د مسلم لېګ (ن) سينيټر مشاهد الله خان د فرورۍ په پنځه ویشتمه په سېنټ کې وويل چې په بلوچستان کې د احتجاج پر مهال د پولیسو په لاس د ابراهيم ارمان لوڼي وژنه او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې له اسلام اباده په رڼا ورځ د پوليسو ايس ايس پي طاهر داوړ تر تښتونې وروسته د هغه د مړي موندل کېدل، د حکومت ناکامي ده.
د فرورۍ په پنځه ویشتمه د پاکستان په سېنټ او قامي اسمبلۍ کې د حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ بحث وشو او اپوزېشن سياستوالو نيوکې وکړي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د غلطې بهرنۍ پالیسۍ له وجې ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې شوې دي.
د افغانستان د ۲۰۱۸ م کال د انتخاباتو ښځينه کاندېدې وايي چې د کمپاين پر مهال په جنسي توګه ځورول شوې وې.
د پيښور په ناران باغ کې د پخوانۍ فاټا د ټولو ضلعو خاصه دارو او لېویز ځواک یوه لویه غونډه کړې ده. دوی د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی سرکاري حیثیت بدلولو په لړ کې دې ورسره کړې ژمنې پوره کړي. د مشال ريډیو خبریال فرهاد شینواري په اړه ویډيو راپور لري.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چهارشنبې او پنجشنبې په ...
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر کښلي، همدا اوس یې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره ډوډۍ وخوړله.
په ۱۸۹۷ م کال د بریتانوي پوځ یو نومیاتی سرتېری او خبریال وینسټن چرچل چې وروسته د بریتانیا وزیراعظم هم پاته شوی وو، د خېبر پښتونخوا شوکدر کې خپله پوځي دنده ترسره کړې او هلته د ایف سي کلا دننه پاته شوی وو. په کلا کې یوشمېر داسې توکي چې نوموړي کارولي ول اوس د یادګار په توګه خوندي کړل شوي دي. شاهنواز تره کزي یې په اړه ویډيو راپور کښلی
په مردان کی څو ورځې وړاندې د یوې هنرمندې ګلالۍ د وژلو پېښې پرضد په پېښور کې د ګل په ورځ یوه احتجاجي مظاهره وشو، د هنرمندانو ټولنې دغه پېښه وغندله. په مظاهره کی د ګلالۍ خور او د ګلالۍ خاوند هم ګډون وکړ. دوی وايي پولیس دې په دغه وژنه کی ککړو کسانو ته سزا ورکړي. د مردان پولیسو په دغه پېښه کې د درج شوي ایف ای ار پر بنیاد دوه کسان نیولي دي. د ګلالۍ خور زرکه وايي د پېښې مرکزی ملزم نواب لاهم نه دی نیول شوی. د غلا غوث ویډيو
د شمالي وزیرستان شوال تحصیل څلور لویو قبیلو بکاخېل، جانيخېل، کابلخېل او ګربزو په دوشنبه په بکاخېلو کې یوه جرګه وکړه چې پکې یې له سرکاره ګڼې غوښتنې کولې. دوی ویل چې شوال تحصیل یې د پلار نیکه خاوره ده خو تر اوسه ورته د شوال ډومیسایل، شناختي کارډ پته، د کډوالو مرستې او نور حقونه نه ورکول کېږي. عمر وزیر یې ویډیو راپور کښلی.
د پاکستان یوه عدالت له زندانه د دې هېواد د پخواني وزیر اعظم نوازشریف په ضمانت د خوشېکېدو غوښتنه رد کړه.
د قطر پلازمېنه دوحه به نن ( فبرورۍ ۲۵مه ) بیا د طالبانو د استازیو او د امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو کوربه وي.