتېري وژلي

په شمال کې د ملي اردو مسؤلان وايي، په سرپل کې تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې د دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د ۲۰۹ قل اردو مطبوعاتي مسؤل حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله د سرپل په بلغلي کلي کې د ملي اردو پر یوې پوستې په برید کې اوښتې ده. هغه وویل، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لورته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او پوسته طالبانو نیولې ده.

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال مخ ښه کېدو دی

په بریتانیا کې روغتیايي چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل پخوانی روسي جاسوس سرګي سکریپال اوس له نازک حالت څخه وتلی او په چټکی سره مخ په ښه کېدو دی. پخوانی دوه اړخېز جاسوس سکریپال او لور يې یولیا د تېر مارچ میاشت په څلورمه نېټه د بریتانيې په سالزبري ښار کې د یو ډول اعصاب فلجوونکو کیمیاوي موادو له امله په بې هوښه او نازک روغتیايي وضعیت کې موندل شوی و. بریتانيې د روسيې حکومت تورن کړ چې د هغو موادو په واسطه يې د سرګي سکریپال د وژلو هڅه کړې ده چې د سړې جګړې پر مهال په روسیه کې تولیدېدل. روسیه په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزې او اسرائیل پر پوله بیا زرګونو فلسطینیانو مظاهره وکړه

د غزې او اسرائیل ترمنځ پوله کې نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا زرګونو فلسطینیانو مظاهره وکړه او د دواړو خواو ترمنځ تازه شخړې پورته شوې. یوه اوونۍ وړاندې په ورته شخړو کې ۱۶ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژل شول. په نننۍ مظاهره کې فلسطینیانو پر اسرائیلي سرتېرو د ډبرو ګذارونه وکړل او ټایرونو ته يې اور واچوه. اسرائیل خبرداری ورکړی دی چې معترضو کسانو ته به اجازه ورنه کړي چې له امنیتي موانعو تېر شي. اسرائیلي سرتېرو په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او د ربړي مرمیو او اوښکې بهونکي ګاز په کارولو يې د هغوی د خورولو هڅه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د رسنیو تنظیمونکې اداره: د پیغامونو اپ ټلګرام دې بند شي

د روسيې د دولتي رسنیو تنظیمونکې ادارې له محکمې غوښتي چې د پیغامونو اپ ټلګرام بند کړي. روسي چارواکو دا غوښتنه وروسته تر هغې وکړه چې ټلګرام د روسيې د امنیت فدرالي ادارې ته د دې اپ د کارونکو د پیغامونو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. د روسيې دا ګام ښايي هغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي چې وايي، انټرنټ ته د خلکو لاس‎رسی محدود کړي. په همدې حال کې په روسیه کې د ټلګرام اپ موسس پاول ډاروف چې له روسيې بهر اوسېږي، د دې هېواد د پلټنو فدرالي ادارې د ټلګرام د کارونکو د پیغامونو د جزئیاتو له ښودلو ډډه کړه ده.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د یوه پلان په بشپړولو موافقه وکړه

افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د یوه پلان په بشپړولو موافقه وکړه. محمد اشرف غني په ارګ کې له شاهد خاقان عباسي سر چې نن کابل ته ورسېد، ولیدل. د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني او خاقان عباسي د مختلفو مسئلو په اړه خبرې وکړې. دی وايي: "د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه چې د یوه سند نوم دی، بحث وشو. پریکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په ټول بلوچستان کې ډاکټرانو کاربندېز کړی

دوی نن د جمعې له ورځې د کوټي په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې د او پي ډي څانګې ته تالې لګولې دي، او د کوټې په سیول هسپتال کې ډاکټرانو په احتجاجي ناسته لاس پورې کړی دی.




Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ملي اردو په تهاجمي عملیاتو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي دي. د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب او زابل ولایتونو په شمول په ځینو نور برخو کې شوي دي. په دې عملیاتو کې ځمکنیو ځانګړو ځواکونو ۶۶ او هوايي ځواک ۸۳ بریدونه کړي دي. د دولت ضد وسله‎والو مخالفینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشره په ۲۴ کلونو بند محکومه شوه

د جنوبي کوریا یوې محکمې پخوانۍ ولسمشره د فساد او له واکه د ناوړه استفادې په قضیه کې په ۲۴ کلونو بند محکومه کړه. د مرکز سیول مرکزي محکمې نن جمعه پارک ګون-هه د بډې اخېستلو، له واکه د ناوړه استفادې او دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې مجرمه وپېژندله. محکمې دغه راز ۶۶ کلنه پارک ګون-هه ۱۶ عشاریه اته میلیونه ډالر نقدي جریمه کړې ده. خو د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشرۍ چې په سیول کې زنداني ده، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې دا د سیاسي غچ قرباني ده. پارک ګون-هه د جنوبي کوریا لومړنی ښځینه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي: په څرخ کې به لسګونه تړل شوي ښوونځي پرانېستل شي

د لوګر چارواکي هیله‎مند دي چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې لسګونه تړل شوي ښوونځي به راتلونکی اوونۍ پرانېستل شي. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، وسله‎والو طالبانو په څرخ کې وروسته تر هغې ۳۰ ښوونځي وتړل چې د دې ډلې یو قوماندان او یو شمېر وسله‎وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. ښاغلي صالح وویل: "موږ د سیمې له مخورو او دیني عالمانو غوښتي دي چې د دې ښونځیو په بېرته پرانېستلو کې همکاري وکړي.هغوي پرون طالبانو ته تللي وو او طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر د پاکستاني وزیر اعظم هرکلی کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په ارګ کې هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به پر خپلمنځيو اړیکو، د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعګانو خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان کې ټرافیکي پېښې په یوه کرولا کې ټول سپاره کسان وژلي

په سمنګان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې په یوه کرولا موټر کې ټول سپاره کسان وژلي دي. د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د پنجشنبې په ماښام هغه مهال وشوه چې یو کرولا ډوله موټر د سمنګان – بغلان پر لاره له یوې بار وړونکي لارۍ سره ټکر شو. نوموړي د پېښې علت د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي او له ټاکلي اندازې زیات سرعت بللی دی. د یادونې وړده چې په افغانستان کې د سړکونو خرابولی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت ډېر کله د مرګونو ټرافیکې پېښو سبب کېږي چې هر کال په‎کې سلګونه کسان مري.

Pa.azadiradio.com 

ټویټر وايي یو عشاریه ۲۱ میلیونه اکاونټونه یې تړلي

ټویټر وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې یې یو عشاریه ۲۱ میلونه هغه اکاونټونه تړلي چې د ترهګرۍ لپاره یې تبلیغات کول. ټویټر ادعا کوي چې دې اقدام دا ټولنیزه شبکه په یو داسې ځای بدله کړي چې د خشونت خپرولو د موادو لپاره مناسب ځای نه‎دی. ټویټر پرون په یو بیان کې ویلي: "موږ د کلونو سخت کار، د مثبت او مهم اغېز دوام ګورو چې زموږ سایټ یې د هغو لپاره چې ترهګري تبلیغول غواړي؛ په نامناسب ځای بدل کړي او په نتیجه کې یې په زیاتیدونکي توګه دا ډول فعالیتونه له ټویټره په لېرې کېدو دي."... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus