اعظم جنګروي د ايران د ښځينه فعالونو د هغې مظاهرې ګډونواله وه چې ددې هېواد د جبري حجاب قانون ضد شوی وو. هغه ددې قانون له کبله اوس ايران پرې اېښی دی. جنګروي د خپلې لور د ښه سباوون لپاره لارو کوڅو ته راوتلې وه خو اوس له لور سره په يوه بل هېواد کې د پناه اخيستو په انتظار ده.
د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه ۵۳ نرسانې او قابله ګانې فارغې شوې.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ویلیري خان یوسفزۍ سره غږېدلي یو. نوموړې په اسلام اباد کې اوسېږي او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي.
د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیوالې ادارې (فاینانشل ایکشن ټاسک فورس) پاکستان ته د روان کال تر می میاشتې دې د ترهګرو د مالي مرستو مخه ونیسي.
هندي چارواکي وايي، په شمال ختیځ صوبه اسام کې په غیر قانوني توګه د جوړو شوو شرابو د څښلو له وجې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان مړه او شاوخوا ۲۲۵ نورپه روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د کراچۍ سرجاني ټاون پولیس وايي، له حب ډیم سره نږدې یې دوه جسدونه موندلي چې یو یې د یو ځوان نارینه او بل د یوې ځوانې جینۍ دی او دوی ګومان کوي چې دواړه به د غیرت په نوم وژل شوي وي.
په اسلام اباد کې د فیبرورۍ ۲۳م په ماسخوتن د موسيقي پروګرام وشو چې پکې سندرغاړو زرڅانګې، نبيله ودود او کاينات سندرې زمزمه کړې او ګډونوالو اتنونه وکړل. پروګرام د پښتون کلچر ارګنايزيشن له خوا جوړ شوی وو چې پکې د پښتنو د بېلابېلو سيمو يوشمېر خلکو ګډون وکړ.
د خيبرضلع په جمردود کې د يخنۍ له زياتېدو سره سم د غوښې پر رېستورانونو هم ګڼه زياته شي. دلته نه يوازې ځايي خلک بلکې له ان له پېښوره او اسلام اباده هم خلک د خوندورو تکو او غوښو خوړو لپاره ورځي.