طاهري: د عالمانو کنفرانس کې د ځینو پاکستاني عالمانو ګډون مهم دی
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري نن سې شنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.
ده وویل:
"د پاکستان ځیني دیني عالمان متأسفانه د افغانستان جنګ شرعي او د مسلمانانو وژنه جهاد بولي. دوی باید د اسلامي نړۍ له عالمانو په خاصه توګه افغان عالمانو سره کېني، څو پوه شي چې اسلام د وژنې دین نهدی. د مذاکرې او سولې دین دی او جنګ چې د هر چا ترمنځ وي مردود ګڼي."
ښاغلي طاهري وویل، افغانستان د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د ترسره کېدو لپاره چې یا بهیې کوربه وي یا به په سعودي کې وشي یو لړ هڅې کړې دي.
د سولې شورا وايي، تمه لري چې د پاکستان دیني عالمان په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو شي.