د روسیې لوی درستیز نن د ناټو له اعلی سرقوماندان سره ګوري
ویلاري ګراسیموف او کرټیس سکاپاروتي به د سوريې د جګړې په اړه خبرې وکړي.
دغهراز ټاکل شوې ده چې دواړو لوړ رتبه پوځي قوماندانان په اروپا کې د ناټو او روسيې د پوځي فعالیتونو په اړه هم وغږېږي.
تاس خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې ګراسیموف او سکاپاروتي به د روسيې او ناټو ترمنځ د پوځي ټکر د مخنیوي پر موضوع هم خبرې وکړي.