د قرغزستان ولسمشر نن د دغه هېواد حکومت منحل کړ
خو د ولسمشر د رسنیو دفتر ویلي دي چې د نوي حکومت تر جوړېدو به د کابینې غړي خپلو چارو ته دوام ورکړي.
قرغزستان چې د منځنۍ اسیا یو وړوکی هېواد دی او ۶ میلیونه نفوس لري او د روسيې ځواکونو یوه اډه هم پهکې ده، له ۲۰۱۰ کال راهیسې د سیاسي بېثباتۍ ښکار دی.
دې هېواد په ۱۹۹۱میلادي کال کې له پخواني ضروروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته.