چارواکي: په ارزګان کې ۹ وسلهوال طالبان وژل شوي
د والي ویاند دوست محمد نایاب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند پای ناوه سیمه کې او د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.
نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نهدی اوښتی او په خبرهیې چې عملیات لاهم په یادو سیمو کې روان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.