د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټۍ غړي او مدني فعال حسین اغا ایډوکیټ د فرورۍ پر ۸ مهماسپښین د پریس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د نه خوړلو هړتالپیل کړی دی. نوموړي ویلاحتجاج پیل کړی دی.
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د فرنیچر تاجر اخترگل وايي، محنت د دوی وي خو گټه یې لوی دوکانداران اخلي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ايران ستر روحاني مشر ويلي چې "مرګ پر امريکا" شعار امريکايي ملت ته نه بلکې ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو ته منسوب دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان یوه ترهګره ډله ده او تر څو چې د دې ډلې د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي نه وي، نه شي کولای د نړۍ هیوادونو ته سفر وکړي.
د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله ویلي دي چې حکومت په قبایلي ضلعو کې د صحت په لړ کې اصلاحاتو ته لیواله دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فبرورۍ پر اتمه د کانګرس لخوا له هغه ټاکلي وروستۍ نېټې سره مخ دی چې ووايي، ایا سعودي ولیعهد په استنبول کې د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی و که نه.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې د واورو لوبو درې ورځنۍ سيالۍ پیل شوې دي چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي. په دې د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتي عمل سرته رسولو او نور مسلو د هواري لپاره د یو داسې سلاکارې ډلې جوړولو اعلان کړی دی چې له قبایلو روایاتو سره سم به د مسلو د حل لارې ټاکي.
د ګوند صوبايي مشر او پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي پرون په پېښور کې د نومیالي لیکوال او سیاستوال اجمل خټک اتم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، ټول پښتانه مشران تېر کال