Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 10.04.2018

Pa.azadiradio.com 

په شینډنډ ولسوالۍ کې بمي چاودنې ۷ ملکیان وژلي دي

هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې د دو شنبه په ورځ شپږ ملکیان ووژل او نهه تنه نور یې ټپیان کړل. دا پېښه د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې شوې ده. جزئیات په دغه ویډیویي راپور کې وګوری

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د سوریې ځواکونه تیارسي شول، د چین ولسمشر د وریښمو د لارې لپاره د نړیوالو د همکاري غوښتنه وکړه، د ایران د ریال د ارزښت د کمیدو د مخنیوي تازه هڅې او له مصره تر ماسکوه د یوه بایسکل چلوونکي سفر هغه څه دي چې په دې خبرې ټولګه کې یې درسره شریکوو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ

Mashaalradio.com 

کابل: د ترهګرۍ قربانيانو خاطرو ساتلو صندوقونه

په کابل کې يوه غيرسرکاري اداره، دافغانستان ځينو جګړه ځپلو کيسې په يو ځانګړې انداز راټولوي. د خاطرو په صندوقونو يا بکسونو کې د ترهګرۍ قرباني مېندې او پلرونه د غمجنو کيسو تر څنګ د راتلونکې با امنه افغانستان هيلې ساتي. د بشير ګواښ ويډيو

Mashaalradio.com 

پښتنې ښځې او د حقونو مبارزه

د پاکستان په پښتنو سیمو کې د ولسي او بنیادي بشري حقونو په مبارزه کې له سړو سره ښځې هم ملګرې دي.

Mashaalradio.com 

مومندو کې د شناختي کارډ ټېکس معاف شو

د مومندو ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وايي دوی دلته پر خلکو هغه ټېکس معاف کړی چې د شناختي کارډونو او ډوميسېل جوړولو په وخت به یې ورکاوه. دا ۲۵۰ روپۍ وي چې د بجلۍ د بيلونو پر ځای اخيستل کېدلې.

Mashaalradio.com 

احمد ګل استاد: سرکار مور پلار دی باید چې هنرمندانو وپالي

د پښتو یو نومیاتی ولسي سندرغاړی ۷۶ کلن احمد ګل استاد وايي چې له ۱۵ کلنۍ یې له سندرو سره مینه پیدا شوې او لا یې هم ورسره ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړی وايي چې د پخوانیو سندرو خپل دور وو او اوسنۍ سندرې خپله مزه لري.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د عملیاتو پر مهال ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د والي ویاند دوست محمد نایاب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند پای ناوه سیمه کې او د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ترسره کړي دي. نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی او په خبره‌یې چې عملیات لاهم په یادو سیمو کې روان دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ټرمپ پر شام د پوځي اقدام هوډ وکړ

د امريکا ولسمشر د شام له لورې په دوما سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د مشکوکه کيمياوي بريد په تړاو د دمشق پرضد د پوځی اقدام دړکه ورکړې ده.




Pa.azadiradio.com 

محمد مهدي ورزشکار و

محمد مهدي شپاړس کلن و او په نوي کال کې له خپلو ملګرو سره کارتې سخي ته تللی و. هغه د نوي کال په ورځ د شوې چاودنې ښکار شو.

Pa.azadiradio.com 

طاهري: د عالمانو کنفرانس کې د ځینو پاکستاني عالمانو ګډون مهم دی

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کې د دې شورا په خبره د هغو پاکستاني عالمانو ګډون چې د افغانانو وژنه جهاد بولي، مهم دی. د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري نن سې شنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه. ده وویل: "د پاکستان ځیني دیني عالمان متأسفانه د افغانستان جنګ شرعي او د مسلمانانو وژنه جهاد بولي. دوی باید د اسلامي نړۍ له عالمانو په خاصه توګه افغان عالمانو سره کېني، څو پوه شي چې اسلام د وژنې دین نه‌دی. د مذاکرې او سولې دین دی او جنګ چې د هر چا ترمنځ وي مردود... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"IPL": سن رایزر حیدراباد لوبډلې راجستان رائلز ته ماتې ورکړه

