د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار، ډاکټر فضل محمود فضلي وايي د روس په پلازمېنې مسکو کې د طالبانو سره غونډه پرېکړه کوونکې ناسته نه ده. د هغه په وېنا له همدې کبله پکې د افغان حکومت پلاوی برخه نه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي يو مشر، ابراهيم ارمان لوڼي مور، بي بي نيکبخته له حکومته غواړي چې د زوی قاتلينو ته دې سخته سزا ورکړي. نوموړې د فرورۍ په څلورمه مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چارواکي دې واضحه کړي چې د دې زوی څه جرم کړی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد یاد غورځنګ په سېشنه/نهې ورځ د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د لاریونونو او مظاهرو غوښتنه کړې ده.
د امریکا عسکري او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاته کېدو ټينګار کوي د هېواد ولسمشر یې وویل، له افغانستانه خپل عسکر باسي.
د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۳۰مه نېټه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د یوه نرښځي د وژلو او دوو نورو د ژوبلولو پرضد نن دوشنبه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د نرښخیانو ټولنې احتجاجي مظاهره وکړه. دوی د ککړو کسانو د نیولو او د خپل تحفظ غوښتنه کوله. د شبیر احمد جان رپورټ
د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي وژنې ضد د بلوچستان په زیاتره لویو ښارونو کې کاربندیز دی. د فبرورۍ پر څلورمه د کاربندیز غږ پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړی چې یو شمېر ګوندونو، کاروباري سازمانونو او د وکیلانو ټولنې یې ملاتړ کړی. ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو. عیني شاهدان وايي، نوموړی پولیسو وژلی خو د کورنیو چارو صوبايي وزیر وايي، د وژنې لامل یې د زړه حمله وه. ارمان لوڼی د سیاسي او بشري حقونو فعال، د پوهنځي استاد او لیکوال وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.