د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاجي مظاهرې د فرورۍ پر ۱۳مه هم دوام درلود کومه چې له تېرو ۲۶ ورځې روانه ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د راډيو نړيوالې ورځې په مناسبت د پښتنو په وطن کې د راډيو پر ارزښت او د دې منبع له لارې پر راغليو بدلونونو خبرې شوې دي.
په مومندو کې د کمیونټي سکولونو استادانې وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې تنخاګانې ورته نه دې ورکړل شوې او نه یې هم نوکرۍ پخې شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.