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې سن رایزر حیدراباد لوبډلې راجستان رائلز لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې راجستان رائلز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ وېکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۶ اوور کې د يوې وېکټې په زیان سره پوره او راجستان رائلز لوبډلې ته‌يې په خپله لومړۍ لوبه کې سخته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې افغان ستوری راشد خان د حیدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تکواندو سیالیو کې افغان لوبغاړي خپل بلجیمي سیال ته ماته ورکړه

د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي رامین غفوري په تکواندو کې خپل بلجیمي سیال محمد لاچروي ته ماته ورکړه. لاچروي چې څلور مډالونه‌يې په نړیوالو سیالیو کې ګټلي د رامین غفوري په وړاندې یې ۹ د ۶ په وړاندې ماته ومنله. دغه افغان لوبغاړي د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپل ایراني سیال محمد رستمي ته ۳۹ د ۲۷ په وړاندې ماته ورکړې وه. خو نوموړي خپله درېیمه لوبه خپل تایلنډي سیال ته ۲۶ د ۲۲ په وړاندې بایلوده او په دغو سیالیو کې له مډال ګټلو نه پاتې شو.

Pa.azadiradio.com 

رحیمي: د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي

د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس وايي، د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي. حفیظ‌الله ولي رحیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په ورزشي فدراسیونونو کې په پراخه کچه اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي څو دغه بنسټونه مسلکي او معیاري شي. ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې ترمنځ همغږي او ګډ کار کولای شي د هېواد د ورزش په وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي. نوموړی وايي، افغان حکومت او نړیوالو ورزشي بنسټونو د المپیک ملي کمېټې له نوې رهبرۍ سره د هر راز همکاریو ژمنې کړي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې نښتې ۱۵ وسله‎وال طالبان وژلي

د هرات ولایت چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو په نښته کې ۱۵ وسله‎والو طالبان وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا نښتې پرون په چشت شریف کې شوي او ۸ نور وسله‎وال طالبان ټپیان هم دي. د ښاغلي فرهاد په خبره یو افغان سرتېری او یو تن پاڅون‎وال هم په‎دې نښتو کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. وسله‎والو طالبانو تر اوسه په هرات کې د وراوښتې مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه‎دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې ټرافیکي پېښې یو تن وژلی او ۹یې ټپیان کړي

په بغلان ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې، یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي. د دغه ولایت د ټرافیکو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د مرکزي بغلان د چهارشنبې‌تپه په سیمه کې شوې ده. د بغلان ولایت د ټرافیکو مدیر محمد نبي‎زاده وايي، په پېښه کې چې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ښځې او ماشومان هم ټپیان دي. ښاغلي نبې‎زاده ویلي، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي وه.

Pa.azadiradio.com 

د سرګي سکریپال لور یولیا پرون دوشنبه له روغتونه رخصت شوې

د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال لور یولیا پرون دوشنبې له روغتون څخه رخصت شوې ده. د سالزبري روغتون مشرې کرسټین بلنشارد نن سې شنبه په یوه بیان کې دا خبره تأیید کړې ده. هغې له روغتونه د یولیا وتل یو لوی پرمختګ یاد کړی، خو ویلي یې دي چې درملنه یې پای ته نه‌ده رسېدلې. بي بي سي هم مخکې ویلي و چې ۳۳ کلنه یولیا د سالزبري له روغتونه رخصت او یوه امن ځای ته انتقال شوې ده. سکای نیوز ته هم یوې سرچینې ویلي و چې یولیا د اپرېل په نهمه له روغتون رخصتېده. یولیا له خپل پلار سرګي سکریپال سره یوځای د مارچ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او بانکدارۍ په برخه کې مرسته وشوه

نړیوال بانک د افغانستان د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او بانکدارۍ لپاره ۶۹۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه. د دې مرستې تړون نن سې شنبه د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدري په کابل کې لاسلیک کړ. د مالیې وزیر ښاغلي حکیمي په پاسنیو درېیو برخو کې د بودجې د وېش په اړه وویل: "۶۰۰ میلیونه ډالره د روغتیا په برخه لګېږي، دوهم پروګرام د سیمه‎ییز اتصال لپاره د کاسا پروژه ده چې ۵۱ میلیونه ډالره پرې مصرفېږي او درېیم ۴۰ میلیونه ډالره د دولتي بانکونو په معیاري کولو او ظرفیت جوړونې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